
ډاکټر عبدالله اوقافو ریاست ته د یوه کوډګر سپارښتنه کړی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۲۳، ۱۳۹۵ل): اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د بلخ حج او اوقافو ریاست ته یو مکتوب لیکلی، تر څو په دغه ولایت کې یوه تعویذګر ته اجازه ورکړې چې خپل کار وکړي.
تېره ورځ د بلخ ولایت د حج او اوقافو ریاست د کوډو د مخنیوی کمیسون خپل درې میاشتنی راپور په یوه خبري غونډه کې له رسنیو سره شریک کړ.
ددغه کمیسون مشر مولوي سید عارف وزین وویل چې د اسلام له مخې کوډي کول جواز نه لري، ځکه یې په بلخ ولایت کې په تېرو درو میاشتو کې د ۳۰ کوډګرو د چارو مخنیوی کړی.
نوموړي وویل چې د چارواکو له لوري د کمیسون په چارو کې لاسوهنه د اندېښني وړ ده.
هغه د مثال په توګه د اجرائیه رئیس د یوه مکتوب یادونه وکړه چې د دوی په نامه یې لیکلی او غوښتنه یې کړې چې یوه پيژندل شوي کوډګر ته اجازه ورکړو چې خپل کار ته ادامه ورکړي.
نوموړي وویل چې دا ډېره د تاسف خبره ده چې په هیواد کې څه حالات دي او اجرائیه رئیس د یوه کوډګر لپاره مکتوب لیکي او مونږ ته امر کوي چې د هغه ناجایز او غیر شرعي کار ته اجازه ورکړو.
وزین وویل چې بیا هم مونږ هیڅ چاته په خپل کار کې د مداخلې حق نه ورکوو، تر هغو چې په بلخ کې مو ددغه ناروا کار مخنیوی نه وي کړی.
بلخوا د اجرائیه ریاست ویاند دداسي یو مکتوب په اړه ناخبري ښودلې او ویلي چې دوی به یې تعقیب کړي که داسي یو کار شوی هم وی، بیرته به یې را وګرځوي.