عطا نور د عبدالحکیم مجاهد د بندي کولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۲۴، ۱۳۹۵ل): د سولې عالي شورا مرستیال عبد الحکیم مجاهد ویلي چې طالبانو هیواد ته سوله او امنیت راوړی و او د پخوانیو مجاهدینو ګډوډیو ته یې د پای ټکی ایښی و.

نوموړي د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ په یوې غونډه کې ویلي چې د افغانستان ملت له ډاکټر نجیب الله څخه سخته کرکه درلوده او د همدې کرکې په پایله کې ووژل شو.

عبدالحکیم مجاهد دا نه ردوي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال تېروتنې کړي خو زیاتوي چې له هیواد څخه یې د ګډوډیو ټغر ورټول کړ او سوله یې راوسته. نوموړی وايي:

«طالب د کابل تر نیولو او د نجیب تر اعدامه پورې -د استاذ رباني په قول- د سولې فرشتې وې، طالب یوه مقدسه طبقه ده، چې یو وار یې د روس په خلاف جهاد کامیاب کړی، بیا یې د مجاهدینو ګډوډیو ته پای ایښی او امنیت یې رامینځته کړی».

که څه هم نن ټکی اسیا ونه توانېده چې د شمالي ټلوالې د مشرانو په اړه د عبدالحکیم مجاهد د څرګندونو ثبوت ترلاسه کړي، خو اریانا نیوز تلویزون ادعا کوي چې نوموړي احمدشاه مسعود «بغاوتګر» او برهان الدین رباني «د ګډوډیو عامل» بللی.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور چې په دې وروستیو کې یې له ولسمشر اشرف غني سره د یوې مبهمې هوکړې په پایله کې د بلخ ۱۳ کلن ولایت پریښود ته غاړه ایښې، د ښاغلي مجاهد څرګندونو پارولی او د هغه د بندي کولو غوښتنه یې کړې.

عطا نور د افغانستان له حکومت او په ځانګړې توګه له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتنه کړې چې د هیواد قوانینو ته پام سره، د امنیت د ټینګښت په خاطر، او «ملي قهرمان احمد شاه مسعود» ته په درناوي دې عبدالحکیم مجاهد ونیسي او د قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړي ګواښ کړی چې که حکومت دا کار ونه کړي «ملت» به د عبدالحیکم مجاهد پر وړاندې په اقدام لاس پورې کړي او غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي.

عطا نور تر دې وړاندې له مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول له ولسمشر اشرف غني سره د جنجال او ټکر په وخت کې هم د «ملت» یادونه کوله.

تر اوسه د سولې شورا د مرستیال عبدالحکیم مجاهد د څرګندونو په اړه حکومت غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې په یوې بلې ورته پېښه کې د همدې شورا د ویاند مولوي شهزاده شاهد دنده وروسته تر هغه وځنډول شوه چې په یوې مرکه کې يې د القاعده مشر اسامه بن لادن «شهید» بللی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

امریکاپه افغانستان کی اقلیت ته دونه اختیارات ورکړی دی چه واکثریت والاووته دنظردڅرګندولو اجازه هم نه ورکوی عطانور بایدپدی پوه سی چه لږوخت لاءنشاالله دامریکا سایوان درباندی ولاړ رامعلومیږی بیابه خپل حیثیت در معلوم سی چه مجاهد څه حیثیت لری اوته څه حیثیت لری – لاکن دپښتون نیت پراخ دۍ دهرجاهل په تکبر اوتیروتنه پوسی نه ګرزی همداسبب دی الله غټ زړونه اوټینګ ایمان ورکړۍ دۍ،نتجی یی دانګریزانو ماتی ،ترهندستانه فتحی دروسانو شړل اوټوټی ټوټی کول اوس دامریکااوناټوشکست داټول دالله درضایت نخښی دی اوانشاءلله ژر دالله فتح راتلونکی ده.

اقباال
میلمه
اقباال

د عبدالحکیم د نوم سره دمجاهد نوم یادول د مجاهد د سپیڅلی نوم توهین دی ، هغه که یو عادی شخص وو پروا یی نه کوله مګر په هغه باندی د طالبانو د خارجه چارو د باور لاسته راوړلو باور شوی وو ، دا چه دی له مخکی د طالبانو به ضد یا د اسلامی نظام سره ناخوښه شخص او د هغوی له خوا د سیاف په شان مسلمانانو ته جاسوس رالیږلی شوی وو او که وروسته د ربانی او حکومتیار به شان په بیه رانیول شو، دا چه طالبان د واک په دوره کی وو ده د طالبان په… نور لوستل »