khabarialan

دوه خبریالان – لنډه کیسه

(یادونه : دایوه دودیزه لنډه کیسه /خیالي افسانه ده )

له صدیق الله سره به مې همیشه په دې بحث وو ، چې وه وروره که دا څو روپۍ معاش په ځان نه حراموې ، نو ډیر محتاط اوسه او له خولې سره دې پام کوه ، هسې نه کومه ورخ دې داسې خبره له خولې وتلي وي ، چې د وظیفې دبایللو سبب دي شي .
خو صدیق الله به مخ راواړاوو ، او په خپله ځانګړې لهجه به یې ځواب راکړ : ملګریه ! ماچې څرنګه خلک صدیق بولي همداسې صادق یم ، تراوسه مې دروغ نه دي ویلي ، بله داچې په کومه ورځ چې دژورنالیزم له پوهنځي فارغیدلو او بیا په کابل کې د ژورنالیستیکي زده کړو له ورکشاف څخه مو بری لیک ترلاسه کاوو ، دا تعهد مو ورکړی ، چې رښتیني خبریالي به کوو او هیڅکله به دروغ نه وایو ، دابه ډیره دشرم خبره وي چې نوم مې صدیق وي او زه یم دروغجن !

ما ورته وویل : ته به سینګل صدیق یې ، دداخله وزارت ویاند ( صدیق صدیقي ) چې ډبل صدیق دی ، څرنګه به خرپ دروغ وایي .

په دې خبره دواړو وخندل او ورپسې ما اصلي خبره پیل کړه .

صدیق جانه ! داد خردجال زمانه ده ، منافقت بیخي زیات شوی دی ، د اکثرو خلګو په خوله یوه او په زړه بله وي ، دغه چې موږ ته یې دژورنالیزم په ورکشاپ کې د رښتیا ویلو اهمیت بیاناوو ، او بیا بیا یي راته ویل ، چې خبریال باید یوازې د پیښو رښتینی راوي واوسي ، له دروغو ځان وساتي او رښتیا ووایي ، دوی یو هم په رښتیا ویلو عقیده نلري او نه دعمل په میدان کې رښتیا وایي ، دوی ظاهرا په خوله باندې موږ ته رښتیا ویل تلقینوي ، خو په عمل کې رانه یوازې داسې خبرونه او راپورونه غواړي ، چې ددوی درنه او دمخالفینو سپکه په کې بیان شوي وي ، نور دې ته ډېر اهمیت نه ورکوي چې رښتیا څه دي او دروغ کوم .

زما یوازې ستا په دنده او معاش کې چورت بند دی چې ستا د کورنۍ ګوزاره ورباندې روانه ده ، نور یې په دې غم کې نه یم ، چې رښتیا دچا په ګټه دي او دروغ دچاپه ګټه ، که غواړې خپله دنده وساتې ، باید د دخپلې مربوطې رسنۍ په سیاسي تړاو، تبلیغاتي پالیسي او غوښتنو باندې لومړی ځان پوه کړي ، مزاج یې معلوم کړي او بیا ددوی په مزاج برابر راپورونه ورولیږې .

صدیق الله زما خبرو چورتمن کړ ، خو په پای کې یې دانکار په دود سر وښوراوو ، او ویې ویل یاره زه د دروغو خبریالي نه کوم ، ما چې دا مسلک غوره کړی دی ، غواړم مسلکي او رښتینی خدمت په کې وکړم ، په دروغو هیڅوک هم هدف ته نه دي رسیدلي ، په نړۍ کې مشهور او منلي ژورنالیستان هغه دي چې بیباکه او رښتیني خبریالي یي کړې وي ، او هیڅ سیاسي قیود او ملحوظات یې په پام کې نه وي نیولي .

