نظــر

دظریف افغان دلیکني (طالبان او د افراطي فکر وېره) په تعقیب

قاري احسان

هغه قومونه تل ژوندي پاته شوي، چې دخپلو تېرو په څېر يې هرې معضلي ته دحل لار لټولي، تېر هر څه تر یقینه رسېدلي وي، هوښیارې داده چې له هغه نه کار واخیستل شي، کوم چې نه ماتېدونکي وي، تل تجربې هم ستړېکېدونکي، او ډیر ځل ناسمي خیږي، زموږ سیاست، زموږ سیاسیون، او تګلاره مو تامه ده، نه نوې دستور ته ضرورت شته او نه نوې ليدلوري ته، هر څه مو واضح دي.

دا زموږ له ایمانیاتو نه دی، چې مومن دوه ځله له یو غار نه چیچل کیږي (لا يلدغ المؤمن من جحر واحد مرتين. صحيح البخاري: 8/ 31)، که داسي وشي نو هغه مومن بیا په خپل بصیرت او ایمان کې تام نه بلل كيږي، زموږ دتاریخ په پیل کې هغه کارونه تر سره شول، چې که له نور قومونو سره هغه شوي وای، دانتقام او جذبې لاره به يې هرومرو خپله وله، په احزاب کې ټولي ناسمي ډلي دمومنانو په خلاف سره یو شوي، هم په سیاسي ډګر او هم په جنګي ډګر کې ورته ستونزي اجاد کړي، دراتلونکي لپاره دوخت سالار صلی الله علیه وسلم داسي تګ لاره خپله کړه، چې دځان مخالفینو ته يې په دوه کې سره وېش ور کړ، له یو نه يې دسولي په نامه ځان بېغمه کړ، او بل ته يې خپله ټوله انجرژي راټوله کړه، هلته نو ورته دفتح مبین زېری ور په برخه شو.

دمیدان تجربه مو هم دا ده، او تېر هم دا راښيې، چې په روښتیا جنګي حالاتو کې مجاهدین جذباتي وي، په هغه وخت کې دوخت غښتلیو مجاهدینو دا نا مناسب کار باله، هغوی یوازي دشمن ته دمټو په زور ورښودل غوښتل، که څه هم بې ځایه کار نه وو، خو سالار يې بیا په سیاسي فکر او بصیرت دخپلو ملګرو دقربانیو نتېجې ته ځان ورساوه، دحدیبې سوله شوه، دا هر څه دهماغه فکر او بصیرت لاسته راوړنه وه، (چې مومن له یو غار نه دوه ځله نه چيچل کیږي)، دخندق تجربه يې په وړاندي پرته وه، نړۍ يې په جنګي میدان کې سره ووېشله، دهغه صلی الله علیه وسلم دسیاست او بصیرت لامل وه، چې کله هم ددوی په وړاندي کفار داحزاب په څېر سره را جمه نه شول، خپل ځان يې یهودو او منافقینو ته خلاس کړ.

ښه په میړانه يې مبارزه وکړه، له وهغه وروسته دمکي فتح رامنځ ته شوه، په یقین سره ویلای شو، چې دا هر څه دهاغه سیاست نتیجه وه، چې دحدیبې په میدان کې کار ترینه واخیستل شو.

په دې زموږ عقیده ده، چې جهاد دابادي لپاره وي، نه دتباهۍ، لکه زموږ مخالفین چې تعبیر وي، نه مو په تېر کې دتباهۍ به نیت مبارزه کړي، او نه مو دایمان جز دی، دالله په زمکه دالله نظام راوستل مو هدف دی، خو که مقابل لوری په خبر نه پوهيږي، هلته ورته څپېړه، او کله په سوک جواب په کار دی، خو کله چې دمیدان مبارزه وګټله شي، هلته بیا دملت ابادي، دمسلمانانو هوساینه، هغوی ته امن راوستل، هغوی له دونیا والو سره برابر ول مو باید ځانګړي اهداف وي.

له نړۍ والو سره تعامل، له هغوی سره تار ساتل، له هغوی نه دملت لپاره کار اخیستل، له هغوی سره خبره کول، په نړۍ کې ځان یو هوښیار پيژندل، دا هر څه مو له ایمانیاتو سره په ټکر کې نه، بلکې دشریعت په قالب کې مو یو اهم هدف دی.

دا هر څه هلته شوني دي:

چې موږ دیو مومن په صفت هوښیار، فطین، بصیر، له اسبابو نه کار خیستونکي، دوخت په حالاتو پوه او شه فراست ولرو، ددې هر څه له بېلګو نه دنبي علیه السلام ژوند ډک دی.

او موږ دتل په څير دخپلو اسلافو له سیرت سره ځان، مجاهد او ملت اشناکړو، (فکري پوهنه) او (د یرغل پر وړاندې) دواړه ښه عنوانات دي، البته هلته چې فکري پوهنه مو په هغه شان تر سره شي، کوم چې دنبوي سیرت سره هم آهنګه وي، او دیرغل په وړاندي مبارزه هم په هغه شان ته وشي، چې زموږ سالارانو کړي ده.

زما په نظر دمیدان مبارزینو ښه امتحان ورکړ، اوس مو دسیاسینو، په ځانګړي ډول دهغه ويښو علماو او لیکوالانو، چې دحالاتو په تناظر کې دخپل ملت رهبري کولو توان لري، کار او وخت دی، ګورو به چې تر کومه بریده ځان دمیدان سره ته رسوي، په انفرادي ډول به دا کار دومره موثر نه وي، څومره چې په اجتماعي توګه منظم تر سره شي، په دې کې په روښتیا دفرهنګي کمسیون ونډه نوره هم درنیږي، او دوی دي، چې دا خوځښت يې له ډیرو ازمویښتونو بریالی را ویستلی دی، اوس هم توان لري، چې دا کار په ښه انداز سره تر سره کړي.

او په ډیر ټنګار سره باید ووایم! چې که موږ له نبوي سيرت سره ځان اشنا کړو، دا یرغلونه که فکري وي، او که جګړیز هر څه به ناکاره وي، کوشش دي وشي، چې دیو غار نه بیا ونه چيچل شو، ترخه تجربه مو بیا تکرار نه شي، دسيرته نه دې ځانګړي مضامن رابیل شي، په کتابي بڼه دي وپوښل شي، ټولو ته دي ورسول شي، هلته به مو هر څه حل او په ډیر بصیرت سره به مو مقابله تر سره کړي وي، دهیچا به هم ښکار شوي نه یو.

2017/01/13.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x