له هیچا څخه د منني هیله مه کوه

ژباړن: عبدالمالک همت

کله چي ته یو ښه کار وکړې یا د یوه ښه عمل په تر سره کولو کي ډېره خواري وکاږې او ځان پکښي ستړی او ستخ کړې، نو دا به نه غواړې چي یو څوک دي دا کړنه وستايي او مننه در څخه وکړي. آيا ته نه پوهېږې چي انسانان د لوی څښتن جل جلاله شکر نه کاږي او مننه يې نه کوي. په داسی حال کي چي لوی څښتن عز وجل انسانانو ته ډول ډول روزۍ ورکړي او قسما قسمه ظاهري او باطني نعمتونه يې پر پېرزو کړي، خو بیا هم زیات خلک د دې پر ځای چي شکر وباسی، د هغه ناشکري کوي او له پېرزوینو څخه يې منکر وي. نو آیا ته له دغسي کسانو څخه د منني او تشکر انتظار کوې؟

لوی څښتن بنده ګان د دې لپاره پیدا کړي دي چي د هغه ذکر او عبادت وکړي او دې ټولو مخلوقاتو ته يې رزق او روزي ورکړې چي شکر يې ادا کړي، خو دادی موږ وینو چي زیات خلک له لوی څښتنه پرته د نورو عبادت کوي او زیات وګړي له نورو مننه کوي، دا ځکه چي پر انسانانو باندي د ناشکرۍ، نه منلو، جفا او د نعمت د کفران طبیعت غالب دی.

نو کله چي له دغو خلکو څخه ستا د ښو او غوره کارونو او ښو هلو ځلو د ستایني او منني پرځای نه مننه او ستا د احسان هېرېده ووینې او ان دښمني، حسد او کینه در سره راواخلي، نو خوا مه بدوه، پروا نه کوي، دوی دا ټول د بل څه په خاطر نه کوي، بې له دې چي تا ښه ورسره کړي دي.

( وَمَا نَقَمُوا إِلَّا أَنْ أَغْنَاهُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ مِنْ فَضْلِهِ)[التوبه: ۷۴]

ژباړه: او دغه منافقان يوازي داسي يو څه بد ګڼي چي هغه بد نه ګڼل کيږي اوهغه دادى چي الله  پر دوى باندي  د هغو ولجو په ور په برخه کولو سره د شتمن کېدو فضل کړى دى چي الله يې پر خپل نبي باندي احسان کړى دى. (دغو منافقانوداسي شى پيدا نه کړ چي عيب پر کښېږدي او ګوته ورته ونيسي، بې له دې چي الله تعالى پر دوى باندي لورونه کړې ده او په هغه خير او برکت يې چي پر خپل پيغمبر يې پېرزو کړى دى، دوى شتمن کړل).

ته تر خپله وسه خپل د خیر ښېګڼي کارونه د خدای لپاره او د خدای د ټول مخلوق لپاره کوه، ځکه تاته ستا په دې ښو کارونو سره ثواب او بری او ژغورنه در په برخه کيږي، بیا نو د منکرانو او ناسپاسو وګړو انکار او نه منل هیڅ ضرر نه سي در رسولای. او پر دې شکر وکاږه چي ته په ښو چارو بوخت يې او هغوی بد کوي او :

« الْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنْ الْيَدِ السُّفْلَى».

ژباړه: لوړ او ورکوونکی او ښندونکی لاس تر کښته او اخیستونکي لاس ښه دی .

او له هیچا څخه د شکر او منښت هیله او انتظار مه لره، قرآن کریم فرمايي:

(إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُوراً)[الانسان: ۷۶ : ۹]

ژباړه: ( اوپه داسی حال کي چي په زړونو کی خوشالیږي، هغوته وايي چي) موږتاسي ته يوازي د الله په خاطر خواړه دركوو، موږ له تاسي  څخه نه څه بدله غواړو نه شكريه.

