دیني، سیرت او تاریخ

يو ايت اته خبرې

قاري شفیق الله سهاند عمري

الله تعالی فرمايي:

يا أيها الذين آمنوا أنفقوا مما رزقناكم من قبل أن يأتي يوم لا بيع فيه ولا خلة ولا شفاعة والكافرون هم الظالمون (سورة البقره ۲۵۴)

ترجمه: ای د ایمان خاوندانو! له هغه مال نه چی موږ تاسو ته درکړی ولګوئ (انفاق وکړئ) مخکی له دې چی داسی ورځ به راشي چی نه به وی په هغه ورځ څه اخیستل او خرڅول٬او نه به دوستی وی او نه به کافرانو لپاره څه شفاعت وي او ظالمان هغه څوک دي چی کفر یی وکړ(اوکافران طالمان دي)

دغه ایت له ځان سره ځینی پیغامونه لري چی اته خاص پیغامونه یې دلته ذکر کوو

۱:انفاق امر الهي ده او د الله د امر قبولیت فرض ده چی دا خبره له (انفقوا) څخه ثابته ده

۲:دغه الهي امر مؤمنانو ته شوی یعنی د انفاق لپاره ایمان شرط ده ٬ د کافرانو لخوا هغه مرستی او مصرفونه چی دوی یی کوی هیڅ کومه ګټه هغوی ته نه رسوي نو ځکه الله تعالی وفرمایل:(یا أیهالذین امنوا انفقوا)

۳:انفاق باید له حلال مال څخه وشی ځکه دې ایت کې الله پاک د هغه مال څخه د انفاق امر کړی کوم چی د هغه له امر سره سم په شریعی طریقه لاسته راوړل شوی وي چې همدې مال ته حلال مال وايي ځکه خو الله د دې نسبت په (رزقنا)سره ځانته وکړنوهغه څه چې الله یې خپلو بندګانو ته ورکوي ضرور حلال دي٬ الله تعالی فرمايي :(مما رزقناکم )یعنی له هغه مال چی ما درکړی

۴:د ټول مال د انفاق غوښتنه نده شوي بلکی له هغه مال څخه د ځینی مال د انفاق غوښتنه شوې الله تعالی فرمايي:(مما رزقتاکم) له هغه څخه چی ما درکړي (انفاق وکړئ)

۵:مسلمان باید په دې پوه وي چې هغه څه چې زما سره دي زما ندي بلکی دا خو الله تعالی راکړي ځکه خو الله فرمايي :(انفقو مما رزقناکم) یعنې کوم څه چی ما درکړي له هغه څخه انفاق وکړئ

۶:په انفاق کولو کی باید تیزی وشي او له غفلت او لټې څخه باید ډډه وشي ځکه د قیامت ورځ راتلونکی دی نو ځکه الله پاک وفرمایل:(من قبل أن یأتی یوم)

۷:د اخرت په ورځ د نجات له اسبابو څخه یو سبب انفاق فی سبیل الله دی نو پدې ایت کې یې هم د بیع ٬دوستي او شفاعت څخه ځکه یادونه وکړه چی همدا شیان د دنیوی نجات اسباب کیدی شي خو د اخروی نجات اسباب نه دي٬نو که اخروی نجات غواړئ له ایمان سره یو ځای نیک عملونه (چی یو یې انفاق) ده وکوئ (یوم لا بیع فیه ولا خلة ولا شفاعة)

۸:د قیامت په ورځ بیعه ٬دوستي او سپارښت هیڅ یو په درد نه خوري (مګر هغه جایز شفاعت کوم چی په قران او حدیثو کې ثابت ده) ځکه هغه دنیا د عمل دنیا نده او نه هم څوک پکی څه حاصلولی شی نو که څوک څه حاصلول غواړي همدا دنیا د عمل دنیا ده نو ځکه الله تعالی وفرمایل:(یوم لا بیع فیه ولا خلة ولا شفاعة) په هغه ورځ خرڅول او اخیستل نشته او دوستی به په درد ونخوري او شفاعت به هم ګټه ونشي کړئ نو که غواړی چی افسوس ونکړئ بیا نو د الله په لاره کې انفاق وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x