دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمه امت د تباهۍ اسباب (دويمه برخه)

 شریف الله خالد

د مسلمه امت د دې ویرجن او غمځپلي حالت دویم سبب د جهاد پرېښودل دي:

عبدالله بن عمر رضي الله عنهما د خوږ نبي پاک صلی الله علیه وسلم حدیث مبارک را نقلوي چې کله تاسو په خرڅلاو شروع وکړه او د مال او زر راجمع کولو په لټه کې مو جهاد پرېښود، نو په تاسو به ذلت نازل کړی شي او تر هغې به ذلت کې ژوند تېروئ چې د الله دین ته ستانه شوي نه یئ.

په بل حدیث کې دا اضافه هم شته چې کله تاسو د مال او متاع په هڅه کې سرګردانه شوئ او جهاد مو پرېښود نو د ټولنې شیطان صفته خلک به ستاسو پاچاهان جوړ شي، په تاسو به ظلمونه روان وي، ستاسو نېک وګړي به د ظلم او شر څخه د خلاصون دعاءګانې کوي، خو دعاءګانې به یې نه قبلېږي، بلکې تاسو به ترهغې په همدې ذلت کې ژوند تیروئ چې په کامله معنی د الله دین ته ستانه شوي نه یئ.
همدا راز د دې مبارک آیت:

﴿ وَأَنفِقُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا تُلْقُوا۟ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى ٱلتَّهْلُكَةِ ۛ وَأَحْسِنُوٓا۟ ۛ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُحْسِنِين ﴾. [البقرة: ۱۹۵].
په تفسیر کې حضرت ابو ایوب انصاري رضي الله عنه فرمايي چې: مطلب دا دی چې جهاد پرېښودل په لوی لاس هلاکت ته ځان غورځول دي.

د پورته حدیث مبارک له رویه که د مسلمانانو موجوده حالت ته زیر شو، نو ډېره روښانه ده چې هرکله د مسلمانانو د ژوند مقصد د الله جل جلاله رضا وه او خپله کامیابي یې د اسلام په سر لوړۍ او د اسلامي نظام په قیام کې لېدله او د هغې د نفاذ لپاره یې د هیڅ قسمه تاوان څخه ډډه نه کوله، د جهاد لپاره د چندې په وخت کې به یې د کور ټول سامان د امیر مخې ته حاضر کړ، هغه محال به د ځمکې په سر داسې هیڅ کوم مسلمان نه وه چې د کفارو د لاسه به یی د ژوند ورځې بې خونده وې، بلکې کفار به د مسلمانانو رحم ته ناست وه، یا به یې ایمان راووړ او یا به یی جزیه ورکوله، که نه دریمه لار به یی سر وهل وه، لیکن له کله چې مسلمانانو خپل مسیر پرېښی دی او د دنیوي مال په هوس کې لالهانده ګرځي او په لوی لاس یی کفارو ته دا فرصت ورکړی چې د پاچاهۍ ، امر او منع او د دولت د کمان چاری کفار په لاس کې ولري، پس له هغې ورځې مسلمانان د آه و فریاد سره مخ دي او تاریخ یې خپلو پاڼو کې د سرو وینو پرته څه بل څه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x