نظــر

طالبان او د افراطي فکر وېره

ظریف افغان

د طالبانو غورځنګ د نویمو میلادي کلونو د لومړۍ نیمايي زېږنده ده. هغه مهال چې جهادي ډلو کمونیستي رژیم مات کړ او د خپلمنځي جګړو اور ولګېد طالبان یو ډول د ولس ناجي ډله وګڼل شوه، ان تر دې چې برهان الدین رباني هم ورته د سولې د پريښتو نوم ورکړی و. دا یوازې د دغو ملېشو خپلمنځي جګړه نه وه، بلکې د ولس پر ضد هم په پراخه کچه جګړه پیل شوې وه. ګڼو ډلو د خپلو جګړه مارو د خوشاله ساتلو لپاره تر خپل واک لاندې سیمو کې پاټکونه ساز کړي وو او د خوار ولس له جېبه یې خپل جګړه ماري تمیولول او مړول. خبره یوازې د پیسو او مالیې هم نه وه، ډېری وخت داسې کېدل چې د عزت د خاوندانو عزت او پت د پاټکسالار او جګړه مارو د وحشي شهوت او شخصي غوښتنو ښکار کېدل. په هر صورت، دا غمیزه اوږده ده او اوس د هر خاص و عام تر غوږه رسېدلې ده. د طالبانو غورځنګ د خپل وخت د اجتماعي-سیاسي نابرابریو او وحشت زېږنده بللی شو چې په یوه پلان ګذاري شوي او طرحه شوي ډول نه دی رامنځ ته شوی بلکې د حالاتو پر وړاندې د یوه طبیعي افغاني عکس العملي حرکت په توګه یې ګڼلی شو.

د ډېرو طالب مشرانو له وینا سره سم، په لومړیو کې ملا محمد عمر مجاهد دا هم په پام کې نه لرل چې مبارزه به یې تر کابل او بلاخره تر ټول افغانستانه رسېږي او د طالبانو غورځنګ به د دومره نړیوال شهرت او حیثیت خاوند کېږي. د ملا محمد عمر نظر دا و چې د خپلې سیمې د پاټکوالو پر ضد پاڅون وکړي اود خپلو خلکو عزت او پت خوندي کړي، خو ورو ورو د ولسي ملاتړ په نتیجه کې خبره پراخېده او پراخېده چې پای یې په کابل او د افغانستان په شمال تمام شو او طالبان د افغانستان تقریبا بشپړ واکمن شول.

طالبان او منځلاری فکر

د طالبانو د مبارزې اساس او محوري ټکی اسلام تشکیلوي. طالبان زموږ په جغرافیه کې د سیاسي اسلام یوه علمبرداره ډله ګڼل کېږي. طالبانو په تېرو پنځلسو کلونو کې د امریکايي حضور او اشغال پر ضد بې سارې مقاومت وکړ. دا یوازې اسلامي انګېزه ده چې کولی شي داسې پراخې او اوږدې جګړې ته جنګیالي چمتو کړي. خو جالبه دا ده چې د اسلام له انګېزې سره سره له دنیا او ملي مسایلو سره په چلن کې د طالبانو تعامل د نورو اسلامي غورځنګونو په پرتله ډېر بدل دی. د طالبانو له ځینو کمزوریو سره سره، دوی وکولی شول چې افغان توکمونه تر ډېره له خپلې داعیې سره مله کړي. طالبانو کله هم تر خپلې وسې او توان پورته شعارونه نه دي ورکړي. طالبانو چې څومره څه کولی شوای په هماغې کچې يې کړي، تر خپلې وسې پورته یې غورځې پورځې نه دي کړي. تر کومه چې ما اورېدلي، دا خاصیت تر ډېره د ملا محمد عمر مجاهد شخصي ځانګړنه وه، چې تبلیغاتي طبیعت یې نه درلود او همدغه طبیعت اوس د طالبانو په عمومي سیاست هم حاکم دی.

