ملتان: یوه جاپاني ځان وژنه کړې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۲۳، ۱۳۹۵ل): د پاکستان په ملتان ښار کې یوه جاپاني د هوټل د دریم پوړ څخه په را غورځېدو ځان وژنه کړې ده.

د پولیسو چارواکو ویلي چې د «اکا مکارا» په نامه یوه جاپاني د ملتان ښار پر طارق روډ باندي د هغه هوټل د دریم پوړ څخه ځان را غورځولی چې له څه مودې راهیسي په کښي استوګن وو.

د پولیسو مشر احسان یونس رسنیو ته ویلي چې هغه د یو شمېر نورو جاپانیانو او چینایانو سره په هوټل کې یو ځای اوسیدی کوم چې په ډیره غازي خان کې پر یوه پروژې باندي کار کوي.

پيښي ته نیژدې یو شمېر سرچینو ویلي چې جاپاني پر یوه کاغذ باندي خپل د ځان وژني پيغام لیکلی وو «زه ډېر خفه یم».

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د