ټکنالوژي

دفلکي علومو لارښود (4) دفلکي علومو دثلاثي الأبعاد پيژندنه

مفتي احسان الله

خو دا یاد ساته چې داللّه دقدرت ددې لویو نشانیو (فضايې اجرامو) په اړه به څیړني همداسي چټکي او رواني وي، ورځ تر بلي په نوي انکشافات تر سره کیږي، ځکه چې دعظیم خالق په مخلوق کې، دکمزوري انسان فکر هم قاصر او کمزوری دی، اللّه رب العزت په دې اړه ارشاد کوي: ﴿قُلْ لَوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَنْ تَنْفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا﴾ [الكهف: 109]

ژباړه: ورته ووایه: چې که چيري دریاب داللّه دکلماتو (دلیکلو لپاره) رنګ شي، دریاب به ختم شي، له دې نه وړاندي چې زما درب کلیمې تماميږي، که څه هم ددغه دریاب په مثل، بل دریاب هم ورسره ملګری کړي.

ددې آیت په تفسير کې علامه مراغي ليكي: که ددریاب ټولي اوبه دقلم رنګ شي، او داللّه رب العزت کلیمې او علوم ورباندي ولیکي، ددریاب دا اوبه به ختمي شي، له دې نه واړندي، چې دغه کليمو لیکل پوره کړي، او که ددغه درياب داوبو په شان دومره نوري اوبه ورسه جمعه کړو، هم کفایت ونه کړي، ځکه چې دا هرڅه بالآخر تماميږي، او داللّه علوم او حکمتونه غير متناهیه او نه تماميدونکي دي.

په بل آیت کې اللّه پاک فرمايې، چې که له دغه دریاب سره اوه دریابونه نور ملګري کړي بیا به هم داللّه دکليمو تر ليکلو له مخه تمام شي.

نو که دستورو، سپږميو، لمر او کهکشانو په اړه څومره څیړه وشي، تمام نه لري. دکمزوري انسان دا هڅي به همداسي رواني وي.

اصل خبر دا ده! چې انسان له خپل مسیر نه خطا نه شي، خپل رب او خالق وپيږني، یقین او ایمان ورباندي راوړي، روښتیا هم که دعلم فلک دټکنالوژۍ په دې جدید دور کې، او په دې نويو آلاتو او اسبابو سره انسان په دې وسیع، عریض او پراخ عالم (کون) کې فکر او غور وکړي، چې په ملیاردو کهکشانوه، ستوري، لمر او سپږمۍ هر یو په خپل مدار کې همیشه روان دوان وي، نه کله یو دخپل مسیر نه خطا شو، او نه يې په تکويني ترتیب کې تغیر راغلی ﴿لَا الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ﴾ [يس: 40]

ژباړه: نه به لمر په سپږمۍ په سي ورسيږي، او نه به شپه تر ورځ وړاندي شي، هر یو په خپل فلک کې روان دي.

انسان چې داللّه دقدرت په دې عظیمو علایمو او نشانیو کې غور او فکر وکړي، له هغه نه دایمان او یقین فایده اوچته کړي، هلته به دنور مخلوق په نسبت اسنان یو ښه، اکرم او غوره مخلوق وي، که یوازي دخپل اسایش او اسانتیا لپاره ستړیاوې وکړي، نو یقین به تر حیوان هم بدتر او نا لایق مخلوق وي ﴿أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ﴾ [الأعراف: 179]

ژباړه: دغه (پېریان او انسانان چې زړونه مي ورکړي دي، خو ځان نه ورباندي پوهه وي، او سترګي مي ورکړي دي، لیدل نه ورباندي کوي، غوږونه مي ورکړي دي، اورېدل نه ورباندي کوي) لکه حیوانات داسي دي، بلکې تر هغو هم بدتر دي.

مسلمان فلک پوهانو هم دا شان تفکر او غور، دفلک دعلم لپاره غرض او غایه بللی دی، انسان که هر څومره زیات معلومات (هغه که په هر فن کې وي)، تر لاسه کړي، بیا هم له دې فکره خالي وي، نو بس هیڅ فایده به ور نه کړي، بلکې هغه انسان به، په ناپوهۍ کې تر حیوان هم جاهل او بدتر وي.

په روښتیا که په همدې فکر انسان علم فلک زده کړي، دالله پاک دا پراخ او وسیع عالم (کون) په فکر، تفکر او غور سره مطالعه کړي، خپله به دالله رب العزت پر حقانیت او عظمت باوري شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x