
غزل/ مسلم يار
مسلم يار
ما خــو دغرو لارې څارلې ته په سمه راغلې
زه ستا ديدن ته انتظار وم ته په طمع راغلې
زه په تياره خونه کې ناست يمه تنها جانانه
زما په خيال زما جونګړې له ته شمع راغلې
لا خو مې ژوند ته د شروع لاره ښودلې نه وه
مرګيه تا ته يم حيران چې ته له کمه راغلې
ستا دا شلېدلې ګريوان بيا په اوښکو لوند وينمه
داسې ښکاريږي چې تازه بـيا له ماتـمه راغلې
له ډېـره وخته دې راتـلو ته انتـظار وو خلـک
اخ، پسرليه څومره تش څومره بې غمه راغلې
دلته يو چا ته خلک ډېر په منډه،منډه راغلل
اې”مسلم ياره”ولې ته دومره په دمه راغلې؟