ماورغبرګه کړه : ستا خبره سمه ده ، رښتیا ویل په دنیا او اخرت کې دکامیابۍ لاره ده ، مګر موږ اوس د دروغجنو په ډنډ کې غوپه شوي یو ، دلته دیموکراسي هم د دروغو ده ، دبیان ازادي ، مساوات ، بشري حقوق او بې پلوه مطبوعات هرڅه دروغ دي ، که ته رښتیاویلو ته ډیر وفادار یې نو باید له دې میدانه یو مخ ووزي او له دې وارداتي مطبوعاتو او تزویري ژورنالیزم سره یو مخ بایکاټ وکړي ، اما که ته په دې میدان کې اوسي ، او بیا دورځې نرخ هم په رسمیت نه پیژنې ، او ددروغو په بازار کې رښتیا خرڅوې ، دا داسې مثال لري ، لکه څوک چې په اتڼ کې وفاتنامه غږوي .

صدیق الله زما د اطاق ملګری وو ، دواړو آن دپوهنتون له وختو سره پیژندل ، او بیا له فراغت وروسته مو په کابل کې دژورنالیزم په یوه لنډ مهالي ورکشاف کې ملګرتیا سره کړې وه ، صدیق الله خورا ښه استعداد درلود ، له پوهنتون څخه یې دلیسانس سند په خورا لوړو نومرو ترلاسه کړ ، له هغه وروسته یې څه موده په کابل کې په یوه سیمیزه راډیو کې وظیفه اجراء کړه ، وروسته کله چې دژورنالیزم لنډمهالي کورس ته داخل شو ، دکورس دخارجي او افغاني استادانو لخوا یې لیاقت او استعداد ډیر ژر وپیژندل شو ، نوځکه ورته په یوه مشهوره غربي رسنۍ کې په لوړه تنخا دنده وموندل شوه ،او په لوګر ولایت کې یې دسیمیز خبریال په حیث دنده پیل کړه ، دغه مهال ما هم په یوه غربي راډیویي رسنۍ کې دنده موندلې وه او له لوګر څخه مې ورته خبرونه او راپورونه تهیه کول ، زه او صدیق الله چې کورونه مو په لوګر کې نه وو ، د مسافرۍ دژوند لپاره مو په پل عالم کې یوه کوټه کرایه کړه ، او دوه په دوه مو په کې ژوند پیل کړ ، صدیق الله چې الله تعالی ورته په ښه استعداد سربیره خورا ښایسته اخلاق هم ورکړي وو ، زما ورسره دورور غوندې ملګرتیا وه ، مګر داچې نوموړي د راپور جوړولو په مهال هیڅ دخپلې متبوعې رسنۍ غوښتنې او دپالیسۍ ملحوظات په پام کې نه نیول ، زه په دې ویریدم چې کیدای شي خپله دنده له لاسه ورکړي ، نوځکه مې ورسره همیشه په دې مسئله جاروجنجال وو .

د ۲۰۱۳ م کال دمارچ ۲۶مه د سه شنبې سهار وو ، صدیق الله په حمام کې په اودس تازه کولو بوخت وو او زه په خپله بستره پروت وم ، چې دکټ سر ته دصدیق الله مبایل وشرنګېد ، زه له ځایه پاڅیدم او مبایل مې هوکې کړ ، یوه سړي وارخطا سلام واچاوو . . .

ــ خبریال چیرته دی ؟

ـــ زه یې ملګری یم ، څه دې ویل ، ولې داسې وارخطا یې ؟

ـــ زه ګل احمد له برکي غږیږم ، خبریال صدیق الله ته ووایه ، چې په سجاوند کې امریکایانو سخت ظلم کړی دی ، په کورونو یې چاپې اچولې او ډیر خلک یې شهیدان کړي دي .

ـــ په سجاوند کې ؟ داپیښه څه وخت شوې ده ؟

ـــ همدا تېر بیګا شوې ، ماته له منطقې نه یوه نفر زنګ وواهه ، چې په خپلو سترګو یې شهیدان لیدلي وو.

