لاریون: د پاکستان سفارت د جاسوسۍ ځاله ده، بند دي شي / انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۲۳، ۱۳۹۵ل): په کابل کې لاریون چې شاوخوا پنځه سوه کسان په کښي را ټول وه او د امنیتي ادارو له لوري يې ساتنه کېدل، د پاکستان سفارت د جاسوسۍ ځاله وباله او تړلو غوښتنه یې وکړه.

لاریون کوونکي د پاکستان سفارت مخته را ټول شوي وه او بیا یې د بره کي تر څلوري لاریون وکړ.

لاریونکوونکو په ځانګړي ډول د پاکستان سره دیپلوماتیکو اړیکو ختمولو غوښتنه وکړه او د ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل چې پاکستان دي د تروریزم ملاتړی هیواد په توګه وپيژندل شي او نړیوالو ته دي قناعت ورکړه شي تر څو په پاکستان کې دننه د تروریزم ځالي له منځه یوسي.

دغه لاریوونکو وویل چې افغانستان د پاکستان سره په دیپلوماتیکي اړیکو کې هیڅ ګټه نه لري، باید په ژر تر ژره یې دروازې وتړل شي او دیپلوماټان یې وشړل شي.

لاریوون کوونکو د په کابل، هلمند او کندهار کې وروستی چاودني هم وغندلې چې له امله یې د جګپوړو دولتي چارواکو او بهرنیو دیپلوماټانو په ګډون په لسګونو امنیتي منسبوین ووژل شول.

لاریوون کوونکو وویل چې اسناد او شواهد ښيي چې په دغه چاودنو کې د پاکستان لاس دی، پاکستان د تروریزم ملاتړی هیواد دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د