ورزش

فټبال: د نړیوال جام لوبډلو شمېر به ۴۸ ته پورته شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۲۳، ۱۳۹۵ل): د فټبال نړیوالي اتحادیې «فیفا» وویل چې د نړیوال جام په سیالیو کې به د ګډون کوونکو هیوادونو شمېر ۴۸ ته پورته شي.

دغه چاره به له کال ۲۰۲۶ نړیوال جام څخه د لومړي ځل لپاره عملي شي.

د فټبال د نړیوال جام لوبي هر څلور کاله وروسته کیږي، چې راتلونکی جام به په روسیه کې په کال ۲۰۱۸ کې تر سره شي، د ۲۰۲۲ نړیوال جام په قطر کې او تر هغه وروسته د ۲۰۲۶ جام به غالبا په امریکا کې تر سره شي.

د فیفا له لوري په نشر شوي خبر کې ویل شوي چې د دغه اتحادیې ټولو اعضاو په بشپړ اکثریت سره د فیفا د مشر «جاني انفانیتنو» غوښتنه ومنله او په نړیوال جام کې یې د لوبډلو د شمېر پر زیاتېدو موافقه وکړه.

نوموړي د فیفا د انتخاباتو تر مخه هم وعده کړې وه چې په نړیوال جام کې به د لوبډلو شمېر زیاتوي.

باید وویل شي چې اوس مهال په نړیوال جام کې یوازي ۳۲ لوبډلي ګډون کوي، چې په ټول جام کې ۶۴ لوبي تر سره کیږي، خو د لوبډلو د زیاتېدو سره به د لوبو شمېر ۸۰ ته پورته شي او د فیفا د چارواکو په وینا د زیاتو مالي ګټو تر څنګ به په نړیواله سطحه د فټبال سره د خلکو دلچسپي زیاته شي او په نړیوال جام کې به د هغو هیوادونو پر مخ هم دروازه خلاصه شي چې ښه لوبډلې لري خو نه شي کولای چې په اسانۍ سره نړیوال جام ته لاره ومومي.

باید وویل شي چې د فټبال نړیوال جام په کال ۱۹۳۰ کې د ۱۳ لوبډلو په ګډون پيل شو، په کال ۱۹۳۴ کې د لوبډلو شمېر ۱۶ شو، په کال ۱۹۸۲ کې ۲۴ او بیا په کال ۱۹۹۸ کې ۳۲ لوبډلو ته پورته سو او تر اوسه همداسي روان دی.

د فټبال نړیوال جام برازیل ۵ واره ګټلی، جرمني او اټلي ۴ ځله، ارجنټاین او اوروګوای دوه دوه ځله، فرانسه، انګلینډ او هسپانیه یو یو ځل نړیوال جام ګټلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x