نظــر

د افغانستان بیګناه اوبی سرنوشته زندانیان

د بګرام زندان د امریکی د پخوانی ولس مشر جورج بوش د ظلم یوه ژوندی بیلګه ده. نوموړی  په اصطلاح د تروریزم سره د جنګ په نوم، د بیګناه انسانانو د بندیانولو او شکنجه کولو له امله ،  نه داچی په نړی کی د ډار او ظلم یو نوی دور پیل کړ، بلکی بندیانو ته له ځان څخه ددفاع  حق ورکولو ته هم نه و قائل.  د بګرام  بیګناه زندانیان  هم  پدی ډله  کی وو چی د ځان څخه د دفاع له حق څخه محروم شوی وو. دلته د عراق د ابو غریب د زندان  په څیر ډیری دردونکی پیښی تکرار شوی دی.
 خو کله چی د ۲۰۱۳ کال د مارچ په میاشت کی د بګرام زندان ، له ډیرو ناندریو وروسته د کابل حکومت ته وسپارل شو، د کرزی له خوا د بندیانو د دوسیو د څیړنی لپاره یوه کمیټه وټاکل شوه.  ددی کمیټی په ترکیب کی ،  مسلکی کسان موجود دی نو د مسلکی څیړنی په رڼا کی یی ،  تر اوسه  شپږ نیم سوه  بندیان خوشی کړی دی. د دوی په وینا  دا هغه کسان دی چی د جرم هیڅ ثبوت پری نشته خو ددی سره سره په کلونو،  کلونو د بګرام په زندان کی  بند یان ساتل شوی وو. متاسفانه،  ددی بندیانو په خوشی کیدو سره سره د دیموکراسی او بشریت د حقوقو دعویداری امریکی او په افغانستان کی په هغی پوری تړلیو حلقو او اشخاصو واویلا شروع کړه او لا روانه ده  چی دا بندیان ولی خوشی شوی دی دا خو امنیت ته خطر دی. دوی غواړی دغه کمیټه  د قانون په ځای ددوی د میل او مزاج مطابق فیصلی وکړی. 
تیره اونئ،  د امریکی څخه دری تنه سناتوران ګراهام، جان مکین او جان براسو کابل ته راغلل او کرزی ته یی د امریکی د حکومت پیغام ورساو چی پدی بندیانو کی ۸۸ بندیان خوشی نکړی ځکه چی د دوی په وینا ډیر خطر ناک دی. دا په داسی حال کی ده چی د بندیانو دد دوسیو د څیړنو د کمیټی یو غړی  ښاغلی عبدالشکور دادرس وایی دا اته اتیا خوشی کیدونکی زندانیان بی ګناه دی او هیڅ جرم یی نه دی کړی. دی وایی امریکا د بندیانو سره سیاسی چلند کوی ځکه چی حقیقت دا دی دغه کسان په جرایمو کی نه فاعل دی او نه شریک.
د آزادی رادیو د راپور له مخی،  ښاغلی دادرس ټینګار کوی: ( دا خبری یو مطبوعاتی بحث او سیاسی ملاحظات دی چی په مسلکی امورو ورګډیږی. هغه معیارونه چی افغانستان د قوانینو په رڼا کی یی مظنون او الزامیت لپاره لرو، ددغو اته اتیا زندانیانو په مورد کی پدی دوسیو کی نشته. دغه اته اتیا کسان په جرائمو کی نه فاعل دی او نه شریک. نه جرم واقع شوی، نه لاس لری، دوی د تبرئی په حالت کی دی. باید ژر تر ژره رها شی.)
د کابل حکومت د چارواکو له قوله،  اوس په افغانستان کی دیرش زره کسان د هیواد په بیلابیلو زندانونو کی بندیان دی او هر کال د دوی په شمیر کی ۲۵ فیصده زیاتیږی. خو د طالبانو رسمی شمیری ښیی چی  په زندانونو کی د هغو بندیانو تعداد  خوراډیر کم دی  چی د دوی رسمی غړی دی. د افغانستان په زندانونوکی، اکثریت  هغه کسان دی چی د د غلطو راپورونو، تربګنیو او شخصی مصلحتونو له امله،  دطالب په نامه نیول شوی او اوس په زندانونو کی دبی شرنوشتی شپی او ورځی تیروی . نه طالبان ورسره مرسته کوی ځکه چی غړی یی نه دی  او نه کومه بله انجو د هغوی حال اخلی. حتی پدی ورستیو وختونو کی د ولس جرګی د کورنی امنیت یو پلاوی چی د څرخی پله د زندانیانو د دوسیو د څیړلو لپاره موظف شوی،  تائیدوی چی:( شا اوخوا پنځه زره داسی کسان شته چی میاشتی او کلونه پری تیر شوی خو دوهمه او دریمه محکمه یی نه ده تر سره شوی. دری زره داسی بندیان هم شته چی حبس یی پای ته رسیدلی خو لا بندیان دی. داسی بندیان هم پکښی شته چی څلور کاله د خپلو دوسیو انتظار باسی.)
دا یوازی د څرخی پله د زندان حال دی. د نورو زندانونو حال له دی بدتر دی. مخکینی راپورونه ښیی چی څو ځله د کندهار له زندان څخه په شپه کی بندیان بیول شوی او وژل شوی دی. ځینی  یی  په څاه ګانو کی اچولی دی.
 د افغانستان د ستونزی یو لوی عامل هم همدغه بی عدالتی ده. ځکه بی عدالتی عقدی زیږوی او عقدی د نویو غمیزو سبب ګرځی. رښتیا وایی څوک چی د مظلومانو  ټیت غږ نه اوری، هغه به د انقلابیونو د جګ غږ سره هرو مرو مخامخ کیږی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x