په همدې کې صدیق الله له حمامه راووت او مبایل یې زما له لاسه واخیست ، صدیق الله اوږده شیبه له ګل احمد سره وغږیده چې ویل یې د برکي برک ولسوالۍ دسجاوند په کلي کې امریکایانو سخت قتل عام کړی دی ، دبرکي اوسیدونکی ګل احمد دصدیق الله نږدې شناخته وو چې ده به (باوري سرچینه) باله ، او دبرکي او شاوخو سیمو په اړه به یې ترې معلومات اخیستل ، ګل احمد له طالبانو سره هم شناخت درلود ، له همدې واسطې نه په استفاده صدیق الله وتوانید ، چې په دې ورځ دسجاوند سیمې ته دتللو طریقه برابره کړي ، ګل احمد ویل یو څه وخت صبر وکړئ چې امریکایان له سیمې ووزي بیا که راځئ نو مشکل به نه وي ، تنکۍ غرمه وه چې له پل عالم څخه دسجاوند په خوا روان شوو، ترڅوددې پیښې مستند راپورونه تهیه کړو ، په لاره لاره کې سره له دې چې په پیښه مو خوابده وه او مخونه مو غمجن نیولي وو خو په زړه کې مو ګوړې ماتولې چې نن به خپل ژورنالیزم ازمویو ، او ښه خوندور ، مستند راپورونه به برابروو .

سجاوند ته په رسیدو راته معلومه شوه ، چې دسیمې خلګ زموږ له راتلو خبر شوي وو نوځکه یې دمړو تدفین ځنډولی وو ، کلي ته په رسیدو راته معلومه شوه ، چې په منطقه خورا بوږنوونکی قیامت تیر شوی دی ، لومړی دهدیرې په خوا لاړو چې خلکو تر شلو ډیرې جنازې کتار ایښې وې او دوی دقبرونو په ایستلو بوخت وو ، جنازې مو له نږدې ولیدلې ، چې زیاتره دښځو ، ماشومانو او سپین ږیرو وې ، کلیوالو دیوه یوه شهید مخ راته لوڅ کړ ، او ویل یې راشئ وګورئ ، چې طالبان نه دي ، بلکې عام ملکي خلک وژل شوي شوي دي ، دځینو شهیدانو عکسونه مو واخیستل ، او بیا له هدیرې څخه دکورونو په خوا روان شوو ، د ګڼو کورونو دروازې به بمونه الوتې وې ، دیوه کور په انګړ کې یو مردار سپی پروت وو چې خلکو ویل امریکایانو په مرمۍ ویشتلی دی ، د کورونو کوټې دکتلو وړ نه وې ، په کومو کوټو کې چې خلک ویشتل شوي ، وینې په کې ډنډ ولاړې وې ، بسترې په وینو لتې پتې آخو دیخوا پرتې وې ، ورونه ، کړکۍ او صندوقونه ټول دړې وړې پراته وو ، صدیق الله چې په سترګو کې یې اوښکې ډنډ وې ، د ټولو شیانو فملبرداري یې وکړه او عکسونه یې واخیستل ، ماهم خال خال عکسونه واخیستل .

په پای کې چې له سجاوند څخه راونیدو د کلي له سپین ږیرو او څو تنو ځوانانو سره مو غږیزي مرکې وکړې ، ټولو په یوه خوله وویل ، چې امریکایانو سخت ظلم کړی دی ، او عام خلک یې په شهادت رسولي دي ، چې ترنیمایي زیات یې ښځې او ماشومان دي .
ولاړ مازدیګر بیرته پل عالم ته راورسیدو ، او دراپورونو په تهیه کولو مو پيل وکړ ، صدیق الله په اطاق کې خپل کمپیوتر ته کیناست او دسجاوند دعامو خلکو له خبرو څخه یې دراپور په جوړولو شروع وکړه ، نوموړي خپل راپور ته عنوان ټاکلی وو ( امریکایي ځواکونو دلوګر په سجاوند کې تر شلو ډیر ولسي وګړي په ډزو وژلي ) ورپسې یې خپل دسترګو لیدلی حال ټکي په ټکي بیان کړی وو او دسجاوند دخلکو په خبرو یې استناد کړی وو ، دراپور په پای کې یې ویلي وو ( که څه هم دامریکایي ځواکونو ویاند په سجاوند کې دملکي کسانو وژل کیدل په ټینګه رد کړل ، او ویې ویل چې په سجاوند کې ټول طالبان وژل شوي ، خو ما په خپلو سترګو ولیدل چې په وژل شویو کې یو هم طالب نه وو ، بلکې ټول ملکي بې وسلې کسان وو چې په کورونو کې دننه دخوب په مهال ویشتل شوي وو )

