کور پاڼه / ټکنالوژي / په واټس اپ کې د متحرکو انځورونو لیږل ممکن شوه

په واټس اپ کې د متحرکو انځورونو لیږل ممکن شوه

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ۲۲، ۱۳۹۵ل): د اړیکو نیولو لپاره د واټس اپ مشهور اپلیکیشن په دې وروستیو کې د یوه تازه اپډیټ په واسطه ممکنه کړې تر څو اړیکه نیوونکي وکولای شي یو بل ته متحرک انځورونه ولیږي.

دغه انځورونه د «Giphy» په نامه ویب پاڼي څخه د واټس اپ په مسینجر کې دننه را خلاصیږي او لیږل کیږي.

د لیږلو لپاره په کېبورډ کې پر وړوکي خندېدونکي انځور کلیک وکړئ، بیا لاندي د «GIF» تور کښېکاږئ، کولای سئ چې د خپل خوښي د متحرک انځور لپاره په سلګونو زره انځورونو کې پلټنه وکړئ او خپل انتخاب مقابل لوري ته ولیږئ.

همداسي د واټس اپ مسینجر کې اوس هغه ویډیوګاني او فایلونه هم لېږل کیدای شي چې حجم یې تر ۳۰ ایم بي پوري رسیږي.

که ستاسو په واټس اپ کې تر اوسه دغه امکانات نه وي، نو خپل واټس اپ «اپډیټ» کړئ او یا یې له سره د سټور څخه کښته کړئ.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*