wintertaliban2

کابل د طالبانو د بریدونو لومړنی هدف – سرمقاله

تیره ورځ یو ځلې بیاطالبانو وکړای شول چې د کابل ښار په تر ټولو خوندي او دیپلوماتیکه ساحه ولسمشریزې ماڼۍ او د جرمني او ایټالیاسفارتونوته په ډیره نیږدي واټن کې پوځي عملیات وکړي ، او په دې سره داسې ښکاري چې د ژمني موسم له رارسیدوسره په هیواد په تیره پلازمینه کابل باندې دطالبانو بریدونه نورهم شدت پیداکوي .

نور کله به به معمولا د ژمي په موسم كې د واورې د زیات اورښت او یخني له امله طالبانو په پوځي عملیاتو کې ښکاره کمی لیدل کیدو،خو سږکال د نوروکلونو برخلاف د ژمي په رارسیدو سره د طالبانو پوځي فعالیتونو زورواخیست او د هیواد په ډیرو سیمو په تیره کابل کې یې بهرنیو ځواکونو او دولتي قواوته مرګوني تاوانونه ورواړول .

د طالبانو د دغو پوځي تحرکاتو اساسي لامل یو دا کیدای شي چې بهرني ځواکونه او د کابل د دفاع وزارت په تیرکال کې د طالبانو دپوځي پرمختګونو په نفی کولو سره له رسنیو سره د خبرو په مهال داسې څرګندونې کوي چې ګواکې دوئ په ټول هیواد مسلط او طالبان نشي کولای د دوئ د تسلط په وړاندې خنډ جوړ کړی .

داچې محلي او غربي رسنۍ هم تر ډیره بریده د بهرنیو او دولتي ځواکونو په پلوي خپرونې کوي نو هغوئ هم په افغانستان کې پوځي وضعیت داسې منعکسوي چې ریښتیاهم بهرنیان مسلط دي.

طالبان چې معمولا د ادعائي او تبلیغاتي شعارونو پرځای عملي اقداماتو ته ترجیح ورکوي غواړي دبهرنیانو او دولتي قواو په مقابل کې خپل پوځي فعالیت په عملي لحاظ ثابت کړي او په کابل ښار چیري چې تربل هرځای بهرنیان زیات پوځي او دیپلوماتیک حضورلري خپل پوځي فعالیتونه متمرکز کړي تر څو ټولوته په عملي لحاظ داثابته کړي چې دوئ په پوځي وضعیت مسلط او چیري چې وغواړي همالته خپل پوځي فعالیت کولای شي . که یواځې د تیر دیسمبر په میاشت کې د ایتلافي او دولتي قواوو په خلاف د طالبانو پوځي عملیاتو ته وکتل شي نو ریښتیاهم چې د جانب مقابل د مطبوعاتي څرګندونو برخلاف په ډیری ولایتونو په تیره کابل کې دهغوئ د عملي اقدام او پوځي پرمختګ ښکارندوینه کوي .

د مثال په توګه طالبانو د دیسمبر د میاشتې په ۱۷ تاریخ په زابل ولایت کې د ایتلافي ځواکونو یوه چورلکه رانسکوره کړه چې له امله يي ټوله شپږکسیزه سورلۍ هم ووژل شوه .

د هغه په تعقیب یې د دیسمبر په ۲۳ نیټه په ننګرهار ولایت کې د بهرنیوځواکونو په ګزمه بریدوکړ او دوه تنه یې ترې ووژل ، همدارازیې د دیسمبر د میاشتې په ۲۶نیټه په کابل کې د امریکاپه سفارت توغندويي برید وکړ ، که څه هم چې دغه برید دامریکایانو لپاره ځاني تلفات نه لرل ، خو مطبوعاتي اهمیت یې ډیر زیات وه .

له هغه وروسته یې د نوموړې میاشتې په ۲۸ نیټه د کابل په څرخي پله سیمه کې د بهرنیانو په کاروان برید وکړ چې له امله یې هغوئ ته دروند ځاني تاوان ورواړاوه .

د نوي کال په لومړۍ ورځ یې هم له وخت نه په استفادې سره د هیواد په جنوب کې په بهرنیو عسکرو برید وکړ او یو پوځي یې تري وواژه .

د طالبانو له دغو پوځي تحرکاتو داسې ښکاري چې هغوئ دخپلو ژمنیو عملیاتو لپاره کابل دخپل لومړني هدف په توګه ټاکلی او غواړې نورهم په همدې نقطه کې خپل ټول پوځي فعالیت متمرکزکړي .

نن ټکی اسیا سرمقاله 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د