د ټولو خلکو خوښه نه ترلاسه کيږي

ژباړن: عبدالمالک ”همت“
يوه پوه سړي خپل يوه دوست ته وويل: په لوى څښتن لوړم چي زه تاته نصيحت کوم او هغه دا چي د خلکو له خولو څخه هيڅوک خوندي نه سي پاته کېدلاى. نو کوم څه چي ستا په پام ښه درځي هغه کوه، پر دې بنسټ يوه شاعر ويلي دي:

مَنْ رَاقَبَ الناس مات غماً

وفاز باللذة الجسور
يعني: څوک چي د خلکو د خبرو پروا کوي له غمه به ومري، خو زړه ور او مېړه سړى هغه دى چي خپل کار کوي ( البته ښه کار) او په خوند خوند د ژغورني پر لور خوځي.

يوه عالم ويلي دي: يو سړى داسي جوړېدل چي د ټولو انسانانو پر طبع برابر وي له وسه وتلې خبره ده.

يو پوه شاعر وايي:

لو کنتَ کالقدح في التقويم معتدلاً

لقالت الناس هذا غير معتدل

يعني : که ته په سموالي او راستي کي کټورى او پياله غوندي برابر او سم دم هم اوسې، بيا به هم خلک ووايي چي دا نه دى سم.

وايي چي يوه د لوى څښتن پر لارتلونکي عارف شخص وغوښتل چي خپل زوى ته د ژوند کولو لاري چاري ور زده کړي او ويې پوهوي چي د خلکو په خبرو پسي دي نه ګرځي او پروادې نه کوي. نو هغه وو چي هغه يې د ځان سره د سپرلۍ پر يوه حيوان سپور کړ او له کوره دباندي ووتل. کله چي خلکو وليدل يو له بله يې سره وويل: هغو دوو تنو ته وګورئ چي پر دې خوارکي حيوان باندي دواړه سپاره دي، دا د دې دواړو د وړلو توان لري؟

نو هغه وو چي زوى له حيوانه کښته سو او يوازي پلار پر پاته سو. بيا چي نورو خلکو وليدل، سره ويې ويل: هغه ته وګورئ، پلار يې سپور دى او زوى يې پر پښو ورسره رهي دى. بايد زوى يې سپور واى او پلار يې پر پښو ورسره تللاى!!  د دې خبرو له امله پلار له سپرلۍ کښته سو او زوى يې پر سپور کړ. څه شېبې وروسته چي نورو خلکو ورته وکتل، سره ويې ويل: هغه بې ادبه ته وګورئ، دى سپور دى او پلار يې پلى ورسره روان دى!! له دې امله پلار زوى ته وويل چي ته هم راتا سه، هغه وو چي دواړه پلي روان سول او حيوان يې همدغسي په مخه کړ.

وروسته پلار زوى ته وويل: وګوره زويه دا خلک څوک پر هيڅ ډول نه پرېږدي. نو ته بايد له دې څخه پند او عبرت واخلې. څوک چي هررنګه ښه کار وکړي، بيا هم د خلکو له خبرو نه خلاصيږي او دادى دا خبره تا په خپلو سترګو وليدل.

د حضرت موسى علیه السلام  په هکله کيسه کوي چي هغه وويل:” لويه څښتنه! زه ستا څخه سوال کوم چي ته ما له خلکو څخه داسي وژغورې چي هغه څه چي په ما کي نه وي، پر مايي ونه وايي. نو لوى څښتن تعالى وحي ورته راولېږلې چي دا داسي خبره ده چي ما ځان ته نه ده ترسره کړې، نو تا ته به يې څنګه ترسره کړم “.

ويل کيږي چي لاندنى شعر حضرت علي کرم الله وجهه ويلى دى:

قد قيل ان الاله ذو ولد

وقيل ان الرسول قد کهنا
ما نجا الله والرسول معاً

من لسان الورى فکيف انا
يعني: ځيني وايي چي لوى څښتن جل جلاله د اولاد خاوند دى او ځيني وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  کاهن ( غيب ويونکى ) وو. نو چي خداى او رسول لا د خلکو له خبرو نه دى خلاص، زه به څنګه ځني خلاص سم؟

دغه راز د حضرت على کرم الله وجهه وينا ده:” که په لګښت کي کمښت کوم، وايي حرص اخيستى دى. او که څه نه وايم، وايي له مرګه بېريږي“ . مطلب يې دادى چي د خلکو خولې نه تړل کيږي.

