بېړنی خبر: د امریکايي پوهنتون د برمته شویو دوه بهرنیو استادانو ویډیو خپریږي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ۲۲، ۱۳۹۵ل): په کابل کې د امریکايي پوهنتون هغه دوه تنه بهرني استادان چې تېر کال تښتول شوې وه، په اړه یې نن ټکی اسیا ته خبر رسېدلی چې ویډیو به یې ډېر ژر نشر ته وسپارل شي.

دغه ویډیو چې نن ټکی اسیا ته هم یوازي د کتلو لپاره ښودل شوې، په کښي دوه بهرنيان ښکاري چې ځان د کیون کینګ ( Kevin King) په نامه امریکايي او د ټموثي ویکس (Timothy Weeks) په نامه اسټرالیايي معرفي کوي او د خبرو پر مهال ژاړي.

په ویډیو کې دواړه برمته شوي بهرنیان په صحت روغ ښکاري او وايي چې د طالبانو په زندان کې دي.

ویډیو د کال ۲۰۱۷ جنوري میاشتي پر اولې نېټې اخېستل شوې ده.

دغه استادان تېر کال ۲۰۱۶ په اګست میاشت کې پر اومه نېټه برمته شوي وه.

د کیون کینګ ( Kevin King) په نامه امریکايي او د ټموثي ویکس (Timothy Weeks) د برمته کېدو وروسته هیڅ معلومات نه وه خپاره شوي، دا لومړی ویډیو ده چې د طالبانو د فرهنګي کمیسون یوه خبریال د نن ټکی اسیا همکار ته ښکاره کړه او وې ویل چې چارواکي يې د یوې خبرپاڼي په ترتېیبولو بوخت دي، تر هغو اجازه نه لري چې له رسنیو سره یې شریک کړي.

ددې خبر نور جزئیات به د ویډیو د خپرېدو وروسته نشر شي. له نن ټکی اسیا سره اوسئ.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.