افغانستان

اتمر وايي د کندهار چاودنه له «هیواده بهر» پلان شوې وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۲۳، ۱۳۹۵ل): که څه هم د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د ځانګړي کوم هیواد نوم یاد نه کړ، خو په هغه مطبوعاتي کانفرانس کې چې تېره ورځ یې په کندهار کې را بللی وو، رسنیو ته وویل چې د کندهار پېښه د دولت لپاره ډېره جدي ده، دوی به یې په اړه پوره پلټني کوي خو ابتدائي نظر یې دا ورکړ چې چاودنه له هیواده بهر پلان شوې.

تېره ورځ ښاغلی حنیف اتمر کندهار ته د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا کندهار ته ورسېد تر څو د کندهار ولایت په مقام کې له هغه ځایه لیدنه وکړي چې وړمه شپه چاودنه په کښي وشوه او د ۱۱ جګپوړو چارواکو د وژل کېدو تر څنګ ۱۸ تنه په کښي ټپيان شول.

په وژل شویو کې د متحده عرب اماراتو ۵ دیپلوماټان او د خیریه موسسو مسؤولین هم وه.

نوموړي وویل چې د کندهار والي همایون عزیزي او د امارات سفیر جمعه الکعبي دواړه ژوندي دي او د خطرې له حالته وتلي دي.

نوموړي د یوې پوښتني په جواب کې پوښتنه وکړه او وې ویل: چې ددولت وسلوال مخالفینو د کابل او هلمند د چاودنو مسؤولیت په غاړه واخیست، له دې مسؤولیته ولي ځان باسي؟

نوموړي وویل چې دغه برید تر څلور میاشتو زیاته موده کې پلان شوی او وړمه ورځ عملي شو، خو دوی اوس کندهار ته ددې لپاره راغلي چې د څېړنو بهیر ګړندی کړي او په لنډو ورځو کې به څېړني بشپړي او د پيښي عاملین په ګوته کړي.

د کتونکو په باور حکومت له وړاندي لا داسي ذهنیت جوړ کړی چې دغه پېښه پر بهرنیو کړیو واچوي او د پيښي اصل حقایق له ولسه پټ کړي، لکه مخکې چې هم داسي شوي، ځکه یې د څېړنو تر مخه پر وسلوالو مخالفینو، حقاني شبکې او پاکستان استخباراتو تورونه لګولي دي، اوس هڅه کوي چې د پيښي اصلي عاملینو موندلو پر ځای خپل ادعاوو ته دلایل وتراشي.

باید وویل شي چې طالبانو له وړاندي لا ویلي چې د کندهار د ولایت مقام چاودنه په دوی پوري اړه نه لري، بلکي د حکومتي چارواکو تر منځ خپل منځي اختلافات ددې پيښي لامل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x