نظــر

بيکاري او په اقتصاد کې د ځوانانو رول

پوهیالی ذاکرالله ذکي

داچې ځوانان دټولنې اساس تشکيلوي او پرته دځوان څخه ديوې ټولنې اقتصادي پرمختگ شونی نه دی نوپدې خاطر لازم بولم چې دبیکارۍ او دځوانانو رول دهېواد په اقتصاد کې ترعنوان لاندې يوڅه يادونې وکړم :
کارچې هم دملي اقتصاد او هم دتصدي اقتصاد له نظره دتوليداساسي عامل دى چې پرته دکارڅخه توليدصورت نه شي نيولى نوپدې اساس کارديوځوان پواسطه صورت نيسي اوپرته دځوان څخه دکارکول ناممکن دي نوڅرنگه چې ځوان کارسرته ونه رسوي نو په اقتصادکې پرمختیانشي رامنځته کيداى اودهېوادوگړي به دستونزواومشکلاتوسره مخامخ کيږي .

لکه څرنگه چې په څوتيرولسيزوکې مونږددغه پدېدې شاهدوو چې دولس وگړي مودډول ډول مشکيلاتو سره مخامخ شو يوعلت يې دځوانانوبيکاري اوددوی بې سوادي وه .

دنړیوال بانک د 2014 کال راپور په اساس دهغه ځوانانوچې عمرونه یې (24 – 15) بېکارۍ کچه په افغانستان کی 20.8 سلنه وه او په 2015 کې یې تقریبا بې سارې زیاتوالی درلود.

داچې بيکاري څه ته وايي نوپه لنډډول ترې يادونه ضروربولم :

بيکاري هغه حالت ته وايي چې خلک ليوالتيااوتوان دکارکولولپاره ولري خوولې بياهم بيکاره گرځي یا هم په افغانستان کې بیکاره هغه چاته ویل کیږي دکارپه لټه کې وي او تقاعد ته شامل نه وي اوکه هرکس چې خپله غواړي چې کار ونکړي نوداسې کس ته بيکاره نشو ويلاى البته داقتصادي تعريف له مخې مثلاَ:
يوځوان چې (25) کاله عمرولري خوډيرې پيسې لري اوکارسره علاقه نلري نودغه کسان دبيکارانوپه ليست کې نه راځي .

د بې کارۍ اصلي ډولونه :

1. اصطکاکي بیکاري :

دا هغه بيکارۍ ته ویل کیږي چې دشغل د تغیر او یا هم بل سکتور ته دخپلې وظیفې دانتقال په اساس رامنځ ته کیږي اوپه اقتصادکې تل داډول بیکاري وجود لري دا ډول بیکارانو په اړوند معمولا په اقتصاد کې بشپړ معلومات پیدا کول کامل نه وي او ډیر وخت ته ضرورت لري .

د جوړښت اومهارت بېکارۍ :

دا هغه ډول بیکارۍ ته ویل کیږي چې دوظیفې د اړوند مهارتونو دنه درلودلو ترمنځ واټن له امله رامنځته کیږي . مثلا یوې وظیفې د ترسره کولو له پاره باید په کمپوتر پوهېدل ضرورت ګڼل کېږي .

3 . جغرافیوي سیمې په اساس بېکارۍ :

دا دبیکارۍ هغه ډول دی چې په اړونده سیمو کې دستونزو په اساس رامنځته کېږي مثلاً زمونږ په ګران هېواد کې په ناامنه سیمو کې معمولاً خلک وظایفو کولو ته زړه نه ښه کوي او یاهم کارکوونکي غواړي چې خپل ځان له پاره هوسا او خپلو ماشومانو ته دښه تعلیم کولو فرصت په اساس د ځای انتخاب وکړي.

پخواني يا حقيقي مزد بېکارۍ :

دا هغه ډول بیکارۍ ته ویل کیږي چې کارکوونکي په خپل پخواني او یاحقیقي مزد چې لري یې قناعت نه لري او یاهم ورته کفایت نه کوي نو خپل وظیفه پریږدي چې د بیکارۍ سبب ګرځي .

د خپلې خوښې بېکارۍ :
دا هغه ډول بیکارۍ ته ویل کیږي چې کارکوونکي په خپله خوښه خپل کار پریږدي چې تر یو څه وخته د اقتصاد دعلم له نظره چې په هر هیواد کی یې وخت فرق کوي په بېکارانو کې شمېرل کېږي .

د تقاضا یا “دوراني بېکارۍ” :
دا دبیکارۍ هغه ډول دی چې کارکوونکي معمولا ډیر موجود وي خو دهغوی دپاره تقاضا یاد کار شته فرصت نه وي په دولتي او خصوصي سکتور کې یاهم ددولت اود کارګرانو داتحادیو لخوا دلوړ مزد ټاکل چې تقاضا کوونکي سکتورونه معمولاً په خپل استخدام کې کمبود راولي .

زمونږپه هېوادکې دبيکارۍ عمده علتونه څه دي :
1: دپوهې اومهارت نشتوالى دى مثلاَ په پوهنتون کې داستاذۍ د اخستلودپاره ماسټرۍ اوياله ددې نه پورته درجه ولري نواستاذکيدای شي نوکه يوکس په دغه معياربرابرنه وي خوغواړي چې استاد شي ناممکن به وي اونشي کولای چې په پوهنتون علمي کادر کی وګمارل شي .

