
غزل/ نصيب رحماني
نصيب رحماني
جنګ وُ د چنار ځواني یې وخوړه
هغه زما د یار ځوانی یې وخوړه
سولې که راځي هیلې به نه سپړي
دلته وُ بهار ځواني یې وخوړه
سترګې یې د تورو نه اوس سپینې شوي
دومره انتظار ځواني یې وخوړه
ځم لکه منصور خپله اظهار کوم
ته نه شوي اقرار ځواني یې وخوړه
ګوره رحماني مینه یې دوه رنګه
دا د ډیرو یار ځواني یې وخوړه
ـــــــــ
نصیب رحماني