افغانستان

د څیړنې په موخه د اماراتو یو پلاوی کندهار ته رسیدلې

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۲۴، ۱۳۹۵ل): د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک نن د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د متحده عرب اماراتو یو پلاوی کندهار ته رسېدلی تر څو د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا تر څنګ د هغې چاودني په اړه څېړنه وکړي چې د کندهار د ولایت په مېلمستون کې را منځته شوه او له امله یې د جګپوړو چارواکو په ګډون ددغه هیواد پنځه اتباع ووژل شول.

نوموړي وویل چې د هغوی سره پرمختللي وسایل ورسره دي، په خپل کار یې پيل کړی دی، د څېړنو پایلي به وروسته په ډاګه شي.

صمیم خپلواک د والي همایون عزیزي په اړه هم رسنیو ته معلومات ورکړه او وې ویل چې د هغه په اړه ټولي خپرې شوي اوازې ناسمي دي.

«د همایون عزیزي لومړی درملنه په کندهار کې وشوه او بیا د لا ښې درملني لپاره هندوستان لیږل شوی، چې هلته هم ډاکټرانو د نوموړي روغتیايي وضعیت ډاډمن بللی دی».

نوموړي وویل چې هغه نن سهار د خپلې کورنۍ سره د تلیفوني اړیکي له لاري خبرې وکړې او هغوی ته یې هم ډاډ ورکړ.

ددې تر مخه د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ په یوه خبري غونډه کې ویلي وه چې همایون عزیزي په جرمني کې د ناټو پوځي روغتون ته لیږدول کیږي.

باید وویل شې چې د تیري سه شنبې په ماښام د ولایت په مقام کې دننه د یوې غونډي پر مهال چاودنه وشول چې له امله یې کندهار ته په رسمي سفر تللی د متحده عرب اماراتو سفیر هم ټپي شو او ورسره د جګپوړو چارواکو په ګډون د اماراتو پنځه تنه اتباع هم ووژل شول.

د متحده عرب اماراتو چارواکو اعلان وکړ چې ددغه هیواد ټپي شوی سفیر، جګپوړی دیپلومات او په سفارت کې افغان مترجم په یوه پوځي الوتکه کې د کندهار څخه ابوظبي ته ورسېدل.

ددغه پيښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې خو د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په یوه خبري غونډه کې وویل چې د چاودني پلان له هیواده بهر جوړ شوی، په داسي حال کې چې جنرال رازق په صراحت وویل چې دغه پلان د پاکستان آی ایس آی او حقاني ډلي ترتیب کړی دی.

طالبانو د پيښي مسؤولیت اخیستلو څخه انکار کړی او ویلي چې چاودنه به کیدای شي د کندهار د چارواکو تر منځ د اختلاف له امله را منځته شوې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x