که چيري یو ناکس او ناپوه ته کوم قلم ورکړې او هغه په دغه قلم ستابد ولیکي او یا یوه جفاکار ته لکړه ورکړې چي تکیه پر کوي او خپل څاروي په وشړي، خو هغه لکړه پرتا راواړوي او سر دي په مات کړي ، نو ته مه ورته اریانېږه، دا منکر او ناسپاسه بشر د خپل خالق سره لا دغسی دی، نو زما او ستا سره به خود دغسی کوي.

د نورو سره احسان د زړه خوشالي رامنځ ته  کوي:

هغه کسان چي د نورو د سعادت او نیکمرغۍ لپاره هلي ځلي کوي لومړۍ ګټه يې دوی ته رسیږي. دوی يې سمدستي په خپلو ځانونو، اخلاقو، او ضمیرونو کي له میوې څخه ګټه اخلي. په دې توګه یو ډول خوشالي، انشراح، انبساط او سکون ورته پیدا کيږي. ځکه نو که کله د غم او الم کومه خبره پېښه سي او ته د نورو سره کومه نیکي او احسان وکړې، نو تاته پخپله خوشالي او راحت احساس سي. که ته د چا سره کوم کومک وکړې، کوم بې وزلي ته څه ورکړې، د کوم مظلوم سره مرسته وکړې، کوم څوک له مصیبت او کړاو څخه وژغورې، کوم وږي ته څه خواړه ورکړې، د کوم ناروغ پوښتني ته ورسې، د کوم خوار او بې وزلي سره مرسته وکړې، نو خوښي او خوشالي او نیکمرغي يې تاته رسيږي.

د خیر کار داسي دی لکه مشک هم يې وړونکي ته او هم يې خرڅوونکي او هم يې رانیوونکي ته ګټه رسیږي.

نفسي خیر ښېګڼي په نیکي او احسان سره د خلکو زړونه ودانوي. د ښو اخلاقو د بې وزلو پر شونډو خندا راوستل د ارزښتونو او اخلاقیاتو په نړۍ کي صدقه جاریه باله سی. امام مسلم په خپل صحیح کي د ابوذررضی الله عنه حدیث داسی روایتوي:

قَالَ لِيَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «لَا تَحْقِرَنَّ مِنْ الْمَعْرُوفِ شَيْئًا وَلَوْ أَنْ تَلْقَى أَخَاكَ بِوَجْهٍ طَلْقٍ».

ژباړه: ابوذر رضی الله عنه وايي: نبي صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: له احسان او نیکۍ څخه هیڅ شی کم او بې ارزښته مه ګڼه او دا هم یو احسان دی چي ته د خپل یوه ورور سره په ورین تندي، خندا او تبسم مخامخ سې.(مسلم، کتاب البر، باب استحباب طلاقة الوجه عند اللقاء، ۶۵۸۵(۲۶۲۶) شمېره حدیث).

دا ځکه چي په دې کي د مومن ورور خوشالول اوزړه په لاس راوړل دي او په دې سره د مومنانو ترمنځ مینه او الفت رامنځ ته کيږي. ظاهر د باطن عنوان باله سي او په دې سره ستا ورور ستا په مینه او محبت او د ده په لیدو سره ستا په خوشالي پوهيږي او له مومنانو څخه هم يو له بله دغسي دوستي او مینه او محبت مطلوب دی.

کله چي ته د خپل مسلمان ورور سره په موسکا او ورین تندي مخامخ سې، پر دې باندي داسي اجر او ثواب درکول کيږي، لکه پر خیرات او صدقه چي ورکول کيږي. یوه عارف ویلي دي: موسکا او ورین تندی د زړه د رڼا له آثارو څخه باله سی، لوی څښتن فرمايي:

(وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ)[عبس :۸۰ : ۳۸ – ۳۹].

ژباړه: د نیک بختو خلکو مخونه به په دى ورځ راڼه ځلیږي او په هغه څه باندي د خوشالۍ له امله به چي الله په خپل رحمت ورته برابر کړي وي، ورين او موسکي وي.

