له بريد مخکې په کندهار کې د جوړې شوې غونډې انځور

د کندهار د برید تر شا د چا لاسونه

عاکف مهاجر

نن په داسې مهال په کندهار ولایت کې برید وشو چې هلته یوه غونډه روانه وه او په ورته وخت کې نن په کابل او هلمند کې هم خونړي بریدونه وشول خو دکندهار د برید او د کابل او هلمند د برید تر منځ توپیر وو.

دا چې د کابل او د هلمند د برید پړه طالبانو په غاړه واخیستله او د کندهار برید کې طالبانو چوپتیا تر اوسه اختیار کړې ده نه یې په غاړه اخلي او نه یې ردوي معلومه ده چې دا برید طالبانو نده کړی خو دا نده معلومه چې د دې برید تر شا د چا لاسونه دي او د چا کار دی.

هیره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې هم د کندهار ولایت د هوایي ډګر په ښځینه کارکوونکو باندې هم برید شوی وو چې هغه وخت یې هم طالبانو پړه په غاړه نه وه اخیستې خو هغه مهال د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق ویلي وو چې دا برید طالبانو نده کړی او زه پوهیږم چې دا برید چا کړی دی زه یې پیژنم چې څوک لاس پکې لري.

کندهار ولایت په دې وروستیو کې د ګڼو داسې بریدونو شاهد دی چې هیڅ معلومات یې نه وي چې د برید تر شا د چا لاس وي او د کندهار ولس دا اندیښنې هم وخت ناوخت څرګندې کړي دي چې د تورو شیشو لرونکي موټر د کندهار په ښار کې خلک په نښه کوي او یا یې ترور کوي،

او دوی دا دعوه کوي چې دغه کسان د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق له لوري تمویلیږی او د هغه کسان دي.

بل داسې راپورونه هم شته چې دغه برید هم د کندهار د امنیه قومندان له لوري د والي په خلاف شوی دی او دغه برید هم جوته وي چې د داسې یو چا لاس پکې ده چې تر دغه ځای پورې له حکومتي کسانو پرته بل څوک نشي کولی چې تر دغه ځایه ځان ورسوي.

په ورته وخت کې یوه بله معما هم را څرګنده شوه هغه دا چې طالبانو له ډیره وخته راهیسې دا دعوه کوله چې له دوی جلاشوې ډله چې ملا مادرسول یې مشر او منان نیازی یې ویاند بلل کیږي د افغانستان او نورو استخباراتي کړیو خلک دي خو نن معلومه شوه چې طالبان په دغه دعوه کې ریښتوني دي.

نن د هلمند په برید کې چې طالبانو د حکومت په امنیتي ارګان باندې کړی وو په دغه برید کې د ملا منان دوی له طرفه د هلمند لپاره نامنهاده والي هم وژل شوی دی معلومه شوه چې دوی هم د استخباراتو په غیږه کې لوبیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.