ډونلډ ټرمپ

لویه رسوايي: د روسیه سره د ټرمپ فحش ویډیوګاني شته

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ۲۲، ۱۳۹۵ل): د امریکا تلویزوني شبکې سي ان ان ویلي چې د د برتانیې د استخباراتو یو معتبر کارمند د امریکا ولسمشر باراک اوباما او منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته یو مفصل راپور وړاندي کړي چې په کښي ادعا شوي چې روسیه د ټرمپ جنسي ویډیوګاني ددې لپاره تر لاسه کړي تر څو یې وروسته د فشار د آلې په توګه وکاروي.

په دغه راپور کې ادعا شوې چې د امریکا منتخب ولسمشر «ډونلډ ټرمپ» داسي ویډیوګاني چې هغه د یو شمېر فاحشه ښځو سره په کمره کې یو ځای لیدل کیږي او ټول لوڅ لغړ دی.

د «BuzzFeed» په نامه وېب پاڼي دغه اسناد تر لاسه کړي او ټول یې کټ مټ نشر کړي تر څو امریکايي ولس ددې راپور په اړه پریکړه وکړي.

په راپور کې ویل شوي چې داسي ویډیوګاني ثبت شوي چې په هغه کې ټرمپ د فاحشه ښځو سره په اجتماعي توګه جنسي «شاذي» اړیکي نیسي. (په راپور کې د یادو اړیکو څرنګوالی هم لیکل شوی چې نن ټکی اسیا یې له لیکلو څخه ډډه کوي.)

په راپور کې ادعا شوې چې د روسیې سره د ټرمپ د مالي فساد څخه پرده پرته کوي، تر څو یې وروسته پر هغه د فشار لپاره وکاروي.

ټرمپ د اسناد تر نشر وروسته سمدستي په خپل ټویټر پاڼه کې ویلي چې دا ټول درواغ خبرونه دي.

د «BuzzFeed» وېب پاڼي ویلي چې دوی د ټرمپ د انتقالي ټیم سره اړیکه ونیوله تر څو ددې راپور په اړه د هغوی نظر واخلي خو هغوی له څه ویلو څخه ډډه وکړه، خو د نوموړي مدافع وکېل «مایکل کوهین» دا هر څخه دروغ وبلل.

بلخوا د کرملین ویاند «دیمتري بیسکوف» هم د خبریالانو سره په غونډه کې وویل چې دوی هیڅ داسي معلومات په لاس کې نه لری چې هغه د ټرمپ لپاره د فضحیت وي.

نوموړي وویل چې داسي خبرونه ددې لپاره شایع کیږي تر څو د ټرمپ د ولسمشر کېدو تر مخه د روسیې سره اړیکي ښه خرابي کړي او هغه یې بیا په رغولو ژر ونه توانیږي.

د یادوني وړ ده چې ټرمپ به د رواني میاشتي پر شلمه نېټه په رسمي ډول د امریکا ولسمشر وټاکل شي، نوموړي د امریکا په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندیدي هیلاري کلنټن ته ماتې ورکړې وه.



یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    د نن ټکی اسیا چلوونکو درنو ورونو سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ !
    تاسی د ټرمپ او د هغه د روسی میرمنو یا نجونو سره جنسی او لوڅ تصویرونه تر لاسه کړی ، وایاست چه د دی له خپرولو مو د اخلاقی اړخ له مخی صرفنظر کړی ، زه ورسره موافق نه یم ، دا نشر کړی مګر په هغه ډیر فچیع برخه یی ټیپ ولګوی وویاست چه دغه ټیپ تاسی لګولی .
    دا ډیر ضرور تصویرونه دی ، کله چه د بیل کلینټن د بی حیایی جنسی اړیکی په ډاګه شوی نزدی وو چه هغه امپیچ یعنی له دندی لیری کړی ، امریکا کی ښه خلک هم شته او د ترمپ وارو خلکو له امله به د دموکرات او جمهوریت ګوندو چه امریکا هر اړخیز قدرت یی لاس کی دی دننه په هیواد او بارنۍ نړی کی به یی انسانی او اخلاقی پرستژ راښکته او حتی د مظلومو اولسو سره به یی فاصلی زیاتی او د خلکو د کرکو او دشمنیو سبب به شی ، او په اسلامی نړی کی چه د دوی کوم پلویان دی او د دموکراسی او تمدن د پاره یی خنچری غوڅی شوی او د هماغه بی شمیره تلویزونو او ویدوګانو د لیاری ټول کټ مټ د همدغه ټر مپ او یا کلینتن او د اروبا او امریکا د نورو سکورلریستانو په شان او یا تر هغو هم زیات ترسره کوی هغوی به هم اولسونو ته معلوم شی چه دوی څه کاره او د کوم شیطانی او دجالی نظام تعقیبوونکی او پلویان دی ، لنډمهاله کی هم ممکن ده مګر په اوږد مهاله کی خو به ډیری زیاتی ګټی ولری او دابه خلکو ته په ډاګه شی چه د دموکراسی تمدن او ازادی د اسلامی خو څه چه د انسانی اخلاقی معیارو الیشول دی یعنی ښه اخلاق به بد او بد اخلاق به د ښو اخلاقو ځای نیسی مجرمین به قاضیان او قاضیان به مجرمین ګڼل کیږی صرف د یوی نیکټایی په تړلو او میکپ کولو .
    دا مسابقه روانه ده دوی نه یواځی په برچو ، مرمیو ، بمباریو ، شکنجو ، وژنی ، بی عفتیو ، شړلو او رټلو خلک له الهی سپیڅلی دین او نظام ، بلیت او دجالی دیموکراتیک سکورلریستی الحادی نظام ته اړوی بلکه به فحشاتو ، عیاشیو ، نشه توکو ، شرابو ، وحشت ، دروغو ، غلا ، درغلیو ،ګډوډیو ، فساد او بی امنیو یی هم لکه د ځنګل ټولنه او د ځنګل قانون تری جوړوی .
    که تاسی په خوله ډیر څه ولیکی تصویر یا ویدیو نه وی خلک باور نه کوی حتی لولی یی هم نه ، وایی تصویر خبری کوی خلک د تصویرو یا ویدیو په لیدلو ستاسی په لیکنو هم باور کوی او بیا د خلکو زړونو ته لویږی چه لویدیز کی انسانان که لیوان هستوګنه لری او زمونږ هیوادو ته د څه د باره راځغلی ، زمونږ ځوانان د هغوی هیوادو ته ولی به ځغاسته دی هلته څه دی او هلته زمونږ روزل شوی چه خپلو هیوادو ته راځی تر اصلی کاپی ډیره اغیزمنده او موثریت لری یعنی تر اصلی اشغالګرو کرزی ، ع او غ ډیر مضر او اخلاقی معیارونه سرچپه کوی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.