ابن عيينة وایي:

بشاشت او موسکي توب د زړونو ښکاروونکی دی او ښه کول آسان او بې تکلیفه کار دی. ابن بطال ویلي دي:

د خلکو سره په موسکا او ورین تندي مخامخ کېدل، د نبوت له اخلاقو څخه باله سي او دا چلند د تکبر ضد او د دوستۍ جلبوونکی دی.

نو هیچاته نه ښايي چي له ښو چارو څخه چي د خپلو وروڼو سره يې تر سره کوي، کوم شی کم او بې ارزښته وګڼي. د خلکو په وړاندي موسکا، ښه خبري ورسره کول، اذیت او ضرر ځني لیري کول، اړتیاوي يې رفع کول، ستونزي يې اوارول او زړونه يې ورخوشاله کول داهرڅه داسي کارونه دي چي ښايي په یوه لا نه یوه باندي لوی څښتن خوشاله سي او ترسره کوونکی يې په داسي نیکمرغي سره نیکمرغه کړي چي وروسته يې هیڅ بد مرغي او شقاوت نه وي.

موږ او تاسي هرڅه چي کوو د خدای لپاره يې کوو او د بل هیچا منني ته به نه منتظر کیږو.

داسي ډېر خلک دي چي په یوه ټاکلي ځای کي ډېره خواري وکاږي، خو وروسته متوجه سي چي هیڅوک يې د خوارۍ او هلو ځلو مننه نه کوي. نو دوی بیا پر خپلو خواریو باندي پښېمانه سي. دوی لکه چي هېره کړې وي چي د خلکو خوښه هیڅ نه ترلاسه کيږي. دوی چي له خلکو دغسي ناشکري وویني، نو بیا د نورو خلکو له خدمت څخه ډډه وکړي او یوازي خپلو ځانونو ته کار کوي. له دې ځایه دی چی سترناورین رامنځ ته سي او هر څوک یوازي د خپل ځان لپاره په کار لګیا سي، چي دې ته نو ځانځاني وايي او ځانځاني چي په خلکو کي پیدا سي نو هغه کلنګ سي چي د ټولني ستونونه له بېخه نړوي.

خو دغسي ناشکره خلک هم باید دا خبره له یاده ونه باسي چي پر موږ باندي د خلکو پر کړنو او خواریو او زیارونو باندي که څه هم ډېر لږ وی، شکر واجب دی، صحیح حدیث شریف دی:

« لاَ يَشْكُرُ اللَّهَ مَنْ لاَ يَشْكُرُ النَّاسَ».

ژباړه: څوک چي د خلکو د احسان او نیکۍ شکر نه ادا کوي، هغه د خدای د نیکۍ شکر هم نه ادا کوي.

او داچي ځيني کسان د دغه واجب په ترسره کولو کي له سستی څخه کار اخلي او د نورو د ښو کارونو په اړه تجاهل کوي او د وفا او منني له روحيې څخه کار نه اخلي او د پوهي او فضل د خاوندانو د ښو کارونو په ښو یادونه نه کوي د دې علت څه دی؟  د دې د وه علته کېدای سي. ځيني خلک بې پروا وي او له دغسي چارو څخه په بې پروايی تېريږي. موږ دغسي خلکو ته په ډېر درنښت توصيه کوو چي د خلکو له خدمت او هلو ځلو څخه په ناپامۍ مه تېرېږئ او :

زړونه مه ماتوه کاڼي د صحرا دي
مشکل کار دی رغول د شکسته وو

او بل علت دادی چي ځيني کسان د ښو خلکو په ښو کړنو ناآرامه کيږي او حسد ورسره کوي او دا هم له دې امله وي چي دغسي کسان زياتره د ښو خلکو په پرتله په خپلو ځانونو کي نيمګړتياوي ويني، نو وايي چي: ”زه کونډه يم پر دنيادي مړوښې نه وي“. ځکه نو دغسي حاسدان کله په يوازي سر او زياتره يوبل سره پيدا کړي او په دسته جمعي توګه د ښو چارو د تر سره کوونکو کار بابېز او ناسم برېښوي، بغض او دښمني ور سره راواخلي او شيطان يې د هغه په مقابل کي ډول ډول څرګندونو او کړنو ته وپاروي. لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ (112)﴾[الانعام: ۶: ۱۱۲].