له اول نړیوال جنګ وروسته، کله چې په ترکیه کې د اسلامي خلافت وروستۍ نښه هم له منځه ولاړه او اسلامي نړۍ په بشپړ ډول په غربي ماډل دولتي سیسټم باندې واوښته، دلته د اسلامي غورځنګونو د راټوکېدو اړتیا محسوسه شوه. په مصر، هند نیمې وچې او نورو سیمو کې د اسلام د تېر عظمت د راژوندي کولو په هیله غورځنګونه راپیل شول. دغه ټول اسلامي غورځنګونه له مختلفو پړاوونو تېر شوي. وخت ناوخت یې پر خپلو تګلارو او سیاستونو د بیاکتنې اړتیا احساس کړې ده. د طالبانو غورځنګ کې د پام وړ ټکی دا دی، چې له پیله یې په لیکلې ډول تګلاره نه درلوده. د حالاتو او پېښو سره سم یې دريځونه نیولي. له دې امله د طالبانو تګلاره یو ډول عقلاني او عمل محوره ګڼلی شو. په دې معنا چې له نړۍ سره د طالبانو تعامل تر ډېره د تیوري ګانو پر ځای د حالاتو په پام کې نیولو سره عیار شوی دی. همدا دلیل به وي چې د طالبانو هویت یو ډول تکاملي دی، چې اوس د پرمختګ او اصلاح په حال کې دی.

طالبانو نه د اخواني حرکتونو په څېر د اسلامي امت شعارونه ورکړي او نه یې هم په اسلامي نړۍ کې د سیکولرو جهتونو په څېر په جغرافیوي پولو ایمان راوړی. طالبان له پیله افغاني حرکت و، د افغانستان د حدودو په نظر کې نیولو سره یې خپل سیاستونه عیار کړي او د افغاني لیدلوري لرونکی خوځښت پاتې شوی. خو له دې سره سره یې بیا د نړۍ له ګوټ ګوټه د هغو مسلمانانو کوربه توب هم کړی چې په خپلو وطنونو کې پرې ژوند تریخ شوی و.

طالبانو د پخوانیو مجاهدینو پر خلاف د هغو عرب مجاهدینو ننګه وکړه، چې ریال او مرستې يې تېرو جهادي مشرانو ته رسېدې او دښمني يې طالبانو په غاړه واخیسته. عرب مجاهدینو ته پناه ورکول او پالنه یې کول به د هغه وخت اړتیا او ضرورت و؛ خو اوس داسې نه ښکاري چې عربان دې افغانستان ته بیا اړتیا محسوسه کړي. طالبان اوس خپلې ستونزې او مجبوریتونه هم لري او عرب مجاهدین هم اوس په خپلو وطنونو کې یا عادي ژوند کولی شي او یا هم که غواړي جهادي فعالیت ولري، نو بیا هم عربي هېوادونو کې ورته ډګرونه پرانیستي دي.

طالبان او د افراطيت وېره

اګرچه طالبانو یوازې پنځه کاله پر افغانستان واکمني کړې ده، خو له نړۍ سره د طالبانو د چال چلن عمر بیا تر دې اوړي. طالبان د اسلامي امارت له سقوط څو کاله وروسته بیا د دې جوګه شول چې نړیوالو اړخونو سره د افغانستان د مسئلې د معقول حل په موخه ارتباطي چاینلونه پرانیزي. له دنیا سره د مستقل تعامل دریڅې خلاصولو هدف ډېر طالب مشران د زندان مېلمانه کړل او د ځینو په مرګ هم تمام شول. دغه تعامل په خپله طالبان له نورو جهادي غورځنګونو راجلا کوي. داسې لږ جهادي حرکتونه دي، چې له نظامي مبارزې سره سره دې یې استازي له نړیوالو سره مسلسل تماسونه هم ولري. دا هغه څه دي چې طالبانو کې یې استعداد لیدل شوی دی.

د نظامي او سیاسي فعالیت موازي پرمخ وړل ستونزې هم لري. ستونزه دا ده چې په جهادي حرکتونو کې تر ډېره سیاسي فعالیت ته په کمه یا حتا په بدګومانۍ کتل کېږي او د جګړې د دوام مجبوریت ډېر منځلاري حرکتونه هم تندلارۍ ته مجبوره کړي. طالبان تر اوسه تر ډېره حده توانېدلي چې له خپل سیاسي فعالیت سره خپل جنګیالي او نظامیان موازي وساتي. خو په دې وروستیو کې د طالبانو په ادبیاتو کې ځینو داسې بحثونو سر راپورته کړی، چې د طالبانو له عمومي سیاست او تګلاري سره په ټکر کې ګڼل کېدای شي. د دې لیکنې هدف همدا دی چې دغه ټکي ته د مسوولینو پام واړوي.

