شعـــــرونه

د رقيب هم هغه ليل ونهار تېر سو

عبدالمالک همت

اخ عجب ژر مي د عمر بهار تېر سو
په پوه نه سوم د ځوانۍ ، مستۍ وارتېر سو

لکه يښمه د پسرلي چي ژر سي تېره
هسي زما د ځوانۍ وار په تلوار تېر سو

زما د هيلو ګل تازه پر غوړېدو وو
چي د ژوند پر بڼ مي ډېر بد ناتار تېر سو

هيڅ په پوه نه سوم ، خو دري شپېته کلن سوم
په ته کم، ته کم ژوندون پرما خوار تېر سو

ما ويل پر ښکلو اخلم به خوندونه
خو چي ګورم بيا دوران د دې کار تېر سو

زړه مي اوس هم د ځوانۍ کارونه غواړي
خو دا ږيره وايي نه دا روزګار تېر سو

ځان ته وايم چي له سره به دي ځوان کړم
وايي دا هله چي دغه ناتار تېر سو

اوس خو دادی ټول هيواد په وير کي ډوب دی
وخت د می او د ساقي او ګلزار تېر سو

اوس خو ژوند نه دی تر مرګه رسېده دي
وښه ژوند ته وخت د نور انتظار تېر سو

انتظار د مرګ کوه هيلي دي پرېږده
بس ستا ژوند دغسي لنډ خوار وزار تېر سو

يو ته نه يې پر دې ټولو دغه وير دی
دغه ژوند دي هم پر مور او پر پلار تېر سو

خو زه وايم نور د غم کوکاري بس دی
د رقيب هم هغه ليل ونهار تېر سو

ما چي خوب ليدلی دغه يې تعبير دی:
د کافر غليم د ظلم روزګار تېر سو

د”همت“ږيره مه ګوره، زړه يې ګوره
خو مهال د زور او ځواک د اغيار تېر سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

دادنیادمسافروکاروان سرای ده………….څوک باریږی څوک پراړوی بارونه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x