غزل/محمد نعیم افغان زوی

محمد نعیم افغان زوی

بوټی د صحرا یمه بارانه په ما اووره
تږی یم تنها یمه ارمانه په ما اووره

نور مې دغه وچ د وچکالۍ ژوندون سېراب کړه ته
تر مې کړه تازه مې کړه پرېمانه په ما اووره

ډېره موده شوې د راتګ دې لارې څارمه
راوړه دیدنونه زما جانانه په ما اووره

تېر شوله تېرېږي خـزانونه نن بهار راوړه
راشه پسرلیه ګلستانه په مـا اووره

ستا په لــورې ګورمه په ورېځو کې پوښلی یې
شړک راباندې وکړه اې آسمانه په ما اووره

لاس مې درته لپه وي له ربـه دې مدام غواړم
غواړم دې رحمته د رحمانه په ما اووره

ډېر زه کړېدلی یم ستم رابـاندې تل اوري
ډال مې شه پر سر د تورې ځوانه په ما اووره

یمه افغان زوی که د ادب په ابتدا کې نن
ورو ورو به دې خپل کړمه دیوانه په ما اووره



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.