د معدې سرطان

مطيع الله شنيزى

د معدى سرطان چى د ګيډى په سرطان سره هم شهرت لرى ،د معدى په پاسنى برخه کى رامنځته کيژى .
د معدى سرطان هغه وخت منځ ته راځى چى کله سرطانى حجرى د معدى په ننى برخه کى په عادى ډول په وده پيل وکړى، چى دا حجرى بيا په معده کى غده منځ ته راوړى چى وروسته له څو کالو د معدى په سرطان بدليږى.

دا ناروغى يو له مهمو ناروغيو چخه ده چى تقريبا په کال کى يو ميليون وګړى د معدى د سرطان له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوى.

دمعدى سرطان علايم په ناروغ کى:

1 – ستړيا ،بدون له کوم فزيکى فعاليت څخه.

2 – له لږ خوراک وروسته د اشتها له منځه تلل.

3 – اوږد مهاله سوزش په معده کى.

4 – د معدى د هاضمى نشتوالى.

5 – د معدى درد.

6 – د وزن له لاسه ورکول بدون له کوم دليله.

7 – په استفراغ يا کانګو کى وينه.

8 – د وينى لږوالى.

9 – له خوړو سره د باد احساس.

10 – د پوستګى ژيړيدل.

د معدى د سرطان تشخيص او علاج:

لمړى قدم کى داکتر ستا فزيکى حالت ته ګورى ،وروسته ستا د فاميل په اړوند پوښتنه کوى چى ايا ستا له فاميل څخه خو پخوا څوک د معدى په سرطان اخته نه وو.

1 – د وينى ازموينه Blood test.

2 – د CT Scan يا X- Ray.

3 – د Biopsy ازموينه چى کولاى شى له داکتر سره د سرطان په تشخيص کى مرسته وکړى.
د معدى درملنه په لمړى مرحله کى د علاج وړ ده ،که چيرى څوک د معدى مشکل ولرى بايد ژر تر ژره د يوه متخصيص د معدى سره اړيکه ونسى تر څو د معدى له سرطان يا مړينى څخه مخنوى وکړى.

د معدى د سرطان درملنه :

1 – د عمليات په واسطه.

2 – د دوا يا واکسينو په واسطه.

3 – د کيمياوى وړانګو په واسطه چى کولاى شى د سرطان په درملنه کى مرسته وکړى.

د معدى سرطان مخنيوى:

1 – د وزن نورمال ساتل

2 – د سګريټو بندول

3 – روزمره ورزش کول

4 – په وخت سره د ډوډي خوړل.

د معدى د سرطان خطر په لاندى کسانو کى زيات وى.

1 – په هغو کسانو کى چى عمر يى له 50 کالو زيات وى

2 – په نارينوو کى

3 – هغه څوک چى سګريت څکوى

4 – په هغو کسانو کى چى له پخوا يى څوک په فاميل کى د معدى سرطان ولرى

5 – په اسيايى هيوادونو کى په خاصه توګه په کوريا او جپان کى.

د معدى سرطان يو له مهمو ناروغيو چخه دى چى ډاکتران تر زيات اندازه په د توانيدلى چى په لمړى مرحله کى د دغه مرض درملنه وکړى.

دا وو د معدى د سرطان په اړوند معلومات
په درناوى ستاسو ورور مطيع الله شنيزى

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د