خمار حسن/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

پروت پرې ګرد غُبار دی څڼې څنډ وهه
حُسن دې خمار دی څڼې څنډ وهه

خلک درته ګوري سترګې سترګې دي
نم پر بڼو بار دی څڼې څنډ وهه

ستا ورېښمنو زلفو ته ترې ګل راوړم
هلته يو معمار دی څڼې څنډ وهه

کلي کې به ګوره ښه نېشه ګرځې
مات درته اغيار دی څڼې څنډ وهه

ستا ښکلا د هر ښکلي غرور مات کړ
دا د مينې ښار دی څڼې څنډ وهه

زېړ نرګس نيولی د خزان تبې
ګل په زړه بېمار دی څڼې څنډ وهه

عشق ته دې منصور ګوته په غاښ شولو
خوښ دې څومره دار دی څڼې څنډ وهه

پام کړه چې رقيب دې له نظر نکړي
ښکلی دې رخسار دی څڼې څنډ وهه

تېرې اوږدې شپې د ترږميو شوې
اوس رنګين سهار دی څڼې څنډ وهه

راغلل بيا ټانګونه کړه رېموډ عيار
وخت د انفجار دی څڼې څنډ وهه

راشه ( عرفاني ) غزل دروليکم
يار دې انتظار دی څڼې څنډ وهه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.