صدیق الله په خپل راپورتاژ باندې بوخت وو ، چې زه له اطاق څخه ووتلم او مخامخ دلوګر ولایت مقام ته ورغلم ، دلوګر ولایت په مقام کې مې دیادې پيښې په اړه له والي سره مرکه وکړه ، ورپسې مې د ګډو ځواکونو دهمغږۍ دمرکز ویاند راوغږاوو ، او ورپسې مې په یوه منډه دامریکایانو د خدر قرارګاه ته ځان ورساوو او دامریکایانو له ځایي پوځي مشر سره مې تفصیلي مرکه وکړه ، دوی ټولو په خپلو خبرو کې په سجاوند کې دملکي خلکو وژل کیدل په ټینګه رد کړل ، او دایي دمخالفینو تبلیغات وبلل ، دوی وویل چې په سجاوند کې ۱۲ تنه وسلوال مخالفین په بیګانیو عملیاتو کې وژل شوي چې ۳ تنه په کې مشهور قومندانان دي ، دچارواکو د غږونو له راټولولو وروسته خپل اطاق ته راغلم او دراپور په تیارو مې پیل وکړ .

ما خپل راپور ته داسې عنوان وټاکه (د لوګر په سجاوند کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲ تنه طالبان ووژل شول )

څرنګه چې ما ته ددا ډول پیښو په اړه دغربي رسنیو نشراتي مزاج معلوم وو ، نو ځکه مې راپور داسې تیار کړ ، چې دامریکایانو جنایت پټ کړي او دا دمخالفینوادعاوې او دروغجن تبلیغات وښيي ، په راپور کې مې یو په بل پسې دوالي ، دهمغږۍ د دفتر دمشر او دامریکایي جنرال څرګندونې راوړې چې ټولو په سجاوند کې دطالبانو دوژل کیدو خبرو کوله ، ددې لپاره چې دا خبره په ښه توګه لوستونکو ته تلقین شي او دباور وړ وګرځي ، د راپور دجوړولو په مهال مې دلوګر دوالي ویاند ته زنګ وواهه او ورته ومې ویل چې کوم پولیس یا بل باوري کس که درسره نږدي وي له ماسره یې په مبایل وغږوه ، ځان دې دسجاوند اوسیدونکی معرفي کړي ، او ودې وایي چې دلته ټول طالبان وژل شوي او ملکي خلکو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی .

همداسې مې وکړل ، او دسجاوند ددې جعلي اوسیدونکي خبرې مې دنقل اقوالو په پای کې ځای کړې ، په پای کې مې وویل ( دالومړی ځل نه دی چې طالبان خپل وژل کسان ملکي خلک بولي ، تردې وړاندې هم مخالفینو بیا بیا هڅه کړي ، چې دایساف په ځواکونو دا ډول بې بنسټه تورونه ولګوي )

راپور مې له ایډیټ وروسته رسنۍ ته ورولیږه ، چې ما ښام دخبري خپرونې په سر کې نشر شو ،خو دصدیق الله دراپور درک ورک وو ، ماسختن مو چې دخوب لپاره ځایونه برابرول ، په صدیق الله پورې مې خندل ، چې راپور دې لکه چې بیا دباطله دانۍ خوراک شو ، ځکه تراوسه چې نشر نه شو ، له دې وروسته چې پیښه سړه شي کله به هم نشر نه شي .

له دې پيښې څلور ورځې تیرې شوې وې ، چې مااو صدیق الله دواړو ته دخپلو رسنیو لخوادعوت راکړل شو، چې په کابل کې یې مرکزي دفترونو ته ورشو ، تر کابله په موټر کې سره ملګري وو ، خو ښار ته په رسیدو صدیق الله دخپل اړوند دفتر په خوا لاړ او زه دخپلې رسنۍ مرکزي دفتر ته روان شوم ، دفتر په رسیدو مې خبریالان ملګري ولیدل ، چې په خوښۍ راسره روغبړ کوي او مبارک مبارک چیغې راباندې وهي .