روايت دى چي کله د بدر د غزا له ولجو (غنيمتونو) څخه يو پټو ورک سو. نو ځينو منافقانو وويل چي دا به پيغمبر صلی الله علیه وسلم  اخيستى وي. نو دا آيت نازل سو:

 وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَغُلَّ وَمَنْ يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَا كَسَبَتْ وَهُمْ لا يُظْلَمُونَ (161)  [ آل عمران: ١٦١]

ژباړه: او (تاسي ګومان وکړ چي ښايي پيغمبر ستاسي سره خيانت کړى وي!په داسي حال کي چي) هيڅ يوه پيغمبرته، (په تېره حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته) نه ښايي چي د ولجې په مالونو کي (د خپلو اصحابو سره) خيانت وکړي (چي د ولجې له شيانو څخه بې له هغي برخي څخه چي لوى څښتن ورته ټاکلې ده بل څه واخلي). او هرڅوک چي خيانت وکړي هغه به د خپل  ټول خيانت سره د قيامت په ورځ حاضر سي.(هغه شى به چي په خيانت يې تر لاسه کړى دى دمحشر په ورځ د ځان سره راوړي او د ټولو مخلوقاتو په مخ کي به رسوا او شرمنده سي). بيا به هر چا ته د خپلو کړنو پوره پوره بدله ورکړه سي او پر هيچا به هيڅ ظلم(تېرى او زياتى)ونه سي.

په دې باب ډېره ښه او د حکمت خبره داده چي تاسي پوه سئ چي لوى څښتن دا ټول مخلوقات پيدا کړل او ډول ډول نعمتونه يې پر ولورول. خو دوى د دې قدر لکه څنګه چي ښايي ونه کړاى سو، بلکي د هغه په هکله يې ډول ډول خبري وکړې او داسي صفتونه يې ورته منسوب کړل چي د هغه  جل جلاله له شان سره هيڅ نه ښايي. خو هغه بيا هم دوى ته رزق او روزي ورکوي او اړتياوي او ضرورتونه يې ور رفع کوي او سره د دې چي د لوى څښتن په اړه ګنهونه تر سره کوي، خو بيا هم د لوى څښتن له برکتونو څخه نه دي بې برخي سوى او له خپلو غيبي خزانو څخه ګبروترسا ته هم روزي وررسوي.

 قُلْ كُلٌّ يَعْمَلُ عَلَى شَاكِلَتِهِ فَرَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ أَهْدَى سَبِيلا (84)  [الاسراء: ٨٤]

ژباړه: (ای پيغمبره! خلکو ته) ووايه چي:” له تاسي څخه هر يو پر خپله هغه طريقه او مذهب باندي کړنه کوي چي (په هدايت او ګمراهي کي يې) د حاله سره ورته والی ولري، (څنګه چي دکافر طريقه او کړنلار داده چي په نعمتونو کي ناشکري او اعراض کوي او د سختۍ پرمهال ناهيلي څرګندوي، نو کافر خپلي طريقې ته ورته کړنه کوي او څنګه چي د مومن طريقه او کړندود دادی چي پر ښه حال شکر کاږي او په سختيو کي له زغم او صبر څخه کار اخلي، نو هغه خپلي طريقې ته ورته کړنه کوي) خو ستاسي پالونکی په هغه چا ډېر ښه پوهيږي چي (د حق پر لور يې) ډېره غوره لار اخيستې ده“.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحيح حديث دی:
«مَنِ التَمَسَ رِضَاءَ اللَّهِ » كَفَاهُ اللَّهُ مُؤْنَةَ النَّاسِ، وَمَنِ التَمَسَ رِضَاءَ النَّاسِ بِسَخَطِ اللَّهِ وَكَلَهُ اللَّهُ إِلَى النَّاسِ ».

ژباړه: چا چي د يوه کار په کولو کي د خلکو د ناخوښۍ په بدل کي د لوی څښتن خوښه او رضا ولټول(که د لوی څښتن خوښه اړينه وه او د دغي اړيني خوښۍ د لاس ته راوړلو له امله خلک ځني خفه کېدل او ده يې  د ناخوښۍ او خوابدېدو پروا ونه کړه) لوی څښتن هغه ته د خلکو د مخ اړولو څخه بسنه او کفايت کوي(لوی څښتن يې د هغو له شر او ظلم څخه ژغوري) او څوک چي د خلکو خوښي د لوی څښتن په خوابدی کولو سره په لاس راوړي، لوی څښتن يې خلکو ته ورپرېږدي( يعني مرسته او نصرت يې نه کوي).

په صفة الصفوة کتاب کي وايي: ربيع بن سليمان وويل چي ماته امام شافعي رحمه الله وويل: ای ربيعه! د ټولو خلکو خوښه داسي يوه موخه ده چي نه ترلاسه کيږي، نو ته هغه څه کوه چي په پام دي ښه درځي او د ټولو خلکو په خوښه پسي مه ګرځه. پای.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.