افغانستان

«امریکايي پوهنتون» د تښتول شویو بهرنیو استادانو په اړه غبرګون وښود

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۲۳، ۱۳۹۵ل): وروسته تر هغه چې تېره شپه طالبانو په کابل کې د دوه تښتول شویو بهرنیو استادانو ویډیو خپره کړه، د امریکا پوهنتون له لوري یې په غبرګون یوه اعلامیه نشر شوې چې په کښي ویل شوي مونږ په دغه ویډیو ودردېدلو.

«مونږ به ټول هغه څه کوو چې په وس کې مو دي؛ تر څو خپل استادان په خیریت سره له خپلو کورنیو سره یو ځای کړو، دوی افغانستان ته ددې لپاره راغلي وو چې له افغانانو سره مرسته وکړي او هیڅ چاته ضرر ونه رسوي».

په خبرپاڼه کې بندیانو ته په اشارې سره ویل شوي : « کله چې تاسو زمونږ دغه خبري واورئ، نو پوره یقین وکړئ چې مونږ ستاسو تر څنګ ولاړ یو، مونږ ستاسو سره همکار یو او ستاسو غم راسره دی، مونږ غواړو چې تاسو کور ته ولاړ سئ، مونږ تاسو د امریکايي پوهنتون د کورنۍ غړي بولو، مونږ به ستاسو د خلاصون لپاره خپل ټول وس په کار واچوو، مونږ به نه ستړي کیږو، مونږ به پر ټولو اړخونو فشار وارد کړو چې ستاسو د ازادي لپاره ټول وس په کار واچوي، زمونږ دعاوي ستاسو ملګري دي، مونږ به تر هغو ارام ونه کړو تر څو مو تاسو خلاص کړي نه یاست او له ځانه سره مو یو ځای کړي نه یاست».

د یادوني وړ ده چې تېره شپه طالبانو یوه ویډیو خپره کړه چې په دغه ویډیو کې یو امریکايي او بل اسټرالیايي استادان ښکاري کوم چې د تېر کال ۲۰۱۶ په اګست میاشت کې د کابل څخه تښتول شوي وو.

طالبانو د ویډیو سره په خپره شوي خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی بندیانو د خلاصون جایز غوښتني دي ومنل شي او د زور څخه دي کار نه اخیستل کیږي کنه د بهرنیو بندیانو ژوند ته به ګواښ جوړ شي.

بهرنیو بندیانو په هغه ویډیو کې چې نن ټکی اسیا تر لاسه کړې، ویلي وو چې مونږ وروسته تر هغه ډېر نا امیده شو کله چې د امریکايي پوهنتون او امریکايي چارواکو په ګډون د طالبانو سره ددوی د خلاصون مذاکرات ناکام شول.

دوی ویلي چې طالبان په بګرام او پل چرخي کې خپل یو شمېر بندیان غواړي، دغه تبادله باید تر سره شي تر څو مونږ له خپلو کورنيو سره یو ځای شو.

د یادوني وړ ده چې طالبانو څه موده مخکې د هغو بهرنیانو ویډیو هم خپره کړه چې مېړه او ښځه دي او په بندي خانه کې دوه ماشومان زيږېدلي دي.

دوی هم د امریکایانو او کاناډا څخه غوښتي چې د طالبانو سره د هغوی پر شرایطو خبري وکړي او دوی له زندانه خوشي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x