طالبان نه القاعده دي، نه هم داعش… طالبان باید خپل هویت او اهداف ولري. که طالبانو یو مهال د القاعدې مشرانو ته پناه ورکړې، دا په دې معنا نه شي کېدای چې خپل هویت په هغوی کې ذوب کړي. د طالبانو مبارزه له پیله د افغانستان په ملي جغرافیه کې راڅرخېده، چې دې تګلارې له طالبانو یو افغاني ملي حرکت جوړ کړی و. د همدې خاصې له امله طالبان نن د نورو اسلامي حرکتونو په مقایسه ډېر برلاسي دي. اوس اوس داسې شعارونه او ادبیات د طالبانو په صفونو کې خپاره شوي چې د ټیټ پوړیو طالبانو په ذوق برابرې وي. په دې کې شک نه شته چې د اول صف طالبانو په لیکو کې به افراطي فکر ته تمایل زیات وي او شاید دغه ځوانه طبقه مبارزین په اسانه د افراطي فکر ښکار شي، خو دا د طالبانو د لوړې کچې مشرانو او په تېره دیني علماوو او په ډېر مشخص ډول د فرهنګي کمېسیون مسوولیت دی چې د داسې تمایلاتو مخنیوی وکړي.

که د داسې ادبیاتو بېلګو ته اشاره وکړو نن سبا دوه داسې کتابونه د ځوانو طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي، چې دواړه کتابونه هم د امارت له پالیسیو او تګلارو سره همغږي نه لري او هم هغه افکار ترویجوي چې راتلونکي کې ستونزې جوړوي. په «فکري پوهنه» او «د یرغل پر وړاندې» دواړو کتابونو کې ډېر داسې عنوانونه او مقالې شته چې د امارت د تګلارې پر خلاف د لیکوال پر شخصي تمایلاتو راڅرخي. په دې کې شک نه شته چې په یوه حرکت کې ممکن د مختلفو افکارو خلک موجود وي، هر څوک حق لري چې خپل فکر او تمایلات ولري، خو د حرکت په کچه باید هغه مواد او ادبیات ترویج او خپاره شي چې د حرکت عمومي پالیسي ورسره عیاره وي. په دغو کتابونو کې یو ټکی چې د امارت له عمومي سیاست سره په تضاد کې ګڼلی شو، هغه پر نړیوال جهاد باور دی. هغه څه چې د امارت له سیاسي او فرهنګي ادرسونو همېشه رد شوی. دلته د خالیګاه ستونزه هم ډېره جدي ده. که چېرته د امارت فرهنګي کمېسیون او په دغو مسایلو پوه علما دغه خالیګاه ډکه کړي، نور به د دغو کتابونو لاس په لاس کېدو اړتیا منتفي شي. متاسفانه تر اوسه د امارت فرهنګي کمېسیون نه دی توانېدلی داسې یوه ټولګه چمتو کړي، چې د امارت ځوان نسل ته د هغوی له فهم او ژبې سره برابر د امارت د سیاست عمومي خطوط واضح کړي.

دغې ستونزې ته اوس ځکه باید ډېره توجه وشي، چې د داعش فتنې له راتلو او په سیاسي ډګر کې د امارت له ځینو فعالیتونو سره ممکن د ځینو ځوانانو اذهان مغشوش شي. شاید ځینې ځوانان فکر وکړي، چې د امارت پالیسي له اسلامي شریعت سره ډېر اړخ نه لګوي او د داعش او نورو افراطي ډلو بیا په اصطلاح ډېره اسلامي تګلاره ده.

