fbpx

د عامې روغتیا ریاست اسلام اباد ته ۷۵ ډاکټران د زده کړو لپاره لیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۲۴، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په پلان کې لري چې په دغه ولایت کې د پاکستان په مرسته جوړ شوی د پښتورګو متخصص روغتون فعاله کړي، چې د همدې لپاره په پلان کې لري چې اسلام اباد ته ۷۵ ډاکټران ولیږي تر څو هلته مسلکي زده کړي وکړي.

دغه ریاست ویلي چې تر راتلونکو درو میاشتو پوري به د پښتورګو روغتون کې په عملي بڼه د ناروغانو تداوي پیل شي.

په همدې مناسبت تېره ورځ د ننګرهار ولایت په مقام کې یوه غونډه را بلل شوې وه چې په کښي والي، د پاکستان سرپرست قونصل او هغو ډاکټرانو ګډون کړی وو چې په اسلام اباد کې د زده کړو لپاره یې سکالرشیپونه ګټلې وه.

په ننګرهار کې د پښتورګو روغتون د پاکستان په مرسته جوړ شوی، په کال ۲۰۱۰ کې ودانیزي چاري بشپړي شوي خو عملي کار یې تر اوسه ځنډېدلی وو.

د ننګرهار د عامي روغتیا وزارت همداراز ویلي چې د پوهنتون لپاره یې د پاکستان په مالي مرسته د شپږو ملیونو ډالرو په لګښت طبي تجهیزات اخیستي چې د یوې میاشتي په دروان کې به په روغتون کې نصب شي او په دریو میاشتو کې به روغتون په رسمي ډول فعال شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د