fbpx

هغه عیسوي شوالي چې د اسلام لپاره هم وجنګېد

نويد صهيب

رابرت سنت آلبانس د عیسوي انګلیسي لښکر قومندان او د کلیسا د شوالیه طبقې غړی ؤ، چې وروسته یې اسلام راوړ او د صلاح الدین ایوبي په لښکر کې د حطین په جنګ او د فلسطین د آزادی لپاره وجنګېد.

اوریدلي به مو وي چې اسلامي فتحه مخکې د ځایونو له فتحه کیدلو د زړونو فتحه وه، دا دقیقأ هغه څه دي چې رابرت هم ورسره مخ شوی ؤ.

په منځنیو پیړیو کې اروپایي ټولنه د کلیسا د اسلام ضد تبلیغاتو تر کلک تأثیر لاندې وه، خو له مسلمانانو سره د مخ کیدو په صورت کې به د اسلامي اخلاقو په لیدو د رابرت په شان د ډیرو صلیبیانو ذهنونو د اسلام په اړه تغیر کاوه.

د مسلمانانو د اخلاقو ښایست هغه هم د جنګ په ډګر کې، مېړانه او مهرباني ، په خاص ډول مسلمان امیر سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ددې باعث شو چې رابرت د اسلام لپاره وجنګیږي.

دا ددې ښکارندویي کوي چې صلیبیانو مخکې له حربي ماتې د مسلمانانو له دین او اخلاقو ماتې خوړلې وه.

دا دقیقأ هغه څه دي چې رابرت هم ورسره مخ شوی ؤ.

په منځنیو پیړیو کې اروپایي ټولنه د کلیسا د اسلام ضد تبلیغاتو تر کلک تأثیر لاندې وه، خو له مسلمانانو سره د مخ کیدو په صورت کې به د اسلامي اخلاقو په لیدو د رابرت په شان د ډیرو صلیبیانو ذهنونو د اسلام په اړه تغیر کاوه.

د مسلمانانو د اخلاقو ښایست هغه هم د جنګ په ډګر کې، مېړانه او مهرباني ، په خاص ډول مسلمان امیر سلطان صلاح الدین ایوبی رحمه الله ددې باعث شو چې رابرت د اسلام لپاره وجنګیږي.

دا ددې ښکارندویي کوي چې صلیبیانو مخکې له حربي ماتې د مسلمانانو له دین او اخلاقو ماتې خوړلې وه.

صلاح الدین یوه مسلمانانه پېغله رابرت ته په نکاح او د خپلو لښکرو د یوې برخې قومنداني یې وروسپارله.

دوه کاله وروسته سلطان د فلسطین د آزادی لپاره لښکر وه ایست چې رابرت هم د دغې عظیمې فتحې ګډونوال مجاهد ؤ.

له بل لوري د کلیسا د دغه شوالي اسلام راوړلو عام صلیبیان په سخته ویره او تردد کې واچول، اکثریت صلیبي عوام د کلیسا په تر ټولو نفوذ لرونکې نظامي او سیاسي طبقې شوالیانو بې باوره شول. خپله رابرت د قدس له فتحې لږه موده وروسته وفات شو . رحمه الله

انګلیسي مستشرق توماس ارنولډ وایي : داسې بریښي چې د سلطان صلاح ایوبي ژوند او اخلاق چې د مېړانې او قهرمانۍ په بناء ولاړ وو، د هغې وخت د صلیبیانو په ذهنونو یې سخت جادویي تأثیر درلود.

حتی تر دې ځایه چې د کلیسا اړوندویان هم د هغه اخلاقو داسې جذب کړي وو چې خپل قوم او دین به یې پرېښودا او له مسلمان سره به یو ځای کیدل. کله چې مسلمانانو په حطین کې صلیبیان مات کړل د فلسطین پاچا لوزینان هم د اسیرانو په منځ کې ؤ ، د جنګ په هماغه شپه د پاچا شپږو تنو شوالیانو خپل دین او پاچا پرېښودل، پخپله خوښه او اراده له مسلمانانو سره یو ځای شول.‏

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د