دا مشکل هغه وخت ځان ته ډېره جدي بڼه غوره کړي، چې کله طالبان په سیاسي ډګر کې کوم ابتکار یا پرمختګ وکړي. دا خبره مخکې یاده شوه چې په جهادي حرکتونو کې سیاسي او نظامي موازي پرمختګ ډېر مشکل دی خو تر اوسه په دې چاره کې طالبان برلاسي ښکاري. خو بیا هم ستونزې شته. د مثال په ډول که د طالبانو سیاسي دفتر له روسانو، چینایانو یا په سیمه کې له داسې نورو جهتونو سره تماسونه نیسي، رغنده ناستې کوي او له امریکا سره د دوی له اختلافه ګټه پورته کوي، داسې لاسته راوړنې شاید نظامي طالبانو ته ډېر په زړه پورې نه وي یا حداقل ډېر به پرې قانع نه وي. خصوصا چې په دې برخه کې د طالبانو مخالفین تبلیغات وکړي دا وېره نوره هم جدي شي. که طالبان نور هم پرمخ ځي او سبا په دنیا کې د یوې مشروع مبارزې ډلې په حیث وپېژندل شي، شاید د طالبانو سیاسي استازي د روسیې په ګډون مختلفو غیراسلامي هېوادونو ته سفرونه وکړي او داسې صحنې هم شاید راشي چې د دوی ناستې په نړیواله مېډیا کې پوښښ ومومي. په هغه صورت کې به د نظامي طالبانو همغږي څومره وي؟ په تېره چې په افراطي فکر روزل شوي وي. دا مهمه پوښتنه ده، چې له نن څخه باید د طالبانو فرهنګي کمېسیون او په سیاسي مسایلو پوه دیني علما ورته د خپلو جنګیالیو اذهان تنویر او اماده کړي.

افراطي فکر…د چا په ګټه؟

زموږ په اسلامي ډلو کې متاسفانه داسې حالت حاکم دی، چې ډېرو سطحي ځوانانو ته افراطي فکر ډېر اسلامي! برېښي. حال دا چې که د افراطي فکر عوامل، ريښې او وېروونکې پایلې په دقیق او عمیق ډول مطالعه شي، هېڅ مخلص مسلمان مبارز به خپله مبارزه د بې ځایه او غیرعاقلانه احساساتو او تمایلاتو ښکار نه کړي. که د افراطي ډلو د مبارزه تر ذره بین لاندې ونیسو، اکثر افراطي ډلې په ناخودآګاه ډول د نورو جهتونو، ان د همدغو ډلو د دښمنانو د لومو او دسیسو ښکار شي. دا ډلې ډېر وخت په داسې فعالیتونو بوختې وي چې ګټه یې د دوی مباشر دښمن ته رسېږي. زموږ په سیمه کې خصوصا په افغانستان کې افراطي فکر د شوروي پر ضد د جهاد له منفي پایلو څخه ده. د شوروي ضد جهاد په وخت کې دلته ګډوله افکار خپاره شول، بې له دې چې زموږ ټولنه، زموږ دودیز سیستم، زموږ راتلونکی او د وطن راتلونکی په پام کې نیول شوی وای، هر چا د خپلې طبعې فکر موږ ته پيچکاري کړ. هغه وخت مهمه دا وه چې څنګه داسې یو فکر موږ ته راکړل شي چې افغانان ښه جګړه وکړي، متاسفانه د افغانانو سبا ته چا فکر نه کاوه. زموږ د جهاد حامیانو خپلو ګټو لپاره موږ ته هر څه راکول چې موږ ښه جګړه وکړو. هغه وخت هغه تنظیم ته د امریکا ډالر، د سعودي ریال او د پاکستان حمایت زیات وررسېده، چې ډېر افراطي او غیر ملي تمایلات به یې درلودل. موږ په تېر جهاد کې هغه رهبران هم ولیدل چې د ډېر افراط تظاهر به یې کاوه، د هغوی وزن او لاسته راوړنې نن ټول وینو چې تر بل هر چا مخکې يې ځان او خپل تنظیم له بشپړې تباهۍ سره مخ کړل.

په سیمه کې د امریکا له سیاستونو په ډېرې سادګۍ سره ښکاري، چې امریکایان هڅه کوي چې زموږ په سیمه او افغانستان کې داسې افراطي ډلې رامنځ ته شي چې د سبا لپاره د نظام او حکومتدارۍ طرحې ونه پېژني او له جګړې، وژنو او وراني ویجاړي هاخوا یې بل څه سره کار نه وي. که نن طالبان داسې پالیسي خپله کړي لکه داعش یې چې لري، د امریکا د دښمنۍ پر ځای به د امریکا حمایت او ملاتړ خپل کړي. دا چې امریکا ولې په افغانستان کې د داعش افراطي ډلې ملاتړ کوي، دلیل یې همدا دی چې د طالبانو مبارزه ډېره هدفمنه او مسوولانه ده. امریکا نن د طالب د ټوپک تر ډز هم له دې ډېره په وېره کې ده چې طالبان په سیمه کې د امریکا له مخالفو جهتونو سره یوه خوله نه شي. امریکا غواړي چې طالب یوازې د جګړې ډله وي، نه د سیاست او تفاهم.

اوس دا د مبارزو لیکوالو، علماوو او فرهنګي مسوولینو مسوولیت دی چې په دې اړه مسوولانه ګام واخلي او د خپلو ځوانو مبارزینو اذهان تنویر کړي. دغه ځوانان به ګومان کوي چې امریکا به د دوی له افراطي فکره وېره لري، حال دا چې امریکا د همدې په هڅه کې ده چې دلته د افراطیت ځړي وکري. که خدای مه کړه د طالبانو غورځنګ سیاستونه له افراطي ډلو متاثره شول، د طالبانو د پنځلس کالو مبارزې ثمره به ضایع وي. خو تر دې دمه په دې اړه د طالبانو عمومي سیاستونه هیله بښونکي دي، هیله ده چې ستونزو ته هم پام وکړي او حل لارو باندې يې فکر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملتيار

ظريف وروره !
اسلام عليکم ورحمت الله.
دا دوه کتابونه کومه بلا نه دي چې ته ورنه ويرېږي.
نړيوال جهاد مومن به راځي.
فعلا چې افغان طالبان اسلامي ملي دعوي لري صرف حالاتو داسي يو دريځ مجبور کړي دي.

فکري پوهنه کتاب يو درست کتاب دی چې هيڅ نوع مشکل په کې نسته دی.

دا ستاسو وام دی چې دا سي فکر کوي.

دواړه کتابونه افراد ليکلي دي چې د امارت حالي پالوسۍ پوري اړه نه لري.
مګر د فکري پوهنې کتاب د نړيوال اسلامي ويښتابه لپاره مهم اثر دی.

محمد نعیم سادات

محترم افغان صاحب ، زموږ بعضی خلګ دادی ملی په کلیمه نه پوهيږی او یا هم غلط برداشت ترینه لری . که په ساده ژبه ووایو د ملی کلیمی څخه زموږ د هیواد افغانستان ساتل او رغول مطلب دی . او که دا خبره بیا عمیقه را وپلټل شی نو بیا دا پوښتنه رامنځته کیږی چی له افغانستان څخه مطلب څه شی دی ؟ یا افغانستان څه معنی او مفهوم لری ؟ ددی پوښتنی ځواب داسی دی چی له نن شاوخوا پنځه سوه کاله مخکی کله چی د صفویانو په نامه افراطی شعیه ډله پر ننی ایران حاکمه شوه او… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

له سیاسی شعییزم څخه زما مطلب ایران دی

خالد

د ګل پرو منده منان نیازی.به څه شرمیږي؟

افغان

زمونږ هیواد خو همدی ملتیارانو ( د ملت دشمنانو ) په کنډواله بدل کړو ، د دوی نشنلیزم د نړیوال یهودی استعمار لمړنی یا ابتدایی وسله او وسیله ده چه د مطلوبو هیوادو ټولنیز جوړښتونه پری نړوی ، بیا یی ویشل شوی چارواکی کړی لکه ترکی او کارمل په شان دوه بنی تری جوړی کړی او یا لکه د ع او غ دوه سری حکومت چه دواړه خپل میړه ته لاس په نامه ودریږی . ستاسی احدی او نورو ته وګوری چه په اوسنی اشغال کی د اشغال ښی لاس وو حتی هغه پشتانه کمونستان د ملتیانو سره ملتیان جوړ… نور لوستل »

mayak khan

درنو ملګرو: لیکوال چې کوم نظر په خپله لیکنه کښې رانغښتی دی ، دهغه ټول ابعاد په پوره دقت سره ولولی ، دهغه مثبتې نیوکې او مشورې تحمل کړی او که کوم ځای تاسو ته نا مناسبه بریښي دهغه په پوره زغم او روښانه دلائلو ځواب او اصلاح وکړی، ترڅو چې په ځان کښې دزغم او دتعقل صفت پیدا نکړو نو هدف ته نشو رسیدلی، داسمه ده چې افراطیت یوه پردی نوې دسیسه ده چې په نژدې دور کښې منځ ته راغله، او خلکو دخپل شوم هدف لپاره د وسیلې په ډول وکاره وله، او زمونږ سپیڅلي دین هم له… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x