ټولنیزه برخه

اختلاف مه زېږوه!!

 محمد يعقوب (نائل)
اې هغه څوکه چې غواړې خپل ملت دوه ټوټې کړې دا ستا هيڅ یو سپېڅلۍ هدف نه دی، ته باید خپل فکر ته نوښت ورکړې او د زوړ فکر نه په شا شې!

که موږ او تاسو په رښتیني ډول وګورو، نو دا به څرګنده شي چې د اختلاف سور اور ته لمن وهونکي به زیاتره هغه خلک وي چې د تېر تاریخ سپینه پاڼه یې داغي کړې وي او یا به د خپل تاریخ نه ناخبره او ویده پاتې وي، ددې لپاره چې دغه خلک د خپل ورور له وینو لاسونه ووینځي ، اوس باید ددغه ورور د یتیم پالنې کوشش وکړي نه دا چې په هېواد کې یتیمان زیات کړي او خپل هېواد ته د اختلاف سرې سکروټې راوړي چې په اور کې به یې یو ځل بیا په لسیزو کلونو افغان ولس سوځي.

هغه چې زموږ مسلمانو هېوادوالو ته په چورلکو کې د امریکا نه نوی دین راوړي او په موږ یې مني، موږ (افغانان ) الحمد لله له پخوا راهیسې مسلمانان او په هېواد مین خلک یو، تل مو غلیم ته درنه څپېړه ورکړې او د خپل وس نه مو زیات ځواب په کلکه ورته ویلی.

د اختلاف مېوه {ګټه} یوازې هغو خلکو ته رسیږي چې د اختلاف ونه یې کرلې وي، خو په حقیقت کې اختلاف ته لمن وهونکی داسې دی چې خپله ملا خپله ماتوي.

ځکه چې زوړ تاریخ هر راتلونکي نسل ته درس (لوست) ورکوي او د یو ښوونکي په صفت وایي چې ګورئ!
چا چې اختلاف کړی د هغوی پایله بده او چا چې یو بل ته د یووالي او مرستې لاس ورکړی دی د هغوی پایله بیا ډېره ښه ده.

زه یې د نمونې په ډول یو درې بېلګې دلته کاږم ځکه چې په بېلګې سره یو شی ښه پېژندل کیږي.

د ښوونځي د زده کوونکو په اصطلاح:

که موږ تاسو حقیقت ته ځیر شو ، نو په ښوونځي کې به ښوونکي د ریاضي د لوست پرمهال یو فارمول لیکلو او ویل به یې:
ګورئ زده کوونکو!

[2+2=4] کیږي ، دا ځکه چې لومړی د [2] عدد د دویم لرې پروت دی، نو ځکه یې په پایله کې مساوي عدد ډېر کم وښود، او که همدغه دواړه عددونه يوځای داسې [22] ولیکو، نو څو به ترې جوړ شي؟
زده کوونکو یې ورته وویل:

استاذه!

دا خو دوه ویشت شول.

ښوونکي به ورته وویل:

تاسو پوهېږئ! دا د اتفاق برکت دی چې کله دوه عددونه سره یو ځای شول نو مساوي عدد یې راته زیات وښود، نو په [22] ډېر هغه څه کیږي چې په څلورو نه کیږي، دا د اتفاق برکت دی.

 د عوامو په ژبه :

مشران وایي: د ګډو (مېږو) په رمه کې چې یوه ګډه په یو لور روانه شي، نو پوره رمه هم کله – کله په دغه لور باندې روانه شي، خو کله بیا داسې هم وشي چې یوه ګډه د نورو په پټه یو لور ته لاړه شي ، نو ناڅاپه هغه د شرمخ او لېوه ښکار شي، پایله یې دا شي چې یا مغزۍ ورمات کړي او یا یې هم ژوند راکم کړي.

د پوهګړو (عالمانو) په ژبه :

کله چې عثمان (رضی الله عنه) د مسلمانانو خلیفه ؤ، ده په مصر کې امیر ټاکلۍ ؤ، د هغه ځای ځینې خلک چې په هغوی کې عبدالله بن ابي سره هم ؤ د خپل امیر نه په شکایت باندې مدینه کې د عثمان (رضی الله عنه) دربار ته حاضر شول.

عثمان (رضی الله عنه) ته یې د خپل امیر شکایت وړاندې کړ، هغه ورته وویل: د نن نه وروسته د مصر لپاره نوی امیر محمد بن عبدالرحمن بن ابي بکر شو، هغوی د خپل امیر سره د مصر په لور روان شول.
کله چې نیمې لارې ته رسېدل ګوري چې: د شا له لورې یو ځوان په اس سپور تېز راروان دی، هغه یې ودرولو او پوښتنه یې ترې وکړه چې ځوانه! له کومه.

او چېرته روان یې?

ورته یې کړه: چې د خلافت له درباره د مصر د امیر په لور.

امیر ته کوم پیغام رسوې?

هغه ورته وویل: دا د امیر المؤمنین خط دی، د مصر امیر ته یې وړم ، په خط کې دي:

د مدینې منورې نه د مصر په لور يوه ډلګۍ ده چې په هغوی کې محمد بن عبدالرحمن 2] عدد نه يو څه په لرې بن ابي بکر دی، هلته د رسېدو سره یې سم ووژنه!!!

کله چې محمد بن ابي سرح او د هغه سره ملګرو یې محمد بن عبد الرحمن بن ابي بکر د لاروي سره دغه خط ولوست ، نو سمدستي بېرته د مدینې په لور د عثمان (رضی الله عنه) د شهید کولو په نیت روان شول.

هغه ؤ چې د تاریخ په پاڼو کې د عثمان (رضی الله عنه) د شهادت ویرجنې پيښې هم ځای پیدا کړو.

(خو په حقیقت کې دده د تره زوی مروان بن حکم دده د کتابچې په کاغذ دده په غلا دغه خط ولیکلو او غوښتل یې چې د مصر والي ته یې ولیږي)

خو د بې اتفاقۍ له کبله د فتوحاتو لړۍ لس کاله په ټپه ودرېده.

هر څوک چې اختلاف ته لمن وهي باید زوړ تاریخ ته ځیر شي او پند ترې واخلي تر څو هېوادوالو ته په اسلامي مینه خدمت وکړي.

( د سپېڅلي اسلامي نظام په هیله )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

نایل صاحب، ستاسی د ښکلی لیکنی له امله درڅخه مننه کوم زه به هم څه ورسره زیات کړم : هیواد ملت ته ویل کیږی دملت جوړونه که د استعماری قدرتو د استعماری پلانو یوه برخه وی هغه هیواد تل د اور په لمبو کی سوځی هغوی کله هم نیکمرغی نه شی ترلاسه کولای او هغه هیوادونه چه په یو ډول ډیر ګډ مخرجونه سره لری او د هغو مخرجونو له امله د یوه هیواد په جوړونه راضی شوی هغوی دوهم مقام لری، مګر تر ټولو هغه ډیر نیکمرغه هیوادونه دی چه د الهی نظام په ګډ مخرج او فرهنګ سره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x