افغانستان

طالبان د امریکايي بندیانو په بدل کې څوک غواړي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۲۳، ۱۳۹۵ل): تېره شپه ناوخته نن ټکی اسیا ته د هغه دوه بهرنیو استادانو ویډیو ورسېدله چې د کابل په امریکايي پوهنتون کې یې تدریس کاوه او طالبانو د تېر کال په اګست میاشت کې له کابله تښتولي وو.

په ویډیو کې دواړه استادان څنګ پر څنګ ناست دي، په انګریزي ژبه خبري کوی او تر شا یې یوه پرده اچول شوې تر څو یې د موقعیت په اړه درک ونه لګیږي.

استادان چې یو یې د کیون کینګ ( Kevin King) په نامه امریکايي او بل یې د ټموثي ویکس (Timothy Weeks) په نامه اسټرالیايي تبعه دی، په ښه صحت مالومیږي او وايي چې له دوی سره یې تښتوونکي ښه معامله کوي.

په هغه خبرپاڼه کې چې طالبانو د ویډیو سره خپره کړې، ویل شوي چې د دوی اړوند حکومتونه د طالبانو «اسانه او پر ځای غوښتني» نه مني.

طالبانو په مشخص ډول کومې غوښتنې نه دي په ګوته کړي خو ویلي یې دي چې دغه هیوادونه «زمونږ د مظلومو بندیانو د خلاصون په اړه اقدام نه کوي».

د بندیانو د تبادلې ناکامه مذاکرات:

په ویډیو کې اسټرالیايي بندي د هغه ناکامو مذاکراتو څخه پرده پورته کوي چې په تېرو میاشتو کې تر سره شوي.

نوموړي وایی چې امریکايي پوهنتون او د امریکا حکومت طالبانو ته د مذاکراتو لپاره یو پلاوی لیږلی وو تر څو د دوی د خلاصون لپاره مذاکرات وکړي، خو دغه مذاکرات ناکامه شوي او دوی اوس د خپل ژوند په اړه اندېښمن دي.

نوموړي ویلي چې د امریکا حکومت باید د طالبانو سره بیا خبرو حاضر شي او په خبره یې «طالبان خپل بندي ملګري غواړي چې په بګرام او پلچرخي کې ساتل کیږي».

دوی هغه بندیان نه دي نومولي چې طالبان یې د ازادېدلو غوښتنه لري او نه یې هم د هغوی د شمېر په اړه څه ویلي.

نوموړي د امریکايي پوهنتون د چارواکو څخه وغوښتل چې د امریکا حکومت په دې راضي کړي چې د طالبانو سره د بندیانو په تبادله هوکړه وکړي، تر څو د دوی د خلاصون او کورنۍ سره د یو ځای کېدو امکانات برابر شي.

امریکايي بندي هم په خپل پیغام کې د خپلي کورنۍ او امریکایانو څخه غوښتنه کړې چې پر حکومت فشار وارد کړي تر څو د طالبانو سره مذاکرات وکړي او د دوی تبادله په بګرام کې د یو شمېر طالب بندیانو سره وشي.

د طالبانو بندیان:

امریکا په بګرام هوايي ډګر کې د خپلي قرارګاه تر څنګ یو لوی زندان جوړ کړی چې اوس یې اداري چاري دولتي ځواکونو ته سپارل شوي.

په دغه زندان کې د ډیرو بېګناه او ولسي وګړو تر څنګ یو شمېر طالب جنګیالي او د هغوی د کورنۍ غړي هم ساتل کیږي.

په دغه بندیانو کې د طالبانو دیوه جګپوړي مشر سراج الدین حقاني کشر ورور انس حقاني هم دی، چې د امریکایانو له لوري د بحرین په هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شو کله چې له قطر څخه پاکستان ته پر لار وو او بیا کابل ته انتقال شو.

د ځینو راپورونو پر اساس پر نوموړي د اعدام حکم شوی دی، خو دا لا معلومه نه ده چې پر نوموړي څه تورونه وو او محاکمه یې په څه ډول تر سره شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x