سخت حیران شوم ، چې اخر څه کیسه ده ، چې زه خبر نه یم او خلک راته مبارکي راکوي ، د دفتر یوه مشر ملګري تر روغبړ وروسته راته وویل چې دتیرې سه شنبې راپور دې ، دغوره راپور جائزه ګټلې ده ، او نن په همدې مناسبت دغه غونډه دائره شوې ده .

ددفتر په انګړ کې څوکي ایښودل شوي وې ، او څو شیبې وروسته غونډه پیل شوه ، زما لپاره دسټیج په سر ځانګړې څوکۍ ایښودل شوي وه ، چې دواړو خواوو ته مې د راډیو دمشرتابه بهرني چارواکي او لوړپوړي میلمانه ناست وو ، دغونډې لومړی وینا کوونکی زموږ دمرکزي دفتر افغان مشر وو ، چې ماته یې مبارکي راکړه ، او ویي ویل چې موږ ویاړو ، چې په خپل خبري ټیم کې داسې وړ کسان لرو ، چې راپورونه یې په نړیوالو معیارونو برابر خیږي ، او آن د جائزې مستحق ګرځي ، ده وویل زموږ نور خبریالان باید دغه غوره راپور چې جائزه ورکول کیږي په دقت واوري ، دهغه محتوا ، پيښه ، سیاق او سباق او تخنیکي جوړښت ټول په دقت سره وګوري او دخپلو راپورونو لپاره یې سرمشق وګرځوي ، ترڅو دوی هم دداسې جائزو مستحق وګرځي .

د دفتر دمشر له وینا وروسته درسنۍ یوه بهرني مشر په انګریزي خبرې وکړې ، ده وویل دې راپور ته ځکه جائزه ورکړل شوه ، چې زموږ په مطبوعاتي معیارونو برابر وو ، په دې راپور کې خبریال په ډیر مهارت سره دپيښې حقیقت ځان ته معلوم کړی دی ، تردې چې دپیښې دحقیقت په اړه یې دیوه په ځای څلور کسان غږولي دي ، دراپور عنوان یې ډیر جالب دی او په ښه توګه پای ته رسیدلی دی .

دغونډې نورو ویناوالو هم زما راپور خورا وستایه او په پای کې یې ددرنو چکچکو په بدرګه ګټلې جائزه راوسپارله ، ددفتر مشر په پای کې اعلان کړه ، چې ښاغلی دجائزې ګټونکی خبریال چې پخوا په لوګر کې زموږ سیمه ایز خبریال وو ، داچې نوموړي خپل مسلکیتوب ثابت کړی دی ، له دې وروسته به په کابل کې زموږ په مرکزي دفتر کې دنده اجراء کوي ، او معاش به یې هم لوړیږي .

غونډه پای ته ورسیده ، او زه له خوښۍ او ویاړه په جامو کې نه ځایيدم ، دغونډې له پای ته رسیدلو وروسته مې دستي خپل مبایل له جېبه را ویوست ، ترڅو صدیق الله ته ټیلفون وکړم او له دې خوشالۍ یې خبر کړم ، دصدیق الله نمبر مې وواهه ، خو ځواب راغی ( دغه شماره چې تاسو ډایله کړې ، داو س لپاره له ساحې خارج او یا ګُل دی ، لطفا وروسته تماس ونیسئ ) دتیلفون په دې ځواب مې خوا بده شوه او تیلفون مې جیب ته واچاوو .

له هغه وروسته مې بیا بیا هڅه کوله، چې له صدیق الله سره اړیکه ونیسم خو ټیلفون یې ځواب نه وایه ، دنوموړي په اړه مې خورا ډیرې پوښتنې وکړې ، دفتر ته یې ورغلم ، له ملګرو او قریبانو مې یې پوښتنه وکړه ، خو هیچا یې هم په اړه معلومات نه درلودل ، مابه یې چې له چا پوښتنه وکړه ، هغوی به رانه وپوښتل که یې تاته معلومات وي ، موږ ترې خبر کړه ، دصدیق الله نادرکه کیدلو مې سخت طبیعت خراب کړ او که رښتیا ووایم دجائزې دګټلو په خوښي هیڅ پوه نه شوم ، له هماغې ورځې چې له لوګر څخه په موټر کې سره راغلو شپږ میاشتې تېرې شوې ، خو دصدیق الله هیڅ درک ونه لګېد .

