غزل/ خالقيار احمدزی

خالقيار احمدزی

غورزنګونه د زلمو دي په هرخوا باندې غزا ده
راوتلې دي لښکرې بیا د بدر معرکه ده

بیا خالد دی آس نال کړی د یرموګ په طرف درومي
بیا دقهر طوفانونه دي په ځمکه زلزله ده

بیا کابل له خندا شین دی رقیبان یی ترینه درومي
څو پلورلو پرګنو باندې د قهر توره شپه ده

څو منحوسې څیرې ولاړې، یوه ځوان پرې ځان قربان کړ
نن په ویر کفري نړۍ ده، چې دبخت کاسه چپه ده

پورې کلي دهلمند کې د غزا میدان ګرمیږي
نورې ځالې یې دي ختمې تندریزه فلسفه ده

غازیان خوځنده راون دي له آمو بیا تر فراته
آن دنیل ترڅنډو پورې د تکبیر تکبیر نعره ده

له پکتیا بیا تر زابله، له فراه تر بدخشانه
کندهار سیلۍ وهلی د بریا مو داشیبه ده

هرې خواته په دعا دي مظلومان درته طالبه
ټول جهانه درته تسلیم شو، ماته شوې امریکا ده

له هیبته بې طاقته خالقیاره دي داخلک
په قلم ټوپک مو  مات کړل دانو فضل دالله ده

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د