ټولنیزه برخه

صفـا نیت

حمزه حسیني
دا دنیا اګر چې په ظاهري اعتبار سره له مشقتونو او کړاونو ډکه ده تل یې په لمنو کې ناخوالي رانغښتي وي خو دا هر څه د مسلمانانو پر وړاندې ځکه دا دنیا د مؤمنانو لپاره بنديخانه ده ځکه له هر قسمه نفسي خواهشاتو څخه به ځان ساتي او تل به کوښښ کوي تر څو ښه اعمال د خپلې زندګۍ اصل وګرځوي او د کفارو لپاره جنت ده ځکه هغوی هر قسمه نفسي خواهشات تر سره کوي د شرم او حياء هغه ستر نعمت یې له فکر وتلی او څه یې چې زړه وغواړي لکه حیوانات هغه بې له کوم عار کڼلو سر ته رسوي.

د ښو اعمالو د قبولیت لپاره د نیت صفایې یو لازم او ضروري امر ده مســلمان چې کله هم ښه اعمـــال کوي بایــــد نیت یې خالص د الله جل جلاله رضا وي بیا برابره خبره ده که وړوکی عمل وي او که غټ خو رب العلمین ته یې نیت معـــتبر ده او حدیثــو کې هم تاکیــد په هــمدې خبره شوی چې؛ د هر کار له شــروع کولو نه مخکې باید مـسلمان خپل نیت صفا او خالص کړي په بخاري شریف او مشکوة شریف دواړو کې مصنفينو رحمهماالله اول حدیث د (انماالاعمال بالنیات)ذکر کړی اشاره یې دیته ده چې طالب علمان باید خپل نیتونه صفا کړی.

مشهور عالم شمس الحق افغاني صاحب رحمه الله دنیت دوه ډیر نادر مثالونه بیان کړي له هغو څخه یې اول داده چې؛ یو کوهي(څاه) ته یو قـــطره وینــه ولويږي نو دغه ټــــولې اوبه مرداریږي ددغو اوبو ویستل له دغه کوهي ( څاه) څخه لازمي او ضروري دي اګر که د عقل په اعتبار سره نه مرداریږي ځکه عقل وایې چې اوبه ډیرې دي او وینــــه کمه ده نو بایــد هغه وینه هم له ځان سره اوبه کړي خو داسې نه کوي بلکې اوبه مرداري کړي نو خراب نیت هم همداسې مثال لري کچیرته یو مسلمان ډیر ښه اعمال وکړي خو چې یوه قطره ریاء ورسره ګډه شي نو دغه ټول اعمال ناچل او خراب کړي.

دوهم مثال یې داسې بیان کړی چې؛ یو ديګي کې شودې وي او هغه ته یـــو څمڅه مســتې ور واچوي نو سبا له هغه ټولو شودو څخه تروشــې مســتې جوړې شـــوي وي اګرکه د عقل تقاضا دا نه ده عقل وایې چې دا شودې ډېرې او مستې کمي دي باید دغه مستې هم له ځان سره شودې کړي خو دا سې نه کوی بلکې تروشې مستې ترې جوړي شـــــي نو کـه یو شخص څومــره ښه اعمــال وکــړي او یو زره ریاء ورسره ګډه شي دا ټول اعمال یې هیڅ شوو .

دې دنیا ته مزرعةالآخرت ویل شوی باید مونږ ټول مسلمانان ښه اعــمال وکړو اګر که لږ وي خو نیت ورســره صـفا کړو او نیت خالص د الله تبارک وتعالي د رضا لپاره وکرځوو نه دا چې د خلکو لپاره خپل کړي اعمال ددې لپاره قرباني کړو چې دا پلان شخص ما ته سخي،عابد،مجاهد،متقي وغيره ووایې او زه دده په عقیده کې سپېڅلی شم نو الله تبارک وتعالي ته خو معلوم یوو که هر څومره ځانونه صفا معرفي کړو الله مو ویني.

او که خدای نخواسته مونږ ښه اعمال په داسې خرابو نیتونو سره خونثا کړو نو د قیامت په ورځ به بیا لاسونه مروړو او څه به په لاس نه راځي باید مونږ حتي الوسع کوښښ وکړو چې نیتونه په هر کار کې خالص دالله جل شانه د رضا د پاره وګرځوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x