
فيسبوك د کمپيوټر څخه هم د ژوندۍ ویډیو اسانتیا برابره کړه
نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۲۴، ۱۳۹۵ل): د فیسبوک د ژوندۍ ویډیو اسانتیا د کامیابۍ وروسته اوس دغه پاڼه د کمپيوټر کارکوونکو ته هم اسانتیا برابره کړې چې له خپل کمپيوټر څخه پر فیسبوک ژوندۍ ویډیو خپره کړي.
د فیسبوک دغه نوې اسانتیا لا تر اوسه یوازي د فیسبوک پاڼو د چلوونکو لپاره ده خو په نیژدې راتلونکې کې به هر څوک وکولای سي چې استفاده ځیني وکړي.
تر اوسه یوازي د موبایل کارکوونکو کولای سوای چې پر فیسبوک په ژوندۍ بڼه د خپلو ملګرو او یا هم د خپلو پاڼو د مېنه والو پر وړاندي را ښکاره سي، خو اوس به د کمپيوټر څخه هم کولای سي چې په ښه کوالټي او عموما تېز انټرنیټ دغه چاره تر سره کړي.
که څه هم مخکې هم د ځینو پروګرامونو په واسطه باندي دا کار ممکن وو، چې د هغه لپاره کمپيوټر ته نور پروګرامونه انسټالیدل او بیا په ځانګړې طریقه باندي ژوندۍ ویډیو نشرېده، خو اوس به داسي نه وي.
ددې تر څنګ د ویډیو په برخه کې ځیني نور اصلاحات هم راغلي لکه د ویډیو دقیق احصائیات چې څومره واره کتل سوې، څومره دقیقې کتل سوې او یا کومو هیوادونو کې کتل سوې ده.
فیسبوک غواړي چې د ګوګل شرکت د یوټیوب پاڼي سره د ویډیو په برخه کې مقابله وکړي ځکه هڅه کوي چې خپل کاروونکي د ویډیو طرف ته مایل کړي او همداسي تمه کیږي چې په راتلونکو میاشتو کې به پر ویډیوګانو باندي د اعلانونو ایښودلو او د هغه له لاري د پيسو ګټلو امکانات هم چمتو کړي، چې د نشروونکو او فیسبوک تر منځ به په نیمی وېشل کیږي.
دا کار اوس د یوټیوب کاروونکي کوي او د خپلو ویډیوګانو له لاري په زرګونو ډالر ګټي.