Steve-Jobs-Apple-image

سټیو جابز او اپل کمپنۍ

لیکنه: آغاملوک سهار

د اپل کمپنۍ له دري بنسټګرو یو سټیو جابز ده، دي د سوریایې پلار او امریکایې مور له واده مخکو اړیکو څخه پیدا سوي، ده خپل پلار په ژوند نه ولید، خو مور یې د ژوند تر پایه دوه دري ځلي ولیده، د مور له خوا خور سره به يې کله کله لیدل، له زیږیدو وروسته یوې بلې کورنۍ دده د سرپرستي چاري په غاړه واخیستي.

له ښوونځي وروسته ددې کورنۍ په مالي مرسته سټیو پوهنتون ته ولاړ، له کم وخت وروسته چې دې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله دده د پوهنتون فیس نه سوای ورکولاي، پوهنتون تري پاته سو.

سټیو په غلا تر یونیم کاله کله د خطاطې او کله د کمپیوټر او نورو ټولګو ته ورتو، ترڅو د پوهنتون د کارت وخت یې تیر (اکسپایر) سو.

له هغه وروسته سټیو په یو سفر هند ته ولاړ، سرخریلی د ډهلي په سړکو به لکه بودایې مذهبي کس ګرځیدو، کله چې بیرته امریکا ته ولاړ، هم به یې هغه جامي اغوستلي او په بودایې موډ کې به ګرځیدو، خلګو فکر کول دا یو بودایې مذهبي کس ده.

کور یې نه درلود، تر ډیره به ډاګ ویده کیدو، په ۱۹۷۰ کال یې له سټیو ویزنک، رونالډ وين سره د اوسنۍ اپل بنسټ په ۲۵۰۰۰ ډالره کیښود چې شخصي کمپیوټرونه او الکټرونیکي آلات يې جوړول، په لسو اولو کلو کې یې سرمايه یو میلیارډ ډالرو ته لوړه کړه او د کارمندانو شمیر تر ۴۰۰۰ لوړ سو، که څه هم په دا وخت کې سټیو جابز یو وار له کمپنۍ وویستل سو خو اپل بیرته مخ په ټیټه ولاړه او سټیو یې بیرته ورګډ کړ، اپل خپل محصولات زیات کړل تر څو چې په ۲۰۰۷ کال کې یې لمړني ایفون بازار ته وړاندي کړلو، په دي وخت کې نوکیا او بلک بیرې د موبایل نړیوال مارکیټ په لاس کې درلود، نوکیا او بلاک بیري د شهرت په اوج کې وې، د اپل تولیدات ته په مسخره ډول وویل: چې دا لوبو سامان به ډیر زر خلګ رد کړي.

خو اپل خپل محصولات د مارکیټ مطابق وړاندې کول، په ۲۰۰۷ کال کې سټیو جابز د کلمو په سرطان اخته سو، له هغه وروسته سټیو جابز تر پخوا څو چنده زیات کار کوی، ده به ویل زه هره ورځ وایم چې نن مې د ژوند وروستۍ ورځ ده، د سټانفورډ پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه کي د سټیو جابز ۱۳ دقیقي وینا نړیوال شهرت پیدا کړ.

خو اپل خپل محصولات په ډیر ښه کیفیت بازار ته وړاندې کول، او خپل کارونه په خورا سیټیماټیک ډول مخته وړل.

په ۲۰۱۱ کال کې سټیو جابز د 57 کلو په عمر ومړ خو اپل د نړۍ اوله درجه برنډ محصولات وړاندې کول، اقتصادي ارزښت یې شاوخوا۳۷۰ میلیارده ډالره و، ۲۶۰ اختراعوي د سټیو جابز په نوم ثبت وې، .

دا وخت نوکیا او بلک بیري چې د بازار غوښتنې یې نه منلي له سقوط سره مخ سوې، اوس اپل کمپنۍ له نورو برخو سره د سمارټ فون نړیوال مارکیټ په لاس کې لري، یوازینی رقیب یې د اتیا شرکتو مجموعه سامسونګ کمپنۍ ده، په اول کې د سامسونګ بنسټګر ته هم خلګو لیونی ویل خو اوس سامسونګ ۴۳۰۰۰۰ کارمندان لري، له لوړ اقتصادي ارزښت سره له اپل سره رقابت کوي، که څه هم د چین هواوی کمپنۍ په چټکتیا سره په مخ روانه ده یوازې سږ کال هواوي د اختراع د ثبت نړیوالې اداري ته یو میلیون د اختراع غوښتنلیکونه لیږلي دي.

خو د سامسونګ او اپل تر ځایه لا ډیره فاصله ورته پاته ده.

اپل له ۴۰ مزل وروسته په ۱۷ هیوادو کې ۴۷۸ نماینده ګې او انلاین پلور او ۱۱۵۰۰۰ کارمندان سره ۷۰۰ اوه سوه میلیارډه ډالره اقتصادي ارزښت لري، د افغانستان کلنۍ بودیجه ۷ میلیارده ډالره او د اپل کلنی عاید ۴۵ میلیارډه ډالره ده.

زما په نظر اپل په سیټماټیک تګ او کیفیت ټینګار کول او کوي یې، په اپل کې د نړۍ تکړه تکړه بااستعداده کسان راټول سوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د