یوه ورځ ددفتر مشر راته وویل چې نن دولسمشر په فرمان دبګرام له زندان څخه څو تنه بندیان ازادیږي ، دبندیانو ددوسیو دڅیړلو کمیسیون په دې اړه یوه خبري ناسته برابره کړې ده ، چې باید ځان ورورسو ې او راپور ترې تیار کړې ، دخبري غونډې وخت او ځای مې یاداشت کړل ، کیمره ، ریکارډر او بغل جوله مې را واخیستل او دخبري کانفرانس تالار ته مې ځان ورساوو ، په کانفرانس کې دبندیانو د دوسیو دڅیړلو دکمیسیون مشر ویل چې دوی تراوسه د ډيرو بندیانو دوسیې څیړلي دي او یوشمیر هغه بندیان چې امریکایانو نیولي وو ، دوی ازاد کړي هم دي ، ده وویل دغونډې په پای کې تاسو کولای شئ ، له څو تنو تازه ازاد شویو بندیانو سره وګورئ ، دهغو عکسونه واخلئ ، خو که کومه پوښتنه لرئ هغه له موږ نه وکړئ .

د غوندې په پای کې شل پنځه ویشت تنه بندیان دکانفرانس تالار ته راوستل شول ، چې سپینې جامې یې به تن وې او دمخ پوستکي یې سپین ځلیدل ، خبریالانو کیمرې ورته برابرې کړې اود عکسونو پړک پړوک پيل شو، ما هم خپل کیمره را وایسته ، خو دعکس اخیستلو په مهال چې بندیانو ته متوجه شوم ، دیوه تن څيره راته شناخته ښکاره شوه ، ښه مې ورته وکتل ، ناڅاپه مې له خولې غږ ووت ، صدیق الله (؟) . . دادې چیرې وینم ؟ کیمره مې ایسته کړه او په صدیق الله مې غږ وکړ ، مخ یې راواړاوو او ویې پیژندلم ، په شونډو کې وموسید او اشاره یې وکړه چې وروسته به سره وینو .

تر خبري کانفرانس وروسته مو سره پیدا کړل ، ټینګې غیږې مو سره ورکړې ، او په مخ او تندیو مو سره ښکل کړل ، دواړه له غرېوه ډک وو او خبرو ته مو ډیر زړه نه کېده ، خو زما دده سرګذشت ته سودا شوه نو ځکه مې ترې وپوښتل ، صدیق الله خپله کیسه داسې راته تېره کړه .

په هغه ورځ چې له لوګر څخه خپل مرکزي دفتر ته راغلم ، ددفتر دمشرتابه ټول بهرني او افغاني منسوبین رایوځای شوي وو او زه یې هم خپل مجلس ته وروغوښتم ، ددوی چلند خورا سوړ وو ، او په نفرت یې راته کتل ، ددفتر افغاني مشر راته وویل ، چې د سجاوند دپیښې په اړه ستا دسه شنبې دورځې راپور جنجال جوړ کړی دی ، په همدې خاطر مو راغوښتی یې ، وروسته چې مجلس شروع شو ، ددفتر یوه بهرني غړي وویل چې موږ پریکړه کړې ، چې ته نور له دندې لرې شوی یې ، دهمدې پریکړې د اوریدلو لپاره مو راوغوښتلې .

ما ورته وویل ولې څه کیسه ده ، ما کوم جرم کړی ، چې منفک کیږم

بهرني کارکوونکي وویل : تاپه خپل راپور کې دایساف ځواکونه دملکي خلکو په وژلو تورن کړي دي .

ـــ هو ما دتیرې سه شنبې دورځې په راپور کې ویلي چې دلوګر په سجاوند کې بهرنیو عسکرو افغان ملکیان وژلي ، ما په چا تور نه دی لګولی ، بلکې لومړی مې حقیقت ځان ته معلوم کړی ، او بیا مې په راپور کې قضاوت کړی دی .

