fbpx

د خرو د قصابي په تور ۳ کسان نیول شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۲۴، ۱۳۹۵ل): د بغلان پولیسو ویلي چې په دې وروستیو کې ۳ کسان نیول شوي چې د خرو قصابي یې کوله او دخره پوستکي یې پلورل.

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع رسنیو سره په تماس کې ویلي دوی توانېدلي چې د نهرین په ولسوالۍ کې درې کسان د خره پوستکو د پلور په تور ونیسي.

نوموړي ویلي چې یادو کسانو د اته خرونو قصابي کول او بیا یې د هغوی پوستکي پلورل، چې دوی پر موقع ونیول.
او زیاته کړې چې په دغه درو کسانو کې یو خپله د نهرین ولسوالۍ او پاته دوه یې د سمنګان ولایت دي.

باید وویل شي چې څه موده مخکې د کندوز ولایت امنیتي ځواکونو د خره د پوستکو یو بار موټر نیولی وو چې له مزار شریف څخه کندز ته انتقالیدل.

د پولیسو د شمار سره سم په موټر کې ټول ۱۰۰۰ پوستکي بار شوي وه، چې پر سلو ګونیو ویشل شوي وه او هره ګونۍ کې ۱۰ پوستکي وه.

د یاد موټر چلوونکي وویل چې دی خبر نه وو چې دا به د خره پوستکي وي، کنه له همدې کسانو یې مخکې هم ۲ موټر بار کړي، دا یې دریم ځل وو.

د یادوني وړ ده چې ددې تر مخه داسي خبرونه هم خپاره شوې چې د امنیتي ځواکونو د غوښو قراردادیانو خرونه حلالول او غوښې یې دولتي ادارو ته ورکولې، چې وروسته یې راز کشف شو.

څه موده مخکې په تخار ولایت کې هم امنیتي ځواکونو پر هغه ځای چاپه اچولې وه چيرې چې د خرو قصابي کېدله، قصابان یې تښتېدلي خو د خرونو مړه جسدونه یې تر شا پرې ایښې وه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

پشتو کی متل دی وایی، د خرو غوښی لویانو ته روا دی. بیا د کابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره خو لیوان هم نه ګیدړان دی، اشغالګر لیوان دی. که د دغو خرو غوښه اشغالګرو ته هم رسیدلی وی دغه متل به عملی بڼه کی تطبیق شوی وی. وایی دخنزیر د غوښی په خوراک کی سربیره پردی چه ډیری نوری ناروغۍ نغښتی دی یوه ناروغیی یی د بی غیرتۍ ناروغی ده یعنی خنزیر ډیر بی غیرته او له مهربانیو لیری چټل حیوان دی، هغه څوک چه یی غوښه خوری خنزیر ته ورته خصلتونه لری. د خرو په اړه به… نور لوستل »