ژباړه: او (لکه څنګه چي  موږ  اى پيغمبره ته ستا د مشرکو دښمنانو سره په ډول ډول کړاوونو وازمايلې) همدغسي موږ هر(مخکني) پيغمبر ته (د هغه د ولس) د انسانانو او دپېرانانو شيطانان (متمرد او سرکښه کسان) دښمنان ګرځولي(پيدا کړي او ورته ګومارلي) وه (او هر پيغمبر مو په دې توګه په ازموينه کي اچولى وو)، چي (دغو شيطانانو د اورېدونکو) د غولولو (او غافله کولو) لپاره يو بل ته خورا نرمي چربي(په باطلو او درواغو سره پسوللي) خبري(چي په ظاهره ښکلي ايسي، خو په اصل کي ناوړي دي په پټه توګه) زده کولې(او رسولې، چي په دې توګه بابېز انسانان وغولوي، د لوى څښتن له لاري څخه يې بې لاري کړي او له حق څخه يې باطل ته واړوي). او که ستا پالونکي غوښتلاى چي هغوى دي داسي ونه کړي، نو هغو به هيڅکله داسي نه سواى کولاى ،(خو په دې کي د لوى څښتن ازميښت دى). نو دوى او د دوى په درواغو تور تړل سره پرېږده.

په پای کي د همت خاوند ته سپارښتنه کوو چي:

همت دي تل لوړ لره، اند او نظر دي روڼ او روښانه لره، نیت دي خالص لره عزم او هوډ دي رښتینی لره پرله پسې خپلو کارونو ته په مینه او وفاداري سره دوام ورکوه او ستا د بري دښمنانو ته هیڅ التفات مه کوه، ځکه دوی هغه کسان دي چي نه خپله کار کوي نه نور کارته پرېږدی. دوی د کار خلک نه دي او غوښتني يې ډېری کوچنی دي چي ستا د شخصیت او هیلو سره برابري نه سي کولای، نو د هیچا د منني په انتظار کي مه کېږه. تاته ستا د رب او پالونکي ثواب بس دی او منکران، کینه ګر او حاسدان پرېږده والسلام.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله الخراسانی
میلمه
محمد عبدالله الخراسانی

جزاک الله خیرا دیر شه د پنده دکه لیکنه ده په رښتیا هم چی انسانان بالعموم اکثره ناشکره دی خصوصا دخپل رب او هغه ذات په مقابل کی چی دانسان د وجود هره ذره دهغه ذات تر احسانونو غرق دی که یوازی د ساه کاږلو لپاره انسان شکر ویستلای نو دهر نفس سره باید کم از کم یو واری د الله ج حمد او شکر کوو نور نعمتونه خو پر خپل ځای پریږده چی دهغه شکر لپاره به زمونږ توان هم نه وی نو پدغه صورت چی انسان همدومره شکر ګذاره وای نو آیا بیا انسانانانو ته د فتنی او… نور لوستل »

محمد عبدالله الخراسانی
میلمه
محمد عبدالله الخراسانی

هغه تیر شوی مبارک پیغمبران چی به تول کارونه او دعوت یی دجامعی او انسانانو په خیر وو او دانسانانو څخه د اجر او بدلی طلبګار هم نه وو نو آیا خلک دهغوی څخه مننه کول؟ نه نو هغوی بیا هم تر آخره خپل کار ته دوام ورکوو نو اوس هم ستاسو په خبره د خیر انسانان باید له چا څخه د مننی طمعه ونه ساتی او خپل کار ته دالله درضاء لپاره ادامه ورکړی