ـــ مګر تاته دایساف خبرپاڼه نه وه رسیدلې چې په سجاوند کې دملکي خلکو وژل کیدل یې زد کړي وو ؟

ـــ راته رسیدلې وه ، خو ما په خپلو سترګو ولیدل چې ملکي خلک وژل شوي وو ، په دې اړه له ماسره مستند شواهد شته ، ما دوژل شویو ملکي خلکو انځورونه او فلم اخیستی ، که تاسو وغواړئ زه کولای شم ، درته رایې وړم .

ـــ ته او ستا شواهد . . دا کوم مطبوعاتي اعتبار نلري ، دایساف دځواکونو د ویاندویي دفتر په دې هیواد کې یو مهمه اود اعتبار وړ خبري منبع بلل کیږي ، تا باید دهغوی په خبره استناد کړی وای .

ـــ که زما سترګې او حواس ماته یو څه وایي ، خو دایساف ویاند دهغه په خلاف خبرپاڼه راولیږي ، نو زه به دخپلو حواسو منم که د آیساف غایبانه خبره به رښتیا بولم ؟

ــ هههه ، فکرکوم ته د حماقت ترحده ریالیست یې . . .

ـــ ولې تاسو موږ ته د ژورنالیستیکي زده کړو په ورکشاف کې نه وو ویلي ، چې ژورنالیزم دپیښو حقیقي روایت ته ویل کیږي .

ـــ یو تیوریک مسائل دي او یو عملي ډګر دی ، دا دوه ډیر فرق لري ، شاید تاسو ته دکوم لیکچر په مهال دا خبره شوې وې .
ـ

ــ نو مطلب داچې تاسو منافقان یاست ، په خوله یو څه وایئ مګر په عمل کې بل څه کوئ .

ـــ له خولې سره دې پام کوه ، کنه سزا به دې درنه شي .

ـــ تاسو ولې بده وړئ ، منافق خو همدې ته وایي ، چې په ظاهره یوډول ډنډوره غږوي ، خو په واقعیت کې دهغه اپوټه وي ، دکابل ښار ټول ستاسو درسنیو په تشهیري پوسترونو ډک دی ، چې ځانونه مو په کې رښتیني ، بې طرفه ، ناپېیلي او خپلواک بللي دي ،

مګر په عمل کې غواړئ لمر په دوو ګوتو پټ کړئ ، زه به ضرور ستاسو له منافقت څخه پرده پورته کوم ، او له دې دفتره په وتلو به خپل ملګري ژورنالیستان راغواړم ، ولس ته به دعوت ورکوم ، خپل ټول شواهد به ورته وړاندې کوم او ستاسو دمنافقت کیسه به هم ټکي په ټکي ورته کوم ، ترڅو خلک پوه شي چې دغه دازاد ژورنالیزم مبلغان ترکومه حده دوه مخي او دمطبوعاتو دازادۍ دښمنان دي .

په دې خبرو سره د ددفتر دبهرني مشر مخ تک تور شو ، بې له دې چې څه ووایي له ځایه پورته شواو له دفتره ووت ،څه شیبه وروسته چې زه ددفتر له افغاني کارکوونکو سره په مجلس وم ، څو تنه بهرني عسکر کوټې ته راننوتل ، زما لاسونه او سترګې یې راوتړل ، او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړم ، له هغه ځایه یې بګرام ته یووړم ، چې تراوسه پورې همالته بندي وم او نن راخلاص شوم .

ما چې دصدیق الله کیسه اورېده ، شیبه په شیبه له شرمه خولې کیدلم ، ځکه هغه راپور چې صدیق الله ورباندې بګرام ته تللی وو ، ما ورباندې جائزه او نور ډیر امتیازات ترلاسه کړي وو ، نوځکه مې په همدې اړوند دخوښۍ هغه زیرۍ چې دا شپږ میاشتې مې په زړه کې ساتلی وو همداسې له ځان سره وساته او تراوسه پورې چې کله هم صدیق الله له لوګر څخه کابل ته د تبدیلۍ علت رانه وپوښتي ، زه ځان ناګاره واچوم او خبره په بله واړوم .

پای
۱۴۳۵/۳/۴ هـ ق

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د