افغانستان

امریکایان وايي د کندز ۳۳ کلیوال یې له ځانه په دفاع کې ووژل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۲۳، ۱۳۹۵ل): امریکايان وايي چې د کندز په بزکندهاري سیمه کې یې ۳۳ ولسي وګړي له خپل ځان څخه په دفاع کې وژلي دي ځکه نو هیڅ چاته په هیڅ توګه جوابده نه شي کېدلای.

که څه هم پېښه د تېرکال نومبر میاشتي په لومړیو کې شوې، خو د امریکایانو د تحقیق پایلي نن اعلان شوې.

امریکایانو په خپل تحقیق کې ومنله چې ددوی د بمباریو له امله ۳۳ ملکي وګړي وژل شوي دي او ۲۷۷ نور ټپيان شوي دي.

امریکایانو ویلي چې دوی وروسته تر هغه پر کلي عملیات وکړه کله چې ددوی دوه سرتیري ووژل شوه او څلور نور ټپیان شول.

او زیاته کړې چې په دغه عملیاتو کې د ملي اردو ۳ کمانډو عسکر مړه او ۱۱ نور ټپیان شول.

چې له هغه وروسته د امریکايي ځواکونو الوتکي را وبلل شوې او د هغوی څخه په سیمه کې د بمبار غوښتنه وشوه.

د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن رسنیو ته ویلي چې په دغه پېښه کې طالبان د ولسي وګړو په منځ کې پټ شول او بیا یې پر مونږ برید وکړ، خو مونږ بیا هم د افغانستان ولسمشر ډاډ ورکوو چې هر کله بمبار او نور عملیات کوو نو د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوي ته به په ځانګړي توګه پاملرنه کوو.

د امریکايي ځواکونو له لوري په نشر شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی دغه بمبار په خپله دفاع کې کړی ځکه نو نور د هیڅ اجراءاتو اړتیا نه ویني.

باید وویل شي چې د تېر کال ۲۰۱۶ د نومبر میاشتي پر دریمه نېټه امریکایانو د کندز ښار په بز کندهاري سیمه کې پر یوه کلي چاپه ووهله، د چاپې وروسته په سیمه کې موجود طالبان کلي ته ورسیدل او پر هغو یې ډزي وکړي چې له امله یې دوه امریکایان مړه او څلور نور ټپيان شول.

امریکایانو وروسته پر کلي بمبار وکړ چې له امله یې د کلي پنځوس کورونه متضرر شول او تر ۳۰۰ زیات کسان چې اکثره یې ښځي او ماشومان وه، ووژل شول.

هغه مهال طالبانو ویلي وه چې تېره شپه امریکایانو غوښتل چې په ۳ طالبانو چاپه ووهي خو کله چې د طالبانو له مقاومت سره مخ شول، نو «له ملکي خلکو د غچ اخیستنې په موخه یې» په سیمه سخت بمبار وکړ او ۵۰ ولسي کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړل.

https://www.youtube.com/watch?v=kEVHhzaKF64

د یادوني وړ ده چې د کندز ولایت په مرکز کې امریکایانو د کال ۲۰۱۵ په سپتمبر میاشت کې هغه وخت چې طالبانو د لومړي ځل لپاره کندوز ونيو، افغان حکومت له امريکايي پوځيانو مرسته وغوښته او امريکايانو د افغان امنيتي ځواکونو ځمکنۍ او هوايي مرسته پيل کړه.

امريکايي الوتکو پر طالبانو بمبارۍ پيل کړې، چې په ترڅ کې يې ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

د نورې ولسي مرګ ژوبلې تر څنګ امريکايي الوتکو د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هم بمباري وکړه، چې امله يې د روغتون ډاکټرانو، عملې او ناروغانو په ګډون ۴۲ تنه وژل شوي وو او لسګونه نور ټپيان وو.

په کندوز کې د بې پولي ډاکټرانو یوازینی روغتون د امریکایانو د بمبار وروسته په سرو لمبو کې

په دغه بمبارۍ کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون په مکمله توګه له منځه تللی و.

امريکايي چارواکو هغه مهال ادعا کړې وه، چې په دغه روغتون کې طالبان و، مګر وروسته يې ومنله، چې دا يو «بشري تېروتنه» وه.

د بې پولې ډاکټرانو اتحاديې ويلي و، چې دوی پنټاګون او د امريکا بهرنيو چارو وزارت ته خبرداری ورکړی و، مګر د دې سربېره هم له نيم ساعت زياته بمباري روانه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x