2: دوظيفې موقيعت دى مثلاَ د امنيتي ستونزو له امله يوځوان نشي کولای چې په لرې پرتو سيمو کې وظيفه سرته ورسوي .

3: دنظام او دولت او يا هم د موسساتو د مهارتويا پوستونو سره دمهارت برابرښت وي مثلاَ که يو شخص ښه عالي تعليم ولري خو په کمپيوتر او انګليسي پوه نه وي او ياهم نور نو په بعضو برخوکې به ورته وظيفه مشکله وي چې ترلاسه يې کړي يايې اجرا کړي .

4: لکه چې په اوس وخت زمونږ په ټولنه کې وجود لري مثلاَ اداري فساد دسياسي غوښتنې او يا دتعصب په اساس ديو کدر غوره کول اوپه وظیفه ګمارل دي .

5: توليد او خدمت ته دتقاضا ټيټوالی لکه دکار کوونکو دتعداد کموالي په اساس .

6: د حقيقي ودې نشتوالی: د اقتصاد وده چې د کارکولو فرصتونه رامنځته کوي سمه توجو ورته نه ده شوې .

نفوسو زیاتوالی داچې افغانستان په نړۍ کې د نفوس دودې په اساس دوهم ځای لری نو دغه یی هم بل لامل ګڼلی شو.

داچی د فقر یوعمده لامل بیکاری ده نو بیکاری د ځوانانو په نشی توکو دروږد کیدلو ، دجرمونو د زیاتوالی ، غلا ، قتل ، بی امنی ، بهرنۍ هیوادونو ته دځوانانو فرار ، د ژوندانو دټیټو اسانتیاو درلودلو لامل ګرځی.

لکه چې مې یادونه وکړه بې کاره خلک چې په فعاله توګه د کار په لټه کې دي خو نشي کولی دکار پيدا کړی . د هغوی یو شمېر، د څه مودې لپاره د کار دپیدا کیدو په لټه کې وی خوپه پای کی د کار د ځواک څخه را ولویږي او دکار کولو توانی نه لری . نو موږ وایو د دې کارکوونکو زړونواو دکارلټون ته په کتو بیکاره نه دي شمېرل شوې خو په روښانه او ښکاره ډول د کار د بازار څخه بې برخې شوې.

او دغسې نور زيات علتونه دي چې زمونږ په ټولنه کې يې ځوانان دبيکارۍ سره مخامخ کړي او ځوانان مو په زياته اندازه بيکاره دي او اقتصادي حالت کې مو پرمختيا په تېرو څولسيزوکې ډېره کمه ليدل شوې نو زما وړانديزونه دولت او ځوانانوته ددوی دکار ګمارلو په اړوند دادي :

د بې کارۍ له منځه وړلود حل لارې لپاره دولت ته وړاندیزونه :

1. دولت باید دکاري فرصتونو دایجاد په اړوند اقدام وکړي او اوږدمهاله پروژې دهیواد دبیارغونې له پاره په کار واچوي .

2. د زده کړو کيفيت باید اصلاح شي : د پوهنې اوسنی سیستم په معیاري کچه نه دی . حکومت بايد د ښوونې او روزنې سيستم دښه والي په موخه نوې لارو چارو او ماهر کاري ځواک رامنځته کړي. حکومت باید یوه باصلاحیته کمیټه غوره او جوړه کړي چې د ښوونځيو او پوهنتونونو تدرییسی چارې په مسلسل ډول وګوري او تدریسي پلان دتطبیق څارنه یې وکړي .

3. ځوانانو ته بايد دمسلکي ښوونې له پاره انستیوتونه جوړ تر څو مسلکي مهارتونه یې لوړ شي .

4. حکومت باید کلیوالو سیموته توجوړ وکړي او د کرنې پر بنسټ د صنايعو وده وهڅوي تر څو د دموسمي بیکارۍ مخنیوی وشي.

5. د کليوالو سيمو پراختيا به ښاري سیمو ته د کليوالیو سیمودوګړو د خلکو د مهاجرت ودروي او دا کار به د ښاري ښارد دندو دفشار سبب نه ګرځی.

6. حکومت باید بهرنيو شرکتونو سره قراداونه وکړي چې هم په داخل کې او هم په بهر کې دقانوني لارو چارو وروسته کاري زمینه برابره شي .

اوله ځوانانو نه مې هيله داده چې نړۍ ډېره پر مختللي او ستاسې هوډ او عزم به مو هېواد ددغه کړکيچن حالت څخه وژغورلای شي تاسې بايد ځان دعلم په ګاڼه سمبال کړئ ځان بايدد اوس وخت او عصر تعليم ترلاسه کولو دپاره چمتو کړئ او تر لاسه یې کړئ دخپل کار سره مينه ددغه مشکلاتو دحل باعث ګرځي نو دغه هوډ په صورت کې ځوانان به په هيواد کې داقتصادي پرمختګ عامل او شاهد واوسي اوځوان بايدپدې پوهه واوسى چې اقتصادديوهېواداوځوان داقتصاددملادتيرحيثت لري .

زما په اند پرته له ځوان څخه دیوهېواد اقتصادي پرمختګ ناشونی دی اوهیڅ کله به ونشي کړای چې دخپلو هېوادوالو له پاره سوکاله زمینه مساعده کړي .

نو ځوانانو ټول باید د یوسوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړو او دغه بدبختي له خپل هیواد څخه نوره لرې کړو .

په اقتصادي لحاظ دیو قوي او پرمختللي افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x