
په هرات کې د ایساف يوه چورلکه ويشتل شوې
د ایساف مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې پرون ناوخته هرات ولایت کې د مخالفینو له لوري دوی يو هيليکوپر ویشتل شوی دی.په اعلاميه ويل شوي چې چورلکه د مخالفینو پر خلاف د عملياتو پر مهال ویشتل شوې ده خو ګډو عسکرو ته پکې کوم ځاني زیان نه دی اوښتی او چورلکه بیرته شینډنډ هوايي ډګر کې ښکته شوې ده. طالبانو تر دې دمه د پيښې په اړه څه نه دي ويلي