Stipula fountain pen

دانگړ دروازه – لنډه کیسه

په یوه ویجاړ او کنډواله کور کی کي يو غريب او مزدوركاره سړي هستوگنه کوله، کور ورته نشو ویل کیدی بس دتاریخی اثارو په څیر و دانگړدروازه یي هم نه درلوده داسي وبوله چی سره سارا وه.
میرمني يي خاوند ته څو ځله ويلي وو چی باید دحویلۍ لپاره یوه دروازه راوړي خو خاوند چي دغربت او بيوسي په واښ يي غبرگ لاسونه تړلي وو په یوه او بله بهانه به یي ځان خلاصولو.

خو يوه ورځ يي ښځي ډير زيات اصرار وكړ چی باید دحویلۍ لپاره نور نو د یوي دروازي غم وخوري ويل يي زه نورپه داسي يوه انگړ کي گوزاره نشم کولی چی دروازه ونلري ته چی کله په مزدوري پسي ولاړ شي زه ډيره زياته ويريږم وایم هسي نه وي چی کوم غل کورته راوانه وړي هو رښتيا هغه د حويلۍ په دروازه چی مو پړده ځړولي ده هغه هم زړه شوي او پړانگي پړانگي ده خاوند يي موسكى شو او ورته ويي ويل: ته ولي دومره په ویره كي يي دادي زه درسره یم زه ستا ساتونکی او پیره دار یم ته ولي هسي وسوسي در اچوي .

داورځ تيره شوه او د ښځي په همدغه کنډواله حویلۍ کي كلونه تيرشول او نه كومه بده پیښه رامنځ ته شوه

یوه ورځ یي خاوند له ځانه سره دحويلۍ لپاره یوه ښکلي دروازه هم راوړه او پکي ويي لگوله ماښام چی ویده کیدلو نو دروازي ته يي قلف هم ورواچاوو

نور نو د ښځي هغه هميشنۍ ويره ختمه شوي وه او دلومړي ځل لپاره په خپل کور کي په ډاډه زړه ویديدله.

په دي زړه حويلۍ كي څومياشتي په ښه ډاډ او اطمینان سره تیري كړي

يوه ورځ داسي هم راغله چی دښځي خاوند مړشو ښځي دخاوند په مرگ غمجنه شوه او له مرگه وروسته یی ترډیري مودي دننه په کور کی خلوت اختیار کړ او هیڅ بهر ته راونه وته یوه شپ نا څاپه کورته غل راواوښتی په داسی حال کي چي ښځه دخپل ځوانیمرگ خاوند په غم کی بی حاله پورته وه دغله په درب او دروب ښځه هم راویښه شوه که گوري غل ددي كوټي ته راروان ده نو په وارخطایی یی سره يي په زوره زوره دمرستي اوازونه پورته کړه دښځي په بغارو نژدي گاونډیان راورسیدل او دهغو په هڅو غل ونيول شو او معلومه شوه چی غل د ښځي خپل گاونډی ده نو ایله ښځه دخپل خاوند په هغه خبره وپوهیده چی ورته ویل یی : ته مه ویریږه ترڅو زه درسره وم هیڅوک تاته ضرر نشی رسولای زه ستا ساتونکی یم دروازه تا نشی ساتلی. ر ښتيا هم دغله په وړاندي اصلي خنډ دروازه نه بلكه زما خاوند وو.

یا الله ته هري ميرمني له سره دخپل خاوند سیوری مه لیري كوي خاوند دخپلي ميرمني د عزت دحويلۍ دروازه او ساتونكى ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د