
ګيلپ سروې: امريکا، ایران، پاکستان او اسراييل نړیوال امن ته ګواښ هيوادونه دي
د سروې يوه نړویواله اداره ګيلپ د ۲۰۱۳ د سروې په رڼا کې وايي چې په ګرده دنیا نړیوال امنيت ته لومړنی خطر امريکا ده، چې ۲۴ سلنه رايې يې اخیستي. ورپسې دوهم نمبر هيواد پاکستان دی چې ۸ فیصده رايې يې اخیستي. درېيم نمبر چين دی چې ۶ فیصده رايې يې اخیستي دي. د دې په مقابل کې، که افغانستان د طالبانو په لاس ورشي، خطر يې کم ښودل شوی دی. د طالبانو افغانستان ۵ فیصده رايې اخیستي دي. امريکا د عامه رايې سربیره ځان د نړۍ لپاره ستر ګواښ نه ګڼي. ۱۴ فیصده امريکايان د پوځي زبرځواکۍ له امله د خپل هيواد راتلونکی له خطره ډک ويني. امريکايي ولس ايران ستر ګواښ ګڼي، ورپسې افغانستان دوهم خط بولي. د ایران، عراق، لبنان او مراکش په څېر هيوادونه اسراييل نړيوال امنيت ستر ګواښ ګڼي. په یاده سروې کې رايه روکوونکي د ۲۰۱۳ پر ځای ۲۰۱۴ ته خوشبینه دي.