نړۍ

جرمني ته د کډوالو شمېر کم شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۲۳، ۱۳۹۵ل): د جرمني حکومت د احصائیاتو سره سم تېر کال ۲۰۱۶ کې دغه هیواد ته د کډوالو شمېر ډېر را ټیټ شوی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وویل چې په کال ۲۰۱۶ کې ۲۸۰ زره کسان جرمني ته د پناه اخیستلو په موخه ننوتلي، په داسي حال کې چې په کال ۲۰۱۵ کې د کډوالو شمېر ۸۹۰ زره وو.

جرمني ته چې کوم کډوال ورسیږي، هغوی لومړی د کډوالو لپاره په ځانګړي جوړ شویو مراکزو کې په میاشتو میاشتو ساتل کیږي او بیا له هغه ځایه دوی په رسمي ډول د جرمني حکومت ته د پناه اخیستلو غوښتنه ورکولای شي، د نویو احصائیاتو له مخکې تېر کال د جرمني حکومت څخه ۷۵۰ زره کسانو د پناه اخیستلو غوښتنه وکړه چې اکثریت یې د هغو کسانو وو چې په ۲۰۱۵ کې دغه هیواد ته رسیدلي وه.

په جرمني کې دننه د قوانینو او سختیو زیاتول او همداسي د نورو اوروپايي هیوادونو له لوري د سرحدونو تړل ددې سبب شوي چې د کډوالو په شمېر کې کمښت راشي.

باید وویل شي چې تېر کال هم د نړۍ په سطحه د سوریايي کډوالو نمبر اول وو، ځکه چې د پناه غوښتونکو ۳۶ سلنه همدوی وه، ورپسې افغانستان چې د پناه غوښتونکو شمېر یې ۱۷ سلنه وو او بیا عراقیان چې شمېر یې ۱۳ سلنه کیږي.

د شنونکو په نظر د جرمني مستشارې «انجیلا میرکل» لپاره دا یو ښه زیری دی تر څو په خپل راتلونکي انتخاباتي کمپاین کې کار ځیني واخلي، ځکه چې پر هغې د کډوالو په برخه کې سیاسي فشارونه زیات وه او هغه ګوندونه چې د کډوالو سره مخالفت لري په دې وروستیو کې یې محبوبیت زیات شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x