د نن سرلیکنه

د امریکایانو په خلاف بدلیدونکی ذهنیت- سرمقاله

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د عقب نشیني د نیټې په رانیږدي کیدو سره د هغوئ په اړه د افغانانو ذهنیت د بدلیدو په حال کې دی.
د امریکایانو په اړه د افغانانو د ذهنیت دبدلون اساسي لامل په افغانستان کې د امریکایانو هغه خپل سري ده چې دتیر دولس کلن اشغال په مهال یې د بیوزله ولسي افغانانو په خلاف تر سره کړې .
د امریکایانو لخوا دغه خپل سري یواځې دانه چې د بیوزله ولسي وګړو په خلاف ترسره شوې، بلکي دهغه ولسمشر کرزي چې خپله دوئ راوستلی ، دوئ یې حمایت کړی او د دوئ د الوتکو او وسلو په زور په افغانانو تحمیل شوی هم ترسره شوې .

هوکه ! ډیر ځله ولس لیدلي چې خپله کرزي د امریکایانو له خپل سري او وحشت نه شکایت کړی ، قهر یې کړی او حتی د رسنیو په مخ کې یې په سرو سترګو ژلي ، خو د دې ټولو باوجود هم امریکایانو دخپل متکبرانه مزاج له مخې نه دهغه جزع وفزع ته اعتناء کړې او نه یې له وحشت او بي بندو باري څخه لاس اخیستی .
همدا لامل دی چې د ټولو افغانانو په تیره د هغو کسانو چې خپله د امریکایانو لخوا حمایه کیږي او د هغوئ لخوا معاش ورکول کیږي هم د امریکایانو په خلاف په زړونوکې نفرت پیدا شوی او ذهنیت یې دهغوئ په اړه بدل شوی .
د همدغو کسانو له جملې څخه یو هم دکرزي د نظام لوړرتبه چارواکی عصمت الهی دی چې په دې وروستیوکې له ټول ولس څخه د امریکایانو په خلاف د سرتاسري ولسي قیام غوښتنه کړې .
نوموړی په ایران کې د جامعة المصطفی مرکز له خوا په یوه رابلل شوې غونډه کې د افغانستان د دولت درسمي استازي او د ریاست جمهوري د سلاکار په توګه په افغانانوغږ وکړ چې هغوئ دي د امریکایانو په خلاف داسې جهادي ولسي قیام وکړي لکه چې د روسانو د اشغال په مهال یې دهغوئ په خلاف کړی وه .
نوموړي ویلي چې امریکایان په افغانستان کې زمونږ د دیني معتقداتو په خلاف جنګیږي او د دې کار لپاره یې له پوځي هڅو پرته تبلیغاتي هڅې هم پیل کړې ، ډیر ې تبلیغاتي رسنۍ یې ایجاد کړې ، د هغوئ مالي لګښتونو ټول د امریکایانو لخوا د دې په غرض تر سره کیږي چې دوئ دغرب په ګټه تبلیغات وکړي او په افغانستان کې د غربي اشغال دبقاء او تداوم لپاره ذهنیت سازي وکړي .
د عصمت الهی غوندي لوړرتبه شخص لخوا د امریکایانو په خلاف د اشان څرګندونې عادي خبره نه ده ؛ ځکه نوموړی د افغانستان د ریاست جمهوري د مشاور په حیث داخبرې کړي.
خپله کرزي هم چې امریکایان او د هغوئ ایتلافیان یې د افغانستان رسمی ولس مشر بولي په څو څو ځله د امریکایانو خلاف دیته ورته څرګندونې کړی او امریکایان یې د افغانستان د ولس خلاف د ترسره کړیو جنایتونو په خلاف مجرم بللي.
که څه هم چې د امریکایانو په خلاف د کرزي ، د هغه د سلاکار او د هغه د امریکايي پلوې ادارې دنورو چارواکو دا شاني لمسونکې څرګندونې ډیر ناوخته اقدام دی ،خوبیاهم د امریکایانو په اړه د عام ولس په ذهنیت بدولوکې ډیر لوي تاثیر لري
ځکه ولس په دې حساب کوي چې امریکایان حتی هغو اشخاصو ته هم وفادار نه دی چې خپله د دوئ داشغال په ترڅ کې راپیداشوي او سیاسي اقتدارته رسیدلي ، نو عام ولس ته چې هغوئ په سیاسي ، فرهنګي او عقیدوي لحاظ ورسره توپیر لري څرنګه وفاداري ولري او یابه دهغوئ د مصلحت لپاره کار وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x