افغانستان

پروفیسور ډاکټر موسی وردګ وفات شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۲۳، ۱۳۹۵ل): د هیواد نامتو جراح ډاکټر موسی وردګ د ورپيښي ناروغي له امله ومړ.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش نن ورځ رسنیو ته وویل چې تورن جنرال محمد موسی وردګ نن مازیګر شاوخوا پنځه بجې د ورپيښي ناروغۍ له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

نوموړي جنازه به سبا د سردار محمد داود خان له څلور سوه بستریز روغتون څخه واخیستل شي او د شهداء صالحینو په مقبره کې به خاورو ته وسپارل شي.

موسی وردګ په کال ۱۹۴۹میلادي د میدان وردګ په سید اباد ولسوالۍ کې زیږېدلی وو، له حربي پوهنتون څخه فارغه او بیا یې په روسیه کې د معالجوي طب په برخه کې لوړي زده کړي وکړي.

نوموړی د سردار محمد داوود خان د روغتون مشر هم پاته شوی دی او اوس یې په کابل کې خپل په نامه ځانګړی روغتون هم درلود.

دپروفيسور اكاډمسين  ډاكټر محمدموسی وردګ ژوندليك 

ډاكټر محمد موسی وردګ په ۱۹۴۹ كال د وردګو د سيداباد ولسوالۍ په صدوخيل كلي كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې تر شپږم ټولګي پورې دوردګو د تكيې په ښوونځي كې ترسره کړې او وروسته له هغه تر دولسم ټولګي پورې يې خپلې زده كړې په حربي ښوونځي كې ترسره كړې دي 

لوړې زده كړې يې د پخواني شوروي اتحاد د  كيروف پوځي طب په اكاډمۍ كې دپخواني ليننګراد په ښار كې(ننني سي پطرس بورګ  )روسيه كې دام ډي ماسټرۍ دديپلوم او دسرو زرو دمډال په اخيستلو په ۱۹۷۵كال كې پای ته ورسولې ، ليكن  وردګ په دومره زده كړه بسنه ونه كړه او خپلو لوړو زده كړو ته يې  دوام وركړ تر څو په ۱۹۷۷ يې وكړاي شول د ايم ايس او پي ايچ ډي  ديپلوم د طب په علومو كې ترلاسه كړي همدا شان وردګ په كال ۱۹۹۲ كې د جراحانو او ارتوپيدي دنړيوال انجمن (سيكوت)غړى منل شوى او د۲۰۰۴ كال راهيسې د روسيې د فدراتيف د ډاكټرانو د انجمن  غړى دى 

ديادولو ده چې وردګ په ۱۹۸۶ كال كې د افغانستان د علومو لومړنۍ اكاډميسين  ونومول شو او همدا شان په ۱۹۸۸ كال كې يې د طب د پوهنځي دپوهاندۍ علمي رتبه هم خپله كړه 

علمي وياړنې:

ديوه اختراع سند او د ۸۶ اتيا نويو جراحي او ارتوپيدي ميتودونو درلودونكي ،چې په نړيواله كچه منل شوي دي.

تأليفات:

له ۲۰۰ څخه زياتې علمي ليكنې چې د هيواد په بيلابيلو مجلو كې خپرې شوې دي-  ۶۹ علمي ليكني په بهرنيومجلوكې-  ۱۴ تدريسي كتابونه د هيواد دننه-  د روسيې په فدراتيف كې په روسي ژبه د يوه تحقيقي اثر ليكنه –  په انګليسي ژبه  يو بل  تحقيقي اثر چې د سي ډي په بڼه راوړل شوى دى-  په ۴۱ بين المللي كنفرانسونو او دوه دنړي د ارتوپيدي ډاكټرانو په كنګره كې  برخه اخيستل(په جنوبي كوريا او استانبول كې).

په افغانستان كې   د ارتوپيدي او تراماتولوژي د ښوونځي موسس ، د روغتيا د مجلې موسس، د څلورو ډاكټرانوروزل د پي ايچ ډي په سويه او د ۳۷ ډاكټرانو د تخصص په سويه روزل .د تراوماتولوګ او اورتوپيدي د نوو او مدرنو ميتودونو دودونكى .

دولتي دندې:

د سپتيك دجراحي سرويس شف او منځ ته راوستونكى .

د وسلوال پوځ د علومواكادمۍ سرطبيب

دافغانستان د هغه وخت د اردو د ترماتولوژي امر

د پوځي طب موسس او قوماندان

د طبي علومو د اكادمۍ عمومي مرستيال 

د افغانستان د علومو  اكادمۍ د طب دعلومو د مركز موسس او افتخاري رييس

 د جمهوري رياست د مشورتي شورا قوماندان.

د ملي دفاع وزارت د صحيه رياست مشر

پای

روح يې د ښاد وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x