شعـــــرونه

رقص مرده – داد محمد ناوک

خړه دښته ده ارامه ارامي ده

زه د دې دښتې دستړي شهيد روح يم

نن راغلې يمه دلته

چې خبره د ژونديو پر احوال شم

زموږ کيسه خو ټولو خلکو ته مالومه

غواړم نوې پېښه، نوي څه پيدا کړم

چې بيا بېرته په ورتګ خو

دليلې د دښتې ټولې ارواګانې

په خپل ځان کړمه را ټولې

او د دې وحشي نړۍ

حال ورته و ويام

چې له موږ وروسته لاهم

هماغه بده څېره خاندې

لا يې هم زموږ پر ملګرو توان رسېږي

لا هم خان دى، لاغورېږي

ها دي ډله خلک راغلل

دا نور ټول مسکي دي خاندي

خو په منځ کې يې يو داسې څوک ښکارېږي

لکه زما قالب په دې بده نړۍ کې

زه به دلته ګوښه کېنم چې دوى څه کړي

وۍ! په خداى هغه بدل کس

خاص زموږ غوندې ښکارېږي

ببر سر، ږېره ببره

ګرېوان څېرې

لونګۍ ول ، ول يې په غاړه

دخولې چپه خوا کې

ليکه دسرو وينو

دغه ټولې نښانې زموږ دملګرو

خو ها نور!

هغه نور بېخې بدل دي

خو يوه څېره شناخته شته

دا هماغه قواره ده

چې پر موږ يې خاورې بار کړي

موږ يې ټول ژوندي په ګور کړو

اودعربوبې ديني يې راژوندۍ کړه

داهماغه انسان خوردى

وۍ!

هاببريې مينځ کې پرېښود

هغه نورټول ترې جلاشول

شاوخوا کتارولاړ دي

سره خاندې يودبل په لاس ټک ورکړي

په شا لاړله خنداشنه شي

هاببرته خوهماغه وحشي راغى

وۍ!

دى خو يې ټول لوڅ او لغړکړ!

شاوخوا دخندا زوږ دى

غږيې نه اورم،خو داشين وحشي

په زوره چاته ګوري

اوڅه وايي

هادى ،بل څوک راښکاره شو

دامې هيڅ نه ولېدلى

په يوه لاس کې يې توره

په بل لاس کې يې بوتل دى

هاشين مخى ورته خاندې

لکه دغه چې يې خپل دى

هاشين مخى لږګوښه شو

اوبوتل يې لاس کې واخېست

دغه بل ترده بدتردى

دغه توره کړه تياره

ببرسرى داسې رډ ،رډ ورته ګوري

پورته ګوري چې څه وايي خوله يې ښورې

غبرګ لاسونه يې ترشادي

اوپښې يې زولانه دي

هادتوري وال په شا لاړ شاته تېرشو

دخندازوږبېخې ډېرشو

راغى تېزپه ببرراغى

اخ

سريې ورغښت په ميدان کې

دالاڅه وړ رزالت دى

دالاڅه نوى وحشت دى

هادى شين منډه راوکړه

په بوتل کې يې سره تېل دي

دببردجسد غاړه کې يې توى کړل

مرۍ ټوله سره ورغله بسته شوه

وۍ!

جسدسم دم پرټوپوشو

دوى يوبل ته سره ګوري

سره خاندې

جسد اوړي ښکته پورته

کله لاندې کله باندې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x