رازق: د کندهار په پيښه کې وژل شوي کسان ونومول

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ۲۲، ۱۳۹۵ل): د کندهار امنیه قومندان د یوې خبري غونډي په ترڅ کې هغه کسانو نومونه یاد کړه چې د تیري ورځي په چاودنه کې وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې په چاودنه کې:

۱- د کندهار والي مرستیال عبدالعلي شمسي

۲- د کندهار د بهرنیو چارو رئیس: شاه احمد سعیدي

۳- په امریکا کې افغان دیپلومات: یما قریشي

۴- په ولسي جرګه کې د جوزجان استازی: باز محمد جوزجانی

۵- د فاریاب سناتور: سراج الدین صفري.

او پنځه اماراتي دیپلوماټان وژل شوي دي چې د دوو جسدونه یې د پيژندلو نه دي.

باید وویل شي چې د اماراتو حکومت هغه پنځه دیپلوماټان په لاندي توګه نومولي:

۱- محمد علي زینل البستکي

۲- عبدالله محمد عیسی عبید الکعبي

۳- احمد راشد سالم علي المزروعي

۴- احمد عبدالرحمن احمد کلیب الطنیجی

۵- عبدالحمید سلطان عبدالله ابراهیم الحمادي

او ویلي چې دغه کسان په افغانستان کې د بشري کومکونو په رسولو مکلف وه.

رازق وویل چې په چاودنه کې د کندهار والي په ګډون د اماراتو سفیر، ملي سوداګر هاشم کرزی او حاجي محمد صدیق مهمند هم شامل دي.

هغه ویلي چې د ټپيانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

نوموړي پر پاکستان او حقاني شبکې تور پوري کړی چې دغه برید یې تر سره کړی.

د پيښي د څیړني په موخه د کابل څخه د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشري کندهار ته یو پلاوی رسیدلې چې رازق وايي له مخکې مو لا د ولایت مقام پنځه تنه کارکوونکي ورته نیولي دي.

نوموړي ویلي چې د حقاني شبکې او پاکستان له همدې کاریګرو څخه په ګټه اخیستني د ولایت ودانۍ ته چاودېدونکي توکي رسولي دي.

باید وویل شي چې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي پېغام کې ویلي وه چې طالبان په دغه برید کې لاس نه لري بلکې تېره ورځ طالبانو په کندهار کې هیڅ عملیات نه دي تر سره کړي.

هغه که څه هم د پيښي تر شا د کوم ځانګړي کس نوم وانه خیست خو وې ویل چې د چارواکو خپل منځي اختلاف ددې پيښي سبب شوی.

ویل کیږي چې په کندهار کې د دولتي چارواکو او امنیتي چارواکو تر منځ ددغه ولایت پر عایداتو او نورو سیاسي او دولتي چارو ژور سیاسي اختلافات موجود دي.

یوه تبصره

  1. رازق هلکو څومره فعاله شوی ، چه هم یی وژنی او هم پری اوښکی تویوی او که د وژلو شوو دنومو به یادولو ویاړنه او خبله اتلولی او خوشالی شکاره کوی .
    سره د دی چه دده حریف ( د قندهار والی همایون عزیری پکی نه دی وژل شوی ) مګر د عبرت درس یی ورکړو چه ځان اصلاح کړه که د ګمرکی بیسو کی مداخله وکړی د مرګ په بیه به دی تمامه شی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.