طالبانو د امریکايي پوهنتون د برمته شویو استادانو ویډیو خپره کړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ۲۲، ۱۳۹۵ل): د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې د هغه دوه بهرنیو استادانو د برمته کېدو مسؤولیت په غاړه اخیستی چې تېر کال په کابل کې په مرموز ډول تښتول شوي وه.

د طالبانو له لوري په تازه خپره شوې ویډیو کې امریکايي او اسټرالیايي استادان ښکاري چې د خبرو پر مهال ژاړي او د خپلو کورنیو څخه غواړي چې پر حکومت باندي فشار وارد کړي تر څو ددوی د خوشي کېدو لپاره لاس په کار شي.

په خبرپاڼه کې غوښتنه شوې چې ددغه بندیانو د خلاصون لپاره دي له زوره کار نه اخیستل کیږي کنه ژوند ته به یې خطر متوجي شي.

په خبرپاڼه کې ذبیح الله مجاهد ویلي چې دواړه بندیان د طالبانو له لوري په کابل کې د تېر کال ۲۰۱۶ اګست میاشتي پر اومه نېټه له کابل څخه ونیول شول او بیا «مصئون» ځای ته انتقال شول.

خبرپاڼه کې ویل شوي: «اسلامي امارت غواړي د دغو نیول شوو اشغالګرو ويډيو ګانې د دوی متبوع هیوادنوته ورسیږي ترڅویې ولسونه په دي پوه شي چی حکومتونه یی دخپلو اتباعو دخلاصون په برخه کی دمجاهدینو اسانه او پرځای غوښتنی نه مني»

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هیوادونه «زموږ دمظلومو بندیانو دخلاصون په اړه اقدام نه کوی او کوښښ کوی چی دزور له لاری هدف ته ورسیږي».
په ویډیو او یا خبرپاڼه کې نوري مشخصي غوښتني نه دي ذکر شوي، خو ویل شوي چې د زور استعمال به د بندیانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه نن ټکی اسیا ته یاده ویډیو ښکاره شوې وه او غوښتنه شوې وه چې ویډیو به لومړی د طالبانو له رسمي ادرسه خپریږي، بیا به د رسنیو په واک کې ورکول کیږي.

ویډیو همدلته کتلای شئ:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.