افغانستان

د کندهار والي په جرمني کې د ناټو پوځي روغتون ته لیږدول کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۲۳، ۱۳۹۵ل): د کندهار والي همایون عزیزي په جرمني کې د ناټو سازمان پوځي روغتون ته لېږدول کیږي تر څو یې په سمه توګه درملنه وشي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ رسنیو ته ویلي چې د کندهار والي روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی، هغه لیکل کولای سي او د ګرځنده تلیفون څخه هم استفاده کولای سي.
نوموړي ویلي چې هغه به د ښې درملني لپاره په جرمني کې د ناټو سازمان پوځي روغتون ته انتقال شي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي چې همایون عزیزي د مخ په برخه کې سوځېدلی دی او غاښونه یې ستونزې لري چې له همدې کبله ډاکټرانو له خبرو کولو څخه بند کړی دی.
نوموړي ویلي چې د هغه د راتلونکي درملني په اړه به ډاکټران پریکړه وکړي چې څه په کار دي.

د کندهار والي همایون عزیزي او د متحده عرب اماراتو سفیر د ولایت په مقام کې دننه د یوې غونډي پر مهال د چاودني له امله ټپيان شول.
په دغه برید کې د نوموړو تر څنګ ۱۸ کسان نور جګپوړي چارواکي هم ټپيان شوي دی او د پنځه اماراتي دیپلوماټانو په شمول د ولایت مرستیال، د بهرنیو چارو رئیس، د په واشنګټن کې د افغانستان دیپلومات، د جوزجان ولایت وکیل او سناتور ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x