افغانستان

هرات کي د یو دیارلس کلن ماشوم د ځانوژنې هڅه شنډه شوه

نن ټکی آسیا: په هرات کې یوه دیارلس کلن ماشوم د ښوونځي په ازموینه کې د پاته راتلو له کبله د ځان وژنې اقدام وکړ.
خبر کاږي ،چې دغه زده کوونکي ماشوم د هرات د شپږمې ناحیې اوسېدونکی دی او هڅه یې کړې چې ځان زندۍ کړي.

د هرات د ولایتي روغتون د اداري مدیر ویاند محمد رفیق شیرزي هم پېښه تائيدوي او زیاتوي چې د ماشوم د کورنۍ غړي په دې توانېدلي چې ماشوم ژر تر روغتونه ورسوي او ژوند یې وژغوري. د شیرزي په خبره ، ماشوم اوس مهال په کوما حالت کې دی او ډاکتران هڅه کوي چې نوموړی ژوندی پاته شي او له کوما څخه یې هم وباسي.
باید یادونه وکړو چې په دې وروستیو کې دا لومړی ځل دی چې په هرات کې یو ماشوم په ښوونځي کې د ناکامي او په ازموینه کې د کمو نومرو د اخستلو له امله ځان زندۍ کوي